سوداگري
اسلامي امارت د کانونو له سکتوره ۹ میلیارد افغانۍ عاید لري

د کانونو او پترولیم وزارت مسوولینو ويلي، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ را ورو سته یوا زې د کانونو له سکتوره نږدې نهه میلیارډ افغانۍ عواید راټول کړی.
د افغانستان د کانونو او پطرولیم وزارت مسوولینو څرګنده کړې؛ د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د ټول هېواد په کچه د کانونو له ناقانونه استخراج او قاچاق د مخنیوي مخه نیول شوې او هیچا ته د دې اجازه نه ورکول کیږي، چې د هېواد د کانونو په سکتور کې خپلسري وکړي.
د کانونو او پترو لیم وزارت مسوولین وايي؛ په تېرو نهه میاشتو کې نږدې نهه میلیارډ افغانیو پر ارزښت عواید راټول شوی دي.
د کانونو وزارت د مسوولینو د څرګندونو له مخې؛ ورځ تر ورځ تر بلي د هېواد په کانونو کې د پانګونې بهیر د پراختیا په حال کې دی.
د خصوصي سکتور غړي هم وايي، چې د هېواد د کانونو په سکتور کې د پانګونې د جذب لوړ ظرفیت شته او باید پدې اړه آسا نتیا وي نورې هم رامنځته شي.
د کانونو او پترولیم وزارت ویاند عصمت الله برهان وایي: په ټول هېواد کې د کانونو ناقانونه استخراج بند شوی. اوس د کانونو د استخراج په برخه کې قانوني پانګونه د تېرو حکومتونو په پرتله څو برابره زیاته شوې، چې ورسره زمونږ عواید هم نږدې ۹ میلیارد افغانیو ته لوړ شوي دي.
د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې مسوولین هم وايي؛ هڅه کوي، چې له بهرنیو شرکتونو سره په ګډه د هېواد د کانونو په سکتور کې د پانګونې بهیر پیل کړي.
د خصوصي سکتور غړي پدې باور دې، چې د کانونو په سکتور کې پانګونه کولی شي هېواد له اقتصادي بحران څخه راوباسي.
د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې مشر شیر باز کمین زاده وایي: د کانونو وزارت په خورا روڼتیا د هېواد د کانونو د کېندې په بهیر کې د پانګونې لړۍ جاري ساتې. افغان پانګوال هم له بهرنیو پانګوالو سره په ګډه د هېواد په کانونو کې د پانګونې ګډ بهیر پیلوي.
د اقتصادي چارو کارپوهان هم د افغان او بهرنیو پانګوالو د ګډو پانګونو د پیل بهیر د هېواد د کانونو د منظم استخراج لپاره مهم بولي او وایي، چې د ګډې پانګونې د ناکامۍ خطر هم تر ډېره بریده راټیټ وي.