تازه خبرونه

اسلامي امارت له تبعیض پرته ځوانانو ته د زدکړې او کار زمینه برابروي

Published

on

(Last Updated On: )

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارسمبالي ويلي، چې په هېواد کې سياسي او اقتصادي ستونزې د حل کیدو په حال کې دي او اسلامي امارت به ډېر ژر نړيوال مشروعيت ترلاسه کړي.

نن یکشنبه د غبرګولي ۱۵ په کابل پوهنتون کې د کتاب اوونۍ په مناسبت د کتاب نندارتون د پرانستې مراسم کوړ او په کې پر استادانو سربېره د اسلامي امارت یو شمېر لوړ پوړیو چارواکو هم ګډون کړی و.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارسمبالی مولوي خیرالله خیرخواه په خپلو خبرو کې ويلي، چې سياسي او اقتصادي ستونزې د حل په حال کې دي او د نوي حکومت له راتګ سره به د نړيوال مشروعيت بحران هم پای ته ورسيږي.

نوموړی ټینګار کړی، چې اسلامي امارت له توپیر پرته  ځوانانو ته د تعلیم، روزنې او کار زمینه برابروي.

د کابل پوهنتون مشر اسامه عزیز د ټولنې او فرهنګ په وده کې د مطالعې اهمیت ته په نغوته کې له زدکړیالانو وغوښتل، چې له برابرو فرصتونو زیاته ګټه پورته کړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي: مونږ د پوهنتون له مسوولینو او استادانو څخه په درنښت غوښتنه کوو، چې محصلین زدکړو او لوست ته وهڅوي او په پوهنتون کې د ځوانانو او محصلینو لپاره د آسانتیاوو د رامنځته کولو زمینه برابره کړي.

د کتابونو دغه نندارتون د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لخوا د کابل پوهنتون او د خپرندویو ټولنې پر همکارۍ جوړ شوی و، چې په کې د دیني کتابونو په ګډون بېلابېل کتابونه نندارې ته ایښودل شوي دي.

Trending

Exit mobile version