تازه خبرونه

اسلامي امارت له سرحدي ترهګرۍ سره ګټوره مبارزه کړې – پاکستان

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي پر پولو د ترهګرۍ پروړاندې د اسلامي امارت له ګټورو هڅو ستاینه کړې ده.

د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني له امریکا غږ سره ه په خبرو کې ویلي، چې افغانستان د سیمې د هېوادونو په ځانګړي توګه د چین، پاکستان او نورو هېوادونو د اندېښنو د لرې کولو لپاره ګټورې هڅې کړي؛ خو د پایلو په اړه یې قضاوت وخت ته اړتیا لري.

نوموړی وایي: د پاکستان پر پرتله دا مهال افغانستان ډېر امن دی؛ خو هلته د تحریک طالبان پاکستان، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ او نورې ډلې شته، چې د اندېښنې وړ دي. پاکستان او چین دواړه هیله لري، چې افغان حکومت به په دې اړه عملي اقدامات وکړي.

له ديورند کرښې څخه لرې ولایتونو ته د پاکستانيو کډوالو د لېږدولو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې اصف دراني ویلي، چې که د تحریک طالبان پاکستان لېږدول په رښتیا هم ترسره او د پاکستان د پولو په اوږدو کې د سولې لامل شي؛ اسلام‌اباد به یې هرکلی وکړي.

هغه وایي: پاکستان د خبرو اترو لار تړلې ده؛ یوازنۍ لار د دوی لپاره دا پاتې ده، چې تسلیم شي او له قانون سره مخ شي. د پاکستان پوځي عملیاتو تحریک طالبان پاکستان له ځمکنۍ څارنې بې برخې کړي او له سرحدي سیمو څخه د دوی لیږد څرګندوي، چې اوس د افغانستان د اوږو بار دي.

اسلامي امارت په افغانستان کې د پاکستانيو طالب جنګیالیو شتوالی تل رد کړی او وایي، چې د افغانستان خاوره به د کوم هېواد پر ضد ونه کارول شي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې د پاکستان تحریک طالبان د هغه هېواد داخلي مسله ده او که پاکستان خپلې اندېښنې له اسلامي امارت سره شریکې کړي، په ګډه به یې په اړه غور او چلند وشي.

د پاکستان حکومت او د پاکستان تحریک طالبان د افغانستان اسلامي امارت پر منځګړیتوب په ۲۰۲۲ ز.کال کې پر یو محدود اوربند هوکړه وکړه؛ خو د همدې کال په نومبر میاشت کې پر پاکستاني پوځ د تحریک طالبان پاکستان بریدونه بیا پیل شول.

Trending

Exit mobile version