تازه خبرونه
اسلامي امارت د نړۍ له ټولو دولتونو سره د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا غواړي

د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د ترکیې له سفیر جهاد ارګینای سره په کتنه کې څرګنده کړې، چې اسلامي امارت د نړۍ له ټولو دولتونو سره د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو پراختیا غواړي.
د حنفي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د ترکیې حکومت د اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو د پراختیا لپاره جدي هڅې کوي.
هغه زیاته کړې، د هغه هېواد سوداګر او پانګوال جدي هیله لري، چې په افغانستان کې د صنعت او سوداګرۍ په برخو په ځانګړې توګه د کانونو په برخه کې پانګونه وکړي.
د ترکیې سفیر جهاد ارګینای ویلي، چې د ترکیې حکومت او خلک به د فبرورۍ د میاشتې د زلزلې له کبله له رامنځته شویو ستونزو سره سره د افغانستان خلکو ته مرستې روانې وساتي.
هغه ویلي؛ د هېواد سوداګر او پانګوال یې د افغانستان د صنعت، سوداګرۍ او کانونو په برخو کې پانګونې ته لیواله دي.
عبدالسلام حنفي زیاته کړې، چې د افغانستان اسلامي امارت له ټولو دولتونو سره د اړیکو پراختیا غواړي او د اړیکو له پراختیا هرکلي کوي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په هېواد کې د هر ډول پانګونې لپاره زمینه برابره شوې او اسلامي امارت په افغانستان کې د بهرنیو پانګو په ځانګړي ډول له ترکي سوداګرو او پانګوالو ملاتړ کوي.
تازه خبرونه
اسلامي امارت د مسکو په اړه مثبت نظر لري – روسيه
اورچوک ټینګار کړی، چې د روسیې د لوی څارنوال دفتر د هېواد د منع شویو ډلو له نوملړ څخه د اسلامي امارت د لرې کولو په لټه کې دی.

د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اورچوک ويلي، چې اسلامي امارت د روسیې په اړه مثبت نظر لري.
نوموړي ویلي، چې له موجوده ننګونو سره- سره روسیه له افغانستان سره د ژورې اړیکې لپاره فرصت ویني.
د روسيې دې چارواکي ایزویستیا ورځپاڼې ته ویلي، چې د افغانستان واکمنان د روسیې په اړه مثبت چلند لري او د اقتصادي اړیکو پراختیا ته ډېره لېوالتیا لري.
هغه زیاته کړې، چې د هېواد د منع شویو ډلو له نوملړ څخه د اسلامي امارت لرې کول به د افغانستان له اقتصادي ظرفیت څخه د ګټې اخیستنې لپاره یو فرصت دی.
هغه وایي: “افغانستان ډېرې ستونزې لري؛ خو دا وړتیا هم لري، چې زمونږ په تمه دي. مونږ له افغانانو سره اړیکې لرلي. دوی غواړي پرمختګ وکړي او په سوله کې ژوند وکړي. دوی د روسیې په اړه مثبت نظر لري او د اقتصادي اړیکو پراختیا ته ډېره لېوالتیا لري. سربېره پر دې که د منع شویو ډلو له نوملړه څخه د طالبانو د ایستلو پرېکړه وشي؛ نو له دې هېواد سره به د اړیکو لپاره غوره فرصتونه پرانستل شي.”
اورچوک ټینګار کړی، چې د روسیې د لوی څارنوال دفتر د هېواد د منع شویو ډلو له نوملړ څخه د اسلامي امارت د لرې کولو په لټه کې دی.
له دې مخکې اسلامي امارت له روسیې سره د ډیپلوماټیکو اړیکو د ښهوالي په برخه کې له پرمختګ هرکلی کړی او د نږدې اړیکو غوښتنه یې کړې وه.
مخکې له دې د افغانستان لپاره د روسیې استازي ضمیر کابلوف اعلان کړی و، چې مسکو غواړي د ۲۰۲۵ کال په پسرلي کې د روسیې او افغانستان ترمنځ دوه اړخیزه کاري ډله جوړه کړي.
کابلوف ویلي وه، چې دا ډله به د اقتصادي همکاریو د بین الحکومتي کمیسیون ځای ونیسي؛ ځکه، چې اسلامي امارت لا تر اوسه پر رسمیت پېژندل شوی ندی.
تازه خبرونه
یوناما په افغانستان کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د پایلو په اړه خپل راپورخپور کړ
یوناما ویلي، چې اسلامي امارت د دې قانون د پلي کولو د ملاتړ لپاره په ۲۸ ولایتونو کې د والیانو پر مشرۍ اجرائیوي کمیټې جوړې کړې دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د پایلو په اړه په یوه راپور کې لیکلي؛ د دې قانون پر بنسټ د اسلامي امارت محتسبان پراخ واکونه لري.”
یوناما ویلي، چې اسلامي امارت د دې قانون د پلي کولو د ملاتړ لپاره په ۲۸ ولایتونو کې د والیانو پر مشرۍ اجرائیوي کمیټې جوړې کړې دي.
د دغه راپور له مخې، دا کمیټې د امربالمعروف وزارت د زرګونو محتسبانو هڅې بشپړوي، چې ډېری یې نرینه دي.
د یوناما په راپور کې دا هم راغلي، چې په ټول افغانستان کې نرینه، ښځې، اقلیتونه او ځوانان د امربامعروف قانون د پلي کولو له کبله پر بېلابېلو درجو اغېزمن شوي دي.
دې بنسټ زیاته کړې، چې له محرم پرته پر سفر د بندیز له کبله روغتیایی خدماتو ته د ښځو لاسرسی نور هم محدود شوی دی.
یو شمېر ښځینه روغتیايي کارکوونکو یوناما ته ویل؛ دوی ته اجازه نه ورکول کیږي، چې خپلو کاري ځایونو ته ننوځي؛ ځکه، چې محرم نلري.
د یوناما دا راپور د ۲۰۲۴ کال د اګست له یوویشتمې څخه د ۲۰۲۵ کال د مارچ تر یودېرشمې پورې د امربالمعروف او نهی عن امنکر د قانون د پلي کېدا پر څرنګوالي او پایلو بیاکتنه ده.
د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د دې راپور په غبرګون کې ویلي، چې دا وزارت په ټولو ولایتونو کې زرګونه ښځې له جبري ودونو ژغورلي او ورسره یې مرسته کړې ده.
دې وزارت زیاته کړې، چې د ناغوښتل شویو دودونو او ودونو د له منځه وړلو لپاره یې د سرغړونو مخه هم نیولې ده.
د دې وزارت د څرګندونو له مخې؛ یو شمېر غرضي کړیو په دې اړه د اسلامي امارت ټولې لاسته راوړنې له پامه غورځولي او غواړي د خپلو شومو موخو د ترلاسه کولو لپاره د خلکو ذهنیتونه مغشوش کړي.
تازه خبرونه
د افغانستان د همغږۍ ډلې غونډه د ترکیې پر کوربتوب جوړه شوه
په کابل کې د ترکیې سفارت چارواکو نن سهار (پنجشنبه د وري یوویشتمه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د افغانستان د همغږۍ ډلې (ACG) غونډه پرون په استانبول کې وشوه او نن به هم روانه وي.

په کابل کې د ترکیې سفارت څرګنده کړې، چې د افغانستان د همغږۍ ډلې د دوهیمې ورځې غونډه هم د مرستندویه هېوادونو په ګډون په استانبول کې جوړه شوه.
په کابل کې د ترکیې سفارت چارواکو نن سهار (پنجشنبه د وري یوویشتمه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د افغانستان د همغږۍ ډلې (ACG) غونډه پرون په استانبول کې وشوه او نن به هم روانه وي.
په خبرپاڼه کې راغلي؛ په دې غونډه کې به د افغانستان لپاره د نړیوالې ټولنې د لومړیتوبونو او پلانونو په اړه بحث وشي، چې د هېوادونو د نوښتونو او پروژو ترمنځ د همغږۍ د ډاډمنولو له پلوه اړین دی.
د یادونې ده، چې یوناما له دې مخکې د غونډې له ګډونوالو وغوښتل، چې د افغانانو لپاره حیاتي ملاتړ روان وساتي.
-
تازه خبرونه3 days ago
پاکستان له اسلامي امارت سره د توافقاتو د له منځه وړلو ګواښ وکړ
-
تازه خبرونه3 days ago
ایټالیا ۷۰۰ افغانانو ته پناه ورکوي
-
تازه خبرونه5 days ago
د اختر په ۳ ورځو کې ۱۲ زره ۲۱ سیلانیانو بلخ ته سفر وکړ
-
تازه خبرونه3 days ago
نړۍ باید افغانستان هېر نکړي – د ازبکستان ولسمشر
-
لوبی2 days ago
د افغانستان له ۱۹ کلنو ټیټ عمره کرکټ لوبډلې د نیپال پر وړاندې د ۵۰ آوریزو لوبو لړۍ وګټله
-
تازه خبرونه3 days ago
ټرمپ له افغانستان سره د خپلو مرستو د بندولو غوښتنه وکړه
-
سوداگري4 days ago
په هېواد کې د برښنا صندقونو د ساتنې او څارنې لپاره ځانګړی فیس وضع شو
-
لوبی3 days ago
د افغانستان فوټبال ملي لوبډله په مراکش کې لوبې کوي