Connect with us

تازه خبرونه

اسلامي امارت فلسطینیانو ته د اوربند د هوکړې مبارکي ورکړه

اسرائیل او حماس د چارشنبې پر ورځ د قطر، مصر او امریکا پر منځګړیتوب او د ۱۵ میاشتو وینې تویولو وروسته، چې غزه یې ویجاړه کړه او په منځني ختیځ کې یې تاوتریخوالی زیات کړ، د اوربند یوه پیچلې هوکړه لاسلیک کړه.

خپور شوی

د

(Last Updated On: )

د افغانستان اسلامي امارت د حماس او اسرائیلو ترمنځ د اوربند له هوکړې هرکلی وکړ؛ د حماس مشرتابه او د فلسطین خلکو ته د دې “ سترې بریا ” مبارکي وايي.

د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپانه کې، چې نن ( پنجشنبه) خپره شوې ویلي، چې د اوربند دا هوکړه”د فلسطین د خلکو د تاریخي مبارزې، سرښندنې او په غزه کې د زړور مقاومت” له ۱۵ میاشتو څخه د زیات وخت پایله ده.

په خبرپاڼه کې راغلي: “اوس اړینه ده، چې د هوکړې ټول پړاوونه بشپړ په داسې ډول پلي شي، چې تلپاتی اوربند ډاډمن کړي او بشري مرستې پرته له ځنډ د غزې خلکو ته ورسیږي. د پخوانیو تړونونو پایلو ته په پاملرنه د شخړې خواوې او نړیواله ټولنه باید ډاډ ترلاسه کړي، چې اسرائیلي حکومت خپلې ژمنې ډاډمنې پلې کوي.”

په اعلامیه کې زیاته شوې، چې په منځني ختیځ کې تلپاتې سوله او ثبات یوازې د فلسطین د مسلې د مشروع حل او د فلسطین د خلکو د خپلواکۍ له لارې شونی دی.

اسلامي امارت ټینګار کړی، چې د افغانستان د خلکو پر استازیتوب به د فلسطین د خپلواک هېواد او د فلسطین د خلکو ملاتړ روان ساتي.

اسرائیل او حماس د چارشنبې پر ورځ د قطر، مصر او امریکا پر منځګړیتوب او د ۱۵ میاشتو وینې تویولو وروسته، چې غزه یې ویجاړه کړه او په منځني ختیځ کې یې تاوتریخوالی زیات کړ، د اوربند یوه پیچلې هوکړه لاسلیک کړه.

په دې هوکړه کې د ۶ اوونیو لپاره لومړنی اوربند شته، چې له غزې تړانګې څخه به اسرائیلي ځواکونه تدریجي وځي؛ هلته، چې لسګونه زره خلک وژل شوي دي. حماس به د اسرائیلو لخوا نیول شوي فلسطیني بندیانو د یرغملو په بدل کې خوشې کړي.

د قطر صدراعظم شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني په دوحه کې یوه خبري کنفرانس ته وویل، چې اوربند به د یکشنبې له ورځې نافذ شي.

هغه زیاته کړې، مذاکره کوونکي له اسرائیلو او حماس سره د دې هوکړې د پلي کولو لپاره کار کوي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن په واشنګټن کې وویل: “دا تړون به په غزه کې جګړه ودروي، فلسطیني ملکي وګړو ته به بشري مرستې زیاتې کړي او یرغمل شوي کسان به له ۱۵ میاشتو څخه له زیات بند وروسته له خپلو کورنیو سره یوځای کړي.”

د هغه ځای‌ناستي ډونالډ ټرمپ، چې د دوشنبې پر ورځ به دنده پیل کړي؛ ادعا کړې، چې دا هوکړه د هغه د هڅو پایله ده.

یوه اسرائیلي چارواکي ویلي، چې د اسرائیلو لخوا د دې تړون منل به تر هغې رسمي نه وي، چې د دوی د امنیتي کابینې او حکومت لخوا تائید نشي.

ټاکل شوې، چې دا رای اچونه د پنجشنبې پر ورځ د مرغومي اووه‌ویشتمه / د جنورې شپاړلسمه ترسره شي.

تمه ده، چې دا هوکړه د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په ائتلافي حکومت کې د ځینو سخت دریځو له مخالفت سره – سره  تائید شي. په داسې حال کې، چې خلکو په غزه او اسرائیل کې د دې هوکړې نمانځنه وکړه او د اسرائیلو پوځ د دې خبر له خپرېدو وروسته خپل بریدونه زیات کړل.

د ډاکټرانو د څرګندونو له مخې؛ د چارشنبې پر ورځ ناوخته د اسرائیلو سختو بمباریو په ځانګړي توګه په غزه ښار کې ۳۲ کسان ووژل.

د سیمې اوسیدونکو ویلي، چې بریدونه د پنجشنبې تر سهاره هم روان ول، چې په کې د غزې جنوبي سیمه رفح، د مرکزي غزې نصیرات او د شمالي غزې اړوند کورونه ویجاړ شول.

د اسرائیلو پوځ پدې اړه څه ندي ویلي او د اوربند له اعلان وروسته پر اسرائیلو د حماس د بریدونو کوم راپور نشته.

د اوربند له خبرو اترو سره یوه خبر فلسطیني چارواکي ویلي؛ منځګړي هڅه کوي، چې دواړه خواوې قانع کړي او د اوربند له پلي کیدو مخکې جګړه ودروي.

حماس په ټولنیزو رسنیو کې د یوې خبرپاڼې له خپرولو سره د اوربند دا هوکړه ” د خلکو لپاره یوه لاسته راوړنه” او “یو بدلون” وباله.

د غزې د چارواکو د څرګندونو له مخې: که دا هوکړه بریالۍ شي؛ نو دا به هغه جګړه پای ته ورسوي، چې د غزې ډېره برخه یې ویجاړه کړې، له ۴۶ زره څخه ډېر خلک یې وژلي او د سیمې د ۲ اعشاریه ۳ میلیون نفوس ډېره برخه یې بې ځایه کړې ده.

دا کار کولی شي په ټول منځني ختیځ کې تاوتریخوالی راکم کړي؛ هلته، چې جګړې د اسرائیلو تر اشغال لاندې په لویدیځه غاړه، لبنان، سوریه، یمن او عراق کې شخړې ته لمن وهلې او د اسرائیلو او ایران ترمنځ د بشپړې جګړې اندېښنې یې راپورته کړې دي.

په غزه کې ټولټال ۹۸ یرغمل پاتې دي.

د تړون په لومړي پړاو کې به ۳۳ بندیان خوشې شي، چې ښځې، ماشومان او له ۵۰ کلونو څخه پورته عمر لرونکي نرینه په کې دي. د اوربند په لومړي پړاو کې به دوه امریکايي یرغمل شوي کسان؛ کیټ سیګل او ساګي ډیکل چن د هغو یرغمل شویو کسانو په ډله کې دي، چې خوشې شي.

د تړون د دوه‌یم پړاو د پلي کولو لپاره خبرې اترې به له لومړي پړاو څخه تر شپاړسمې ورځې پورې روانې وي او تمه ده، چې په دې پړاو کې به ټول پاتې یرغمل شوي کسان خوشې شي، دایمي اوربند او له غزې څخه د اسرائیلي ځواکونه بشپړ ووځي.

په درېیم پړاو کې د ټولو پاتې مړو بېرته راستنېدل او د مصر، قطر او ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې د غزې بیارغونه پیل شي.

اسرائیلو پر غزه خپل بریدونه له هغې وروسته پیل کړل، چې د حماس پر مشرۍ وسلوالو د ۲۰۲۳ کال د اوکټوبر پر اوومه پر اسرائیلو په برید کې ۱۲۰۰ کسان ووژل او له ۲۵۰ څخه ډېر نور یې یرغمل کړل.

تازه خبرونه

چینایي او ایراني چارواکو د افغانستان په اړه وکتل

د افغانستان لپاره د چین بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي یو شیایونګ په تهران کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي چارو له مرستیال سره وکتل او د افغانستان اړوند مسلو او ګډو اندېښنو په اړه یې خبرې وکړې.

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یو شیاونګ د ایران د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال مجید تخت روانچي سره وکتل.

د افغانستان لپاره د چین بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي یو شیایونګ په تهران کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي چارو له مرستیال سره وکتل او د افغانستان اړوند مسلو او ګډو اندېښنو په اړه یې خبرې وکړې.

په دې کتنه کې دواړو خواوو ټینګار وکړ، چې ټول ګاونډ هېوادونه او سیمه باید د یو سوله‌ییز، باثباته او پرمختللي افغانستان لپاره همکاري وکړي.

د افغانستان لپاره د چین بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دواړو خواوو هوکړه وکړه، چې په افغانستان کې د سولې، ثبات او پرمختګ لپاره له ټولو ګاونډ هېوادونو او سیمې سره همکاري وکړي.

یو شیائویونګ وایي: “په تهران کې د تېرې اوونۍ غونډه ډېره ښه وه؛ زمونږ خبرې ډېرې ښې وې او دواړه خواوې چمتو دي، چې د افغانستان د بیارغونې لپاره له یو بل سره ګډ کار روان وساتي.”

یو شیاویونګ له دې مخکې پاکستان او قطر ته سفرونه کړي دي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي پر ترتیب د دغو درې هېوادونو له چارواکو سره ولیدل او د افغانستان اړوند مسلو په اړه یې نظرونه تبادله کړل.

یو شیاویونګ هم قطر ته د خپل سفر پر مهال په دوحه کې د اسلامي امارت له سفیر سهیل شاهین سره ولیدل.

د سیاسي چارو شنونکي پدې باور دي، چې چین د افغانستان له ګاونډ هېوادونو او اسلامي امارت سره د نږدې اړیکو پر جوړولو په افغانستان کې د ثبات، اقتصادي پراختیا او سیمه‌ییزې همکارۍ د پیاوړتیا په لټه کې دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د بیات بنیاد د خوراکي توکو د وېش لړۍ غزني ولایت ته ورسېده

د دې بنیاد چارواکي وايي؛ دا مرسته د یوې پراخې سروې له ترسره کولو وروسته هغو کسانو ته ووېشل شوه، چې مستحق ول.

Published

on

(Last Updated On: )

بیات بنیاد د روژې د مناسبتي مرستو په لړ کې د غزني ولایت لسګونو اړمنو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل.

د دې بنیاد چارواکي وايي؛ دا مرسته د یوې پراخې سروې له ترسره کولو وروسته هغو کسانو ته ووېشل شوه، چې مستحق ول.

دغه راز هغه کورنۍ، چې دا مرستې یې ترلاسه کړي؛ له نورو خیریه بنسټونو څخه هم غوښتنه کوي، چې په دې سختو شرایطو کې له اړمنو کسانو سره مرسته وکړي.

د مرستو په دې کڅوړو کې اوړه، وريجې او غوړي شته.

بیات بنسټ په تېرو وختونو کې د غزني ولایت له اړمنو اوسیدونکو سره د پام وړ مرستې کړې دي.

د یادونې ده، چې بیات بنیاد د هېواد په ځینو نورو ولایتونو کې د څښاک د پاکو اوبو په برابرولو، د جوماتونو، روغتیایي مرکزونو او ښوونځیو په جوړولو کې د پام وړ مرستې کړې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د پاکستان استازي افغانستان ته په درې ورځني سفر کې پر دوه اړخیزو همکاریو ټینګار کړی

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د دې سفر په پایله کې د اداري اړیکو مهالوېش هم بشپړ شو او هوکړه وشوه، چې د ګډې همغږۍ کمیټې (JCC) غونډه به د اپریل له پېنځلسمې  مخکې ترسره شي.

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق کابل ته خپل درې ورځنی سفر پای ته رسولی او د اسلامي امارت له یو شمېر چارواکو سره یې د سوداګرۍ، دوه اړخیزو اړیکو، سیمهییز اتصال او د امنیت په ګډون پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړې دي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د دې سفر په پایله کې د اداري اړیکو مهالوېش هم بشپړ شو او هوکړه وشوه، چې د ګډې همغږۍ کمیټې (JCC) غونډه به د اپریل له پېنځلسمې  مخکې ترسره شي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند د څرګندونو له مخې؛ په دې سفر کې صادق د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له چارسمبالي(سرپرست) امیر خان متقي سره ولیدل او د دواړو خواوو ترمنځ د متقابلو ګټو، سولې او امنیت، سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو په اړه یې نظرونه وړاندې کړل.

صادق خان له افغانستان سره د دوامداره اړیکو لپاره د پاکستان ژمنه بیا تکرار کړه او د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره یې د پاتې مسلو د حل کولو پر اهمیت ټینګار وکړ.

دواړو خواوو هوکړه وکړه، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د ودې لپاره د لوړې کچې تعاملات او بحثونه زیات کړي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ وزیران به له کوچني اختر څخه مخکې د خبرو اترو لپاره سره وګوري.

ټاکل شوې، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارسمبالی نورالدین عزیزي به له کوچني اختر وروسته د سوداګرۍ اړوند مسلو د حل لپاره پاکستان ته سفر وکړي.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې صادق به په کابل کې له ملکي او پوځي چارواکو سره یوځای د JCC په غونډه کې ګډون وکړي.

صادق د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزرارت له چارسمبالي نورالدین عزیزي سره هم لیدلي دي.چیرې دواړو خواوو د دوه اړخیزې سوداګرۍ، اقتصادي اړیکو او د سوداګریزو دهلیزونو او سیمه‌ییز اتصال په برخه کې د همکارۍ په اړه خبرې کړې دي.

د پاکستان استازي د دواړو هېوادونو د ګټې لپاره د سیمه‌ییزې سوداګرۍ او ټرانزیټ لارو له ظرفیت څخه په بشپړه توګه د ګټې اخیستنې پر اړتیا ټینګار وکړ.

ځايي پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې پاکستان ته له راستنېدو سره سم صدیق د لومړي وزیر مرستیال اسحاق ډار ته له افغان چارواکو سره د خپلو غونډو په اړه معلومات ورکړل او د دوه اړخیزو اړیکو او سیمه‌ییزې همکارۍ پر پایلو او پرمختګ یې ټینګار وکړ.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!