تازه خبرونه

اسلامي امارت د انګلستان پر وړاندې د خپلواکۍ یو سلو پېنځمه کلیزه ونمانځله

اسلامي امارت د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د یوسل او پېنځمې کلیزې په مناسبت د مبارکۍ په پیغام کې ويلي، چې د انګریزي ښکېلاک پر وړاندې مبارزې نه یوازې په افغانستان کې اشغالګرو ته ماته ورکړې؛ بلکي په سيمه او نړۍ کي يې استعماري هېوادونه د یرغلګرو له منګولو وژغورل او افغانانو په تېره يوه پېړۍ کې درې نيواکګر قوتونه مات کړي دي.

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان اسلامي امارت د یکشنبې په ورځ له انګرېزانو څخه د خپلواکۍ د ترلاسه کولو یوسلو پېنځمه کلیزه ونمانځله او څرګندوي، چې مجاهدینو دا هېواد له ښکېلاکګرو ژغورلی او له هېواده شړل شوي دي.

اسلامي امارت د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د یوسل او پېنځمې کلیزې په مناسبت د مبارکۍ په پیغام کې ويلي، چې د انګریزي ښکېلاک پر وړاندې مبارزې نه یوازې په افغانستان کې اشغالګرو ته ماته ورکړې؛ بلکي په سيمه او نړۍ کي يې استعماري هېوادونه د یرغلګرو له منګولو وژغورل او افغانانو په تېره يوه پېړۍ کې درې نيواکګر قوتونه مات کړي دي.

د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له انګریزي ښکېلاک او استعماره د افغانستان د خلاصون د ۱۰۵ مې کلیزې په مناسبت د خبرپاڼې په یوه برخه کې ویلي: ۱۰۵ کاله مخکې د  انګریزي ښکېلاک پر وړاندې د علماء کرامو پر فتوا او  رهبرۍ د بریټانوي یرغلګرو پر ضد جهادي مبارزه وشوه او د الله جل جلاله پر نصرت پرله‌پسې  یرغلګر انګریزان مات او له خپلي مقدسي خاوري څخه یې وشړل.

نوموړي د خبرپاڼې په یوه برخه کې ویلي؛ دا جهادي مبارزه نه یوازې په افغانستان کې د ښکېلاک د ماتي سبب شوه، بلکې د سیمې او نړۍ په سطحه یې په ټولو اشغال شویو او استعمار ځپلیو ملکونو کې ښکېلاک له ماتي سره مخ کړ.

اسلامي امارت ویلي، چې افغانان اوس هم د اشغال د پای ته رسولو په برخه کې د خپلو پلرونو روحیه لري او درې کاله مخکې یې له افغانستان څخه د امریکا او ناټو ځواکونه وتلو ته اړ کړل د ۱۴۰۰ لمریز لېږدیز کال د زمري پر څلیریشتمه یې افغانستان د امریکا اوناټو له یرغلګرو څخه وژغوره.

افغانانو د الله تعالی پر مرسته د انګرېزانو او شوروي یرغلګرو په څېر د امريکا پر مشرۍ د لويديځ یرغلګرو ته هم د قوي ايمان، زړورتيا او نوي جهاد برکت ماته ورکړه.

د ملي دفاع وزارت چارسمبالي مولوي محمد یعقوب مجاهد د یکشنبې پر ورځ له بریتانیا څخه د خپلواکۍ د بېرته اخیستو د یو سلو پېنځمې کلیزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته ویلي، چې د افغانستان خپلواکي زمونږ د نیکونو قیمتي میراث دی؛ ساتنه او ستاینه یې زمونږ ملي دنده ده.

هغه ویلي، چې نن افغانستان په بشپړه توګه خپلواک دی.

دغه راز د افغانستان اسلامي امارت لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت په دغو مراسمو کې ویلي، چې هېواد اوس په رښتیني معنی ازاد دی.

هغه وایي: له اسلامي امارت څخه مخکې داسې حکومتونه ول، چې دا ورځ یې تر یرغل لاندې نمانځله او له نورو څخه یې امرونه تر لاسه کول. نن زمونږ هېواد په بشپړه توګه خپلواک دی او د هیچا امر نه منل کیږي.

د رییس الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر په دې مراسمو کې ويلي، چې د انګرېزانو ماتې د افغانانو په رګونو کې د ازادۍ ولولې راپارولي دي.

هغه ویلي، د خپلواکۍ ورځ د هېواد په تاریخ کې یوه تاریخي او نه هېرېدونکې ورځ ده.

برادر زیاته کړې، چې اوس‌مهال د افغانستان خلک په ډاډمنه فضا کې ژوند کوي او پخپل هېواد او خاوره کنټرول لري.

ویل کیږي، چې زمونږ پلرونو د ښکېلاک پر وړاندې جګړه کړې او انګرېزان يې مات کړي دي، د هېواد خپلواکي يې وګټله. اوس دا د ټولو افغانانو دیني او ملي دنده ده، چې د دې ازادۍ ساتنه وکړي.

د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي سراج الدین حقاني نن د افغانستان خپلواکۍ د ۱۰۵ مې کلیزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته په وینا کې ویلي، چې اوس هم د افغانانو د کلتور د له منځه وړلو هڅې روانې دي.

سراج الدین حقاني زیاته کړې، چې اوس د یووالي او تر یوه چتر لاندې د ژوند برابرولو زمینه رامنځته شوې ده.

نوموړي دغه راز پر ملي یووالي ټینګار وکړ او وایي، چې ټول افغان ولس باید د ورورګلوۍ په فضا کې ژوند وکړي.

نوموړی وایي؛ دا زمونږ دنده ده، چې له ترلاسه شوې ازادۍ ساتنه وکړو.

په ورته وخت کې د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي ویلي، چې ازادي پر توره ترلاسه کېږي، نه د خیرات په توګه.

هغه په ​​دې غونډه کې ويلي: د سياسي، اقتصادي او ټولنيز پرمختګ لپاره له هېوادونو سره تعامل اړین دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو کلونو کې د خپلواکۍ ورځ په پراخه کچه نمانځل کېده؛ خو سږ کال داسې نه وه.

Trending

Exit mobile version