تازه خبرونه
اسلامي امارت د جوبایدن پدې خبرې، چې افغانستان د خدای پریښودل شوی ځای دی؛ نیوکه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت ویاند د امریکا پر ولسمشر جوبایدن نیوکه کړې، چې افغانستان یې د خدای پریښودل شوی ځای نومولی او وایي، چې له هر ډول بهرني ملاتړ پرته به د دغه هېواد بیارغونه وکړي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د شنبې پر ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته څرګنده کړه: هغه کسان، چې دا ډول څرګندونې کوي، له افغانستان ناهیلي شوي او خپلې عقدې منفي څرګندونو ته اړ کړي دي.
د افغانستان په اړه د جوباید وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: زه نه پوهیږم، چې ده (جوبایدن ) دا خبرې پر کوم بنسټ کړي؛ خو افغانانو خپل ژوند روان ساتلی؛ د امریکا او نورو هېوادونو همکارۍ ته اړتیا نشته.
ذبیح الله مجاهد په ډاګه کړه: د امریکا همکارۍ او د نورو هېوادونو مرستې ته اړتیا نشته. که دوی له قانوني لارو او قانوني خواوو له مونږ سره اړیکه ونیسي؛ مونږ به یې تعامل ته مثبت ځواب ووایو، خو که دوی د خندا وړ او عقدوي خبرې کوي، دا د دوی خپله اندېښنه او خوښه ده.
ذبیح الله مجاهد وایي: افغانان، چې په کوم حالت کې دي؛ دا روان ساتي او ان شاالله افغانان به خپل وطن پخپله آبادوي.
په کلیفورنیا کې د جمعې پر ورځ د تجربه لرونکیو سرتېرو د ستاینې پر مهال د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي؛ افغانستان د خدای پریښودل شوی ځای دی.
بایدن ویلي: تاسې ډېري افغانستان ته تللي یاست؛ زه د خدای دې هیرې کړې برخې ته تللی یم. دا د خدای لخوا پریښودل شوی ځای دی – دا خدای لخوا پریښودل شوی ځای دی.
بایدن د ۲۰۲۱ ز. کال په اګست کې، چې په کابل کې هم حکومت سقوط وکړ او امریکايي ځواکونه له خپلو متحدینو او ناتو سره راټول شول او له دوه لسیزو جګړو وروسته نیمه شپه ووتل.
د افغانستان اسلامي امارت یو ځل بیا په کابل کې واک ته ورسید؛ خو امریکا او نورو لویدیځو شریکانو یې له نوي حکومت سره مالي او اقتصادي مرستې وځنډولې او پر اسلامي امارت یې بندیزونه ولګول او د افغانستان پر میلیاردونو دالره بهرنۍ پانګه یې هم کنګل کړه.