تازه خبرونه

اسلامي امارت د ښځو د ستونزو پر حل کولو ټینګار څرګند کړ

Published

on

(Last Updated On: )

اسلامي امارت د افغان ښځو او نجونو د اوسني وضعیت په اړه د اندېښنې له څرګندولو سره همهاله ویلي، چې په هېواد کې د ښځو د ستونزو د اواري لپاره ژمن دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د مارچ پر اتمه د ښځو د پیوستون د نړیوالې ورځې په مناسبت په ډاګه کړې، چې افغان میرمنو په هېواد کې د اوږدو جګړو پر مهال ډېر زیانونه لیدلي دي.

دغه وزارت په یوه بیان کې ویلي؛ اوږدې جګړې ښځې ډېرې زیانمنې کړي؛ حکومت ژمن دی، چې افغان میرمنو ته د اسلام د سپیڅلي دین او د ملي منل شويو دودونو په رڼا کې د پتمن او ګټور ژوندانه آسانتیاوې برابرې کړي.

یادې سرچینې څرګنده کړې؛ د ښځو نړیواله ورځ یو ښه فرصت دی، چې افغان میرمنې په کې د خپلو مشروع حقوقو غوښتنه وکړي. مونږ د خپلو افغان میرمنو له حقوقو ساتنه او دفاع کوو.

د ښځو د پیوستون له نړیوالې ورځې سره سم، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) او د بښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې د ښځو پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړې ده.

یوناما د سې شنبې پر ورځ د کب ۱۷ / د مارچ اتمه د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه بیان کې ویلي، چې ملګري ملتونه د هغو افغان ښځو او نجونو تر څنګ ولاړ دي، چې د جنسیتي نابرابرۍ او تبعیض سره مخ دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ډیبرا لاینز ویلي: هغه څه، چې مونږ یې نن په افغانستان کې شاهدان یو، یو ویجاړونکی بحران دی. په افغانستان کې هرڅوک له اوسني بحران څخه اغېزمن شوي؛ خو د ښځو او نجونو وضعیت د اندېښنې وړ دی، چې حقونه او فرصتونه یې له ننګونې سره مخ شوي دي.

هغې زیاته کړې؛ افغان ښځې او نجونې باید له تعلیم، لوړو زدکړو او کارموندنې برخمنې شي او د مساوي فرصتونو د پراختیا لپاره یې ډېر څه ته اړتیا ده.

هغه وایي؛ افغان ښځو او نجونو ته باید دا فرصت ورکړ شي، چې د افغانستان د راتلونکي په جوړولو کې فعاله ونډه واخلي، چې هېواد له سولې او ثبات بې برخې پاتې نشي.

دغه راز د بخښنې نړیوالې ټولنې ویلي، چې افغان ښځې او نجونې دمګړۍ نشي کولی له خپلو بشپړو بشري حقونو برخمنې شي.

دوی له نړیوالې ټولنې څخه د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ غوښتنه کړې او څرګندوي؛ اسلامي امارت د خپلو پالیسیو له لارې په هېواد کې د ښځو د بیان او حرکت آزادي سخته محدوده کړې.

Trending

Exit mobile version