Connect with us

تازه خبرونه

اسلامي امارت د پخواني حکومت د اړوند کسانو د وژلو او ځورولو په اړه د یوناما راپور رد کړ

خپور شوی

د

(Last Updated On: )

په کابل کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما په یوه راپور کې ادعا کړې، چې د واکمنو له‌خوا د پخواني نظام د اړوند چارواکو او ځواکونو پر وړاندې له بشري حقونو څخه د ښکاره سرغړونو سلګونه قضیې ثبت شوې دي.

یوناما ادعا کړې، چې د ۲۰۲۱ ز. کال د اګست له ۱۵ څخه د ۲۰۲۳ ز. کال د جون تر ۳۰ پورې یې د وژنو، خپلسرو نیونو، ځورونو، ناوړه چلند او له پخواني حکومت سره د تړلیو کسانو او ځواکونو د ورکېدو اته سوه پېښې ثبت کړې دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشرې فیونا فریزر ویلي: د ۲۰۲۱ ز. کال له اګست وروسته نویو واکمنانو عمومي بښنه اعلان کړه؛ خو یوناما د قتل، خپلسرو نیولو، ځورونو، ناوړه چلند او ورکېدو اته سوه پېښې ثبت کړې دي. مونږ له واکمنو چارواکو څخه غوښتنه کړې، چې د بشري حقونو د نړیوال قانون له مخې د بشري حقونو د نورو زیاتو سرغړونو په مخنیوي او د عاملینو په محاکمه کولو سره خپل مکلفیتونه او مسوولیتونه مراعات کړي.

دا راپور په کابل او نورو ولایتونو کې له سلګونو هغو کسانو سره د مرکو له لارې مستند شوی، چې په دې موده کې یې د کورنۍ غړي له لاسه ورکړي دي.

پر وژلو سربېره، وهل ټکول، لفظي ګواښونه او د تېر حکومت له غړیو سره ناوړه چلند هغه پېښې دي، چې په دې راپور کې پرې بحث شوی دی.

یوناما له واکمنو چارواکو غوښتي، چې د بخښنې شرایط روښانه کړي او د بشري حقونو د سرغړونو د ادعاوو په اړه د باور وړ څېړنې ترسره کړي.

د یوناما مشرې روزا اوتونبایوا وایي: په داسې حال کې، چې د ۲۰۲۱ ز.کال په اګست کې د طالبانو (اسلامي امارت) لخوا د عمومي بښنې اعلان یو ښه ګام و؛ خو اوس هم په بشپړه توګه  پلی شوی نه‌دی او د بشري حقونو د سرغړونکیو لپاره معافیت شتون لري. واکمن چارواکي باید د بښنې لپاره رښتینې ژمنتیا وښيي. دا په افغانستان کې د عدالت، پخلاینې او تلپاتې سولې لپاره د رښتیني لید د یقیني کولو لپاره یو مهم ګام دی.

یوناما په دغه راپور کې ویلي، چې د دغو پېښو د عاملینو د څېړلو او ځواب ویلو لپاره په افغانستان کې د واکمنو چارواکو هڅې محدودې شوې دي.

اسلامي امارت دغه راپور رد کړی او ویلي یې دي، چې د عمومي بښنې حکم په ټولیزه توګه پلی دی.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي؛ د غچ اخیستنې پېښې، چې شمېر یې کم دی د اسلامي امارت د اړوند ارګانونو له لوري په جدي توګه څېړل شوې دي.

هغه وایي: له بده مرغه د ملګرو ملتونو ځينې څانګې د دې پر ځاى، چې په افغانستان کې رښتیني واقعيتونه درک کړي او مثبت پرمختګونه وويني؛ تل د منفي ټکو په لټه کې وي او تبليغات کوي، چې لومړى د هغوى اعتبار ته زيان رسوي.

له دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو، د سیمې او نړۍ د هېوادونو له بشري حقونو څخه د سرغړونو په اړه ورته اندېښنې راپورته شوې؛ خو اسلامي امارت وايي، چې د بښنې حکم ته ژمن دي او بشري حقونه خوندي دي.

تازه خبرونه

افغانستان له آمو سیند څخه خپله برخه اوبو ترلاسه کوي – ازبکستان

د ازبکستان د اوبو سرچینو وزیر ویلي، چې افغانستان د آمو سیند  اوبو ته د لاسرسي مشروع حق لري او د خپل هېواد له خلکو یې وغوښتل، چې د اوازو یا ناسمو معلوماتو تر اغېز لاندې را نشي.

Published

on

(Last Updated On: )

د ازبکستان چارواکو ويلي، چې افغانستان د آمو سیند له اوبو څخه خپله برخه ترلاسه کوي او تاشکند په دې برخه کې  له کابل سره کومه ستونزه نلري.

د ازبکستان د اوبو سرچینو وزیر ویلي، چې افغانستان د آمو سیند  اوبو ته د لاسرسي مشروع حق لري او د خپل هېواد له خلکو یې وغوښتل، چې د اوازو یا ناسمو معلوماتو تر اغېز لاندې را نشي.

د قوش تېپې کانال،  چې پیل یې تر یوې اندازې پورې سیمه‌ییز حساسیتونه راپارولي دي.

د ازبکستان ولسمشر یو ځل ویلي وه، چې د آمو سیند د اوبو په اړه باید خبرې اترې وشي.

هغه وخت د اسلامي امارت چارواکو وویل، چې دوی د آمو سیند په اړه له هیڅ هېواد سره هیڅ تړون نلري او د خبرو اترو اړتیا هم نشته.

اوس ازبکستاني چارواکي دې باور ته رسیدلي، چې افغانستان به د قوشتېپې کانال پر جوړولو له سیند څخه خپله برخه ترلاسه کړي او د تاوتریخوالي لپاره هیڅ ځای نشته.

د ازبکستان د اوبو سرچینو وزیر شوکت خمرایوف وایي: “افغانان زمونږ ګاونډیان او خپلوان دي؛ دوی حق لري، چې له آمو سیند څخه اوبه تر لاسه کړي. آیا مونږ باید وسله پورته کړو او جګړه وکړو؟ نه! مونږ ښې اړیکې جوړوو.”

د اوبو څېړونکي وایي؛ د آمو سیند د هېواد په شمال کې د اوبو له مهمو سرچینو څخه دی او تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان له کلونو راپدېخوا ترې ګټه اخلي؛ خو افغانستان په جګړو کې د ښکېلتیا له کبله کلونه کلونه له دې اوبو څخه ګټه نده اخیستې او اوس اسلامي امارت غواړي د قوشتېپې کانال پر بشپړولو خپله برخه اوبه راوګرځوي.

کارپوهانو ويلي، چې د کانال پر بشپړېدو او په کې له پانګونې سره به افغانستان لږ تر لږه د غنمو په تولید کې پر ځان‌بسیا شي.

ویل کیږي، چې د قوش تیپې کانال له ۲۸۰ کیلومټرو څخه ډېر اوږد دی او په بلخ، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې به ۱.۲ میلیون هکتاره ځمکه خړوبه کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

قطر په کندهار کې یو ۴۰۰ بستریز روغتون جوړوي

د عامې روغتیا وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ په کابل کې د قطر سفارت شارژدافیر په بېلابېلو روغتیايي برخو کې د خپل هېواد له همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

Published

on

(Last Updated On: )

د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي(سرپرست) د افغانستان لپاره د قطر له شارژدافیر مردف القاشوطي سره وکتل.

د عامې روغتیا وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ په کابل کې د قطر سفارت شارژدافیر په بېلابېلو روغتیايي برخو کې د خپل هېواد له همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

د عامې روغتیا وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې غونډه کې د روغتونونو لپاره د تجهیزاتو د برابرولو، په کندهار کې د ۴۰۰ بستریز روغتون د جوړولو او د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په اړه بحث او خبرې وشوې.

د ۲۰۲۳ کال د نومبر په لومړیو کې د عامې روغتیا وزارت اعلان وکړ؛ قطر پلان لري، چې د کندهار ولایت خلکو ته یو ۴۰۰ بستریز روغتون جوړ کړي. همدارنګه د ۲۰۲۳ کال په سپټمبر کې راپورونه خپاره شول، چې د قطر خیریه بنسټ د روغتون جوړولو ژمنه کړې ده؛ خو تر اوسه پورې قطر په حقیقت کې د جوړولو کار ندی پیل کړی.

دا په داسې حال کې ده، چې نړیوالو روغتیايي ادارو ویلي؛ د افغانستان روغتیا سیسټم نشي کولی د نړیوالو ټولنو له مرستې پرته په سمه توګه فعالیت وکړي او د دې وړتیا نلري، چې په یوازې ځان له پولیو او نري رنځ سره مبارزه وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په کابل کې د یوناما مشرې له امیرخان متقي سره د یو لړ نړیوالو ناستو په اړه خبرې وکړې

د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس ضیا احمد تکل ويلي، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشرې د بهرنیو چارو وزارت له چارسمبالي(سرپرست) امیر خان متقي سره په کابل کې د نشه‌يي توکو پروړاندې د مبارزې، د خصوصي سکټور د پیاوړتیا او د بانکدارۍ ستونزو د حل لپاره د یوناما د هڅو په اړه خبرې وکړې.

Published

on

(Last Updated On: )

د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ روزا اوتونبایوا امیر خان متقي ته په امنیت شورا کې د خپلې وینا، د یوناما د ماموریت غځولو او په نیویارک او ویانا کې د غونډو په اړه معلومات ورکړل.

د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس ضیا احمد تکل ويلي، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشرې د بهرنیو چارو وزارت له چارسمبالي(سرپرست) امیر خان متقي سره په کابل کې د نشه‌يي توکو پروړاندې د مبارزې، د خصوصي سکټور د پیاوړتیا او د بانکدارۍ ستونزو د حل لپاره د یوناما د هڅو په اړه خبرې وکړې.

دغه راز نوموړي زیاته کړې، چې امیر خان متقي د اسلامي امارت دریځ ته د درناوي په صورت کې د ملګرو ملتونو له ټولو نوښتونو سره د همکارۍ پر اړتیا ټینګار کړی دی.

دا غونډه وروسته له هغه کېږي، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په دې وروستیو کې په افغانستان کې د یوناما ماموریت د یو بل کال لپاره وغځاوه.

د یوناما د ماموریت له غځولو مخکې اسلامي امارت د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو منفي راپورونو یادونه کړې او څرګنده کړې یې ده، چې یوناما په تېر کال کې خپل اصلي اهداف ندي تعقیب کړي او فعالیتونه یې د افغانستان لپاره اغېزمن نه ول.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!