تازه خبرونه

اسلامي امارت د امریکا او افغانستان د سفارتونو بیا پرانستل وغوښتل

د لنډمهالي حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد له العربیه سره په یوه مرکه کې ویلي، چې له امریکا سره د افغانستان دښمني د اشغال تر وخته وه او اوس د دواړو هېوادونو ترمنځ ښې اړیکې او همکاري غواړي. هغه زیاته کړې، چې اسلامي امارت نه غواړي تر ابده له امریکا سره دښمني وکړي.

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان د لنډ مهاله حکومت ویاند امریکا ته د کابل د سفارت او دوی ته په واشنګټن کې د افغانستان د سفارت د بیا پرانیستلو غوښتنه وکړه.

د لنډمهالي حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد له العربیه سره په یوه مرکه کې ویلي، چې له امریکا سره د افغانستان دښمني د اشغال تر وخته وه او اوس د دواړو هېوادونو ترمنځ ښې اړیکې او همکاري غواړي. هغه زیاته کړې، چې اسلامي امارت نه غواړي تر ابده له امریکا سره دښمني وکړي.

ذبیح الله مجاهد کابل ته د امریکایي پلاوي د سفر په اړه په خپل لومړني غبرګون کې ویلي، چې له امریکا سره د دښمنۍ دوره پای ته رسیدلې او کابل له واشنګټن سره ښې اړیکې غواړي.

ذبیح الله مجاهد وایي، چې د لنډمهاله حکومت چارواکو د ډونالډ ټرمپ له استازي سره پر بېلابېلو مسلو خبرې کړې دي.

ذبیح الله مجاهد وایي: “هره دښمني باید په پای کې پای ته ورسیږي. زمونږ دښمني له امریکا سره هغه وخت وه کله، چې دوی زمونږ هېواد اشغال کړ؛ خو نن مونږ له امریکا یا کوم بل هېواد سره په جګړه کې نه یوو. مونږ غواړو، چې د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د امریکا په ګډون ښې اړیکې ولرو.

د مجاهد د څرګندونو له مخې؛ اسلامي امارت له امریکايي پلاوي سره په خبرو کې غوښتنه کړې، چې په واشنګټن کې دې د افغانستان سفارت اسلامي امارت ته وسپاري او په کابل کې د امریکا سفارت بېرته پرانیستل شي.

امریکا غواړي، چې د واشنګټن سفارت د افغانانو په واک کې وي، چې قونسلي خدمتونه وړاندې کړي. دغه زار افغانستان هم غواړي، چې په کابل کې د امریکا سفارت خپل فعالیتونه بیا پیل کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې پر مناسبه کچه جوړې شي.”

یو شمېر کارپوهان د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ د اړیکو ښه‌والی یو مثبت سیاسي ګام ګڼي او ټینګار کوي، چې دا اړیکې باید د هېواد د ملي ګټو پر بنسټ وي او د افغانستان له پرمختګ او ثبات سره مرسته وکړي.

د افغانستان لپاره د امریکا د پخواني استازي زلمي خلیلزاد په ګډون یو امریکایي پلاوی تېره اوونۍ کابل ته راغی؛ له دې سفر وروسته امریکا د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت پر چارسمبالي( سرپرست) سراج الدین حقاني او د اسلامي امارت پر دوه نورو غړو جایزې لغوه کړې او اسلامي امارت یو نیول شوی امریکايي وګړی له بند خوشې کړ.

Trending

Exit mobile version