تازه خبرونه

اسلامي امارت د قره باغ په شخړه کې له آذربایجان ملاتړ څرګند کړ

Published

on

(Last Updated On: )

  د افغانستان اسلامي امارت ویاند ویلي، چې اسلامي امارت د آذربایجان او ارمنستان ترمنځ د قره باغ په سرحدي شخړه کې له آذربایجان ملاتړ کوي.

د آذربایجان د ترند خبري اژانس د راپور له مخې؛ ذبیح الله مجاهد د آذربایجان له دولتي تلویزیون سره په مرکه کې ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت د ځمکني بشپړتیا په مسئله کې له آذربایجان ملاتړ کوي.

هغه ویلي؛ لومړی زه غواړم ووایم، چې مونږ تل د ټولو هېوادونو له سرحدونو او ځمکني بشپړتیا درناوی او دفاع کړې ده. لکه څنګه، چې تاسې پوهیږئ د افغانستان د ځمکني بشپړتیا مسله ډېره مهمه ده. دغسې زما پر اند د آذربایجان لپاره هم سرحدي موصوع پر همدې کچه اهمیت لري.

په دې مرکه کې د اسلامي امارت ویاند دا هم ویلي؛ اسلامي امارت چمتو دی، چې آذربایجان په کابل کې  سفارتي هڅې پیل کړي.

هغه وایي: مونږ په افغانستان کې د آذربايجان سفارت پرانستلو ته سل په سلو کې چمتو يوو. مونږ چمتو یوو، چې زمینه برابره او ورته مناسب کار وکړو. مونږ هم غواړو، چې په آذربایجان کې خپل استازي ولرو.

Trending

Exit mobile version