تازه خبرونه

اسلامي امارت د تعامل او متقابل احترام پر بنسټ له نړۍ سره ښې اړیکې غواړي

Published

on

(Last Updated On: )

د ریاست الوزراء اداري مرستيال عبدالسلام حنفي پرون (دوشنبه د وري دیارلسمه) د بهرنيو چارو په وزارت کې د بېلابېلو هېوادونو د سفيرانو او استازو په ګډون د روژه‌ماتي پر مهال ویلي؛ اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د تعامل او متقابل احترام پر بنسټ ښې اړیکې غواړي.

د روژه‌ماتي په دې میلمستیا کې عبدالسلام حنفي د بېلابېلو هېوادونو د سفارتونو مسوولینو، استازو، ډیپلوماټانو او د یوناما مسوولینو ته د ښه راغلاست او د دوی د هڅو د ستاینې تر څنګ وویل: اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د تعامل او متقابل احترام پر بنسټ د ښو اړیکو غوښتونکی دی.

نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي امارت په غزه کې د صهیونیسټانو ( اسرائیلو ) وحشیانه بریدونه او د فلسطین د خلکو ټولوژنه له هر اړخه غندي او دغه بریدونه، چې نه یوازې په غزه کې د ټولو بشري او نړیوالو اصولو خلاف دي، بلکې ټول نړیوال اصول او مقررات هم تر پوښتنې لاندې راولي.

هغه څرګنده کړې: په افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته بشپړ امنیت خوندي شوی، د نشه‌یي توکو کښت، قاچاق، سوداګري او کارول منع شوي، اداري فساد پای ته رسیدلی، د مطبوعاتو فعالیتونه روان دي، پر نشه‌يي توکو روږدي کسان راټول او درملنه یې شوې او په دې وروستیو کې له یو میلیون څخه ډېر جبري ایستل شوي افغان کډوال ښه مدیریت شوي دي.

دی ټینګار کوي؛ اسلامي امارت د سیمې او نړۍ له ټولو هېوادونو څخه غواړي، چې نورو هېوادونو ته دې د ځوانانو د ورتګ مخه ونیسي، نشه‌یي توکي له منځه یوسي، د افغانستان ثبات ته د پاملرنې تر څنګ پر سترو پرمختیايي پروژو لکه افغان ټرانس، هرات – بولډک، چاه بهار بندر، لاجورد لار،  واخان دهلیز او ټاپي پروژو پانګونه وکړي.

د هېواد اداري مرستیال زیاته کړې؛ په افغانستان کې امنیت نه یوازې د افغانانو لپاره، بلکې د سیمې او نړۍ د ټولو هېوادونو د ګټو لپاره مهم دی، نو په همدې خاطر په بېلابېلو برخو کې ثبات او پانګونې ته اړتیا ده. نوموړي د کاسا‌۱۰۰۰ پروژې د پلي کولو په برخه کې د نړیوال بانک له هڅو هم مننه وکړه.

عبدالسلم حنفي له بېلابېلو هېوادونو څخه د افغانانو د جبري شړلو منفي اغېزو ته په نغوته کې ويلي: دې مسئلې ته بايد پوره پاملرنه وشي؛ ځکه دا کار له دوه اړخيزو اړیکو او ښه ګاونډيتوب سره مرسته نکوي.

هغه دا هم څرګنده کړې؛ د افغانستان اسلامي امارت د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او غواړي، چې افغانستان یو اقتصاد محوره هېواد وي او د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونکړي. دغه راز له نورو هېوادونو هم غوښتنه کوي، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونکړي.

ویل کیږي، چې نوموړي په ايران، روسيې او پاکستان کې بريدونه هم وغندل او د چينايانو د وژنې د غندلو تر څنګ وایي: مونږ هغه ټول بريدونه غندو، چې د عامو خلکو د وژنې سبب کيږي.

Trending

Exit mobile version