تازه خبرونه
اسلامي امارت فلسطینیانو ته د اوربند د هوکړې مبارکي ورکړه
اسرائیل او حماس د چارشنبې پر ورځ د قطر، مصر او امریکا پر منځګړیتوب او د ۱۵ میاشتو وینې تویولو وروسته، چې غزه یې ویجاړه کړه او په منځني ختیځ کې یې تاوتریخوالی زیات کړ، د اوربند یوه پیچلې هوکړه لاسلیک کړه.

د افغانستان اسلامي امارت د حماس او اسرائیلو ترمنځ د اوربند له هوکړې هرکلی وکړ؛ د حماس مشرتابه او د فلسطین خلکو ته د دې “ سترې بریا ” مبارکي وايي.
د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپانه کې، چې نن ( پنجشنبه) خپره شوې ویلي، چې د اوربند دا هوکړه”د فلسطین د خلکو د تاریخي مبارزې، سرښندنې او په غزه کې د زړور مقاومت” له ۱۵ میاشتو څخه د زیات وخت پایله ده.
په خبرپاڼه کې راغلي: “اوس اړینه ده، چې د هوکړې ټول پړاوونه بشپړ په داسې ډول پلي شي، چې تلپاتی اوربند ډاډمن کړي او بشري مرستې پرته له ځنډ د غزې خلکو ته ورسیږي. د پخوانیو تړونونو پایلو ته په پاملرنه د شخړې خواوې او نړیواله ټولنه باید ډاډ ترلاسه کړي، چې اسرائیلي حکومت خپلې ژمنې ډاډمنې پلې کوي.”
په اعلامیه کې زیاته شوې، چې په منځني ختیځ کې تلپاتې سوله او ثبات یوازې د فلسطین د مسلې د مشروع حل او د فلسطین د خلکو د خپلواکۍ له لارې شونی دی.
اسلامي امارت ټینګار کړی، چې د افغانستان د خلکو پر استازیتوب به د فلسطین د خپلواک هېواد او د فلسطین د خلکو ملاتړ روان ساتي.
اسرائیل او حماس د چارشنبې پر ورځ د قطر، مصر او امریکا پر منځګړیتوب او د ۱۵ میاشتو وینې تویولو وروسته، چې غزه یې ویجاړه کړه او په منځني ختیځ کې یې تاوتریخوالی زیات کړ، د اوربند یوه پیچلې هوکړه لاسلیک کړه.
په دې هوکړه کې د ۶ اوونیو لپاره لومړنی اوربند شته، چې له غزې تړانګې څخه به اسرائیلي ځواکونه تدریجي وځي؛ هلته، چې لسګونه زره خلک وژل شوي دي. حماس به د اسرائیلو لخوا نیول شوي فلسطیني بندیانو د یرغملو په بدل کې خوشې کړي.
د قطر صدراعظم شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني په دوحه کې یوه خبري کنفرانس ته وویل، چې اوربند به د یکشنبې له ورځې نافذ شي.
هغه زیاته کړې، مذاکره کوونکي له اسرائیلو او حماس سره د دې هوکړې د پلي کولو لپاره کار کوي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن په واشنګټن کې وویل: “دا تړون به په غزه کې جګړه ودروي، فلسطیني ملکي وګړو ته به بشري مرستې زیاتې کړي او یرغمل شوي کسان به له ۱۵ میاشتو څخه له زیات بند وروسته له خپلو کورنیو سره یوځای کړي.”
د هغه ځایناستي ډونالډ ټرمپ، چې د دوشنبې پر ورځ به دنده پیل کړي؛ ادعا کړې، چې دا هوکړه د هغه د هڅو پایله ده.
یوه اسرائیلي چارواکي ویلي، چې د اسرائیلو لخوا د دې تړون منل به تر هغې رسمي نه وي، چې د دوی د امنیتي کابینې او حکومت لخوا تائید نشي.
ټاکل شوې، چې دا رای اچونه د پنجشنبې پر ورځ د مرغومي اووهویشتمه / د جنورې شپاړلسمه ترسره شي.
تمه ده، چې دا هوکړه د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په ائتلافي حکومت کې د ځینو سخت دریځو له مخالفت سره – سره تائید شي. په داسې حال کې، چې خلکو په غزه او اسرائیل کې د دې هوکړې نمانځنه وکړه او د اسرائیلو پوځ د دې خبر له خپرېدو وروسته خپل بریدونه زیات کړل.
د ډاکټرانو د څرګندونو له مخې؛ د چارشنبې پر ورځ ناوخته د اسرائیلو سختو بمباریو په ځانګړي توګه په غزه ښار کې ۳۲ کسان ووژل.
د سیمې اوسیدونکو ویلي، چې بریدونه د پنجشنبې تر سهاره هم روان ول، چې په کې د غزې جنوبي سیمه رفح، د مرکزي غزې نصیرات او د شمالي غزې اړوند کورونه ویجاړ شول.
د اسرائیلو پوځ پدې اړه څه ندي ویلي او د اوربند له اعلان وروسته پر اسرائیلو د حماس د بریدونو کوم راپور نشته.
د اوربند له خبرو اترو سره یوه خبر فلسطیني چارواکي ویلي؛ منځګړي هڅه کوي، چې دواړه خواوې قانع کړي او د اوربند له پلي کیدو مخکې جګړه ودروي.
حماس په ټولنیزو رسنیو کې د یوې خبرپاڼې له خپرولو سره د اوربند دا هوکړه ” د خلکو لپاره یوه لاسته راوړنه” او “یو بدلون” وباله.
د غزې د چارواکو د څرګندونو له مخې: که دا هوکړه بریالۍ شي؛ نو دا به هغه جګړه پای ته ورسوي، چې د غزې ډېره برخه یې ویجاړه کړې، له ۴۶ زره څخه ډېر خلک یې وژلي او د سیمې د ۲ اعشاریه ۳ میلیون نفوس ډېره برخه یې بې ځایه کړې ده.
دا کار کولی شي په ټول منځني ختیځ کې تاوتریخوالی راکم کړي؛ هلته، چې جګړې د اسرائیلو تر اشغال لاندې په لویدیځه غاړه، لبنان، سوریه، یمن او عراق کې شخړې ته لمن وهلې او د اسرائیلو او ایران ترمنځ د بشپړې جګړې اندېښنې یې راپورته کړې دي.
په غزه کې ټولټال ۹۸ یرغمل پاتې دي.
د تړون په لومړي پړاو کې به ۳۳ بندیان خوشې شي، چې ښځې، ماشومان او له ۵۰ کلونو څخه پورته عمر لرونکي نرینه په کې دي. د اوربند په لومړي پړاو کې به دوه امریکايي یرغمل شوي کسان؛ کیټ سیګل او ساګي ډیکل چن د هغو یرغمل شویو کسانو په ډله کې دي، چې خوشې شي.
د تړون د دوهیم پړاو د پلي کولو لپاره خبرې اترې به له لومړي پړاو څخه تر شپاړسمې ورځې پورې روانې وي او تمه ده، چې په دې پړاو کې به ټول پاتې یرغمل شوي کسان خوشې شي، دایمي اوربند او له غزې څخه د اسرائیلي ځواکونه بشپړ ووځي.
په درېیم پړاو کې د ټولو پاتې مړو بېرته راستنېدل او د مصر، قطر او ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې د غزې بیارغونه پیل شي.
اسرائیلو پر غزه خپل بریدونه له هغې وروسته پیل کړل، چې د حماس پر مشرۍ وسلوالو د ۲۰۲۳ کال د اوکټوبر پر اوومه پر اسرائیلو په برید کې ۱۲۰۰ کسان ووژل او له ۲۵۰ څخه ډېر نور یې یرغمل کړل.