Connect with us

تازه خبرونه

اسلامي امارت د افغانستان پر ټولو سیمو بشپړ کنټرول لري – مولوي عبدالکبیر

مولوي عبدالکبیر ټینګار کړی، چې په هېواد کې جهاد بریالی شوی او هیڅ راز تعصب نشته… او افغانستان په سیاسي او اقتصادي برخو کې د پرمختګ په حال کې دی.

خپور شوی

د

(Last Updated On: )

مولوي عبدالکبیر د لوړو زده‌کړو وزارت له مشرتابه او د پوهنتونونو له رییسانو سره په کتنه کې ویلي، چې افغانستان د سیاسي او اقتصادي پرمختګ پر لوري چټک ګامونه اخلي او پر نړیواله کچه له هېوادونو سره د اسلامي امارت تعامل  روان ساتل شوی دی.

د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وايي، اسلامي امارت د افغانستان پر ټولو سیمو بشپړ کنټرول لري او په هېواد کې هیڅ مخالفه ډله فعاله نده.

مولوي عبدالکبیر د لوړو زده‌کړو وزارت له مشرتابه او د پوهنتونونو له رییسانو سره په کتنه کې ویلي، چې داعش په افغانستان کې خپل عملیاتي وړتیا له لاسه ورکړی او د یوه کلي د نیولو وس هم نلري.

مولوي عبدالکبیر ټینګار کړی، چې په هېواد کې جهاد بریالی شوی او هیڅ راز تعصب نشته… او افغانستان په سیاسي او اقتصادي برخو کې د پرمختګ په حال کې دی.

د رییس الوزرا سیاسي مرستيال ويلي، چې پر نړيواله کچه له هېوادونو سره د اسلامي امارت تعامل روان دی او دا مهال اسلامي امارت په يو شمېر هېوادونو کې څلوېښت فعالې سياسي استازولۍ لري.

هغه وایي، چې په راتلونکي کې به په یو شمېر نورو هېوادونو کې هم  د افغانستان استازولۍ فعالې شي.

مولوي عبدالکبیر دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې ځینو هېوادونو د ترهګریزو او د ترهګرو له‌خوا د افغانستان د خاورې د کارولو په اړه خپلې ادعاوې او اندېښنې په ډاګه کړي؛ خو اسلامي امارت وايي، چې د افغانستان خاوره به د هیڅ هېواد پر ضد ونه‌کارول شي.

اړوند خبرونه : 

مونږ د هېواد له کدرونو او شخصیتونو ملاتړ کوو – مولوي عبدالکبیر

مونږ له نړۍ سره د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو پر بنسټ تعامل غواړو

تازه خبرونه

په تېر کال کې مو له ۸۱۳ زره ډېر تعرضي عملیات کړي – ملي دفاع وزارت

چارواکو ویلي، چې هوايي ځواک په تېر یوه کال کې ۴ زره ۲۱۸ ماموریتونه او روزنیز پروازونه ترسره کړي، د بلیک هاګ الوتکو بیا رغونه، د هوايي چلند پوهنتون فعالول او د طبیعي پېښو له کبله د ۷۷ شهیدانو او ۵۶۷ ټپیانو لېږدول، چې د هوايي ځواک له مهمو دندو څخه دي.

Published

on

(Last Updated On: )

د ملي دفاع وزارت چارواکو د چارشنبې پر ورځ ( د وږي اوومه ) د دغه وزارت د تېر کال د کړنو د راپور وړاندې کولو پر مهال ویلي، چې په تېر کال کې د ملي اردو قطعاتو او جزو تامونو ۸۱۳ زره ۳۵۲ اوپراسیوني عملیات کړي؛ ۵۸۸ میله سپکې او درندې وسلې، ۱۵۱۵ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي، ۲۳۹ لاسي بمونه، ۴۴ مخابرې، ۴۰ لرلیدونه، ۳۸۶ موټر او ۱۹۸۲ موټرسایکلونه کشف او نیول شوي دي.

د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو عملیاتو کې ۱۳۸۳ ماینونه هم له منځه وړل شوي دي.

مسوولینو ویلي؛ له ملي ارزښتونو او حاکمیت ساتنه، د امنیت او قانون له تطبیق ملاتړ، له سکټوري ادارو سره همکاري، د طبیعي پېښو له قربانیانو سره مرسته او د هېواد له دفاعي او امنیتي ارګانونو سره همغږي د حکومت د دې وزارت له مهمو دندو او لومړیتوبونو څخه دي.

چارواکي وایي، چې د هېواد د پولو د ساتنې او د امنیتي پېښو د مخنیوي لپاره یې ګڼ‌شمېر کنډکونه، پوځي اډې او امنیتي پوستې جوړې کړې دي.

چارواکو ویلي، چې هوايي ځواک په تېر یوه کال کې ۴ زره ۲۱۸ ماموریتونه او روزنیز پروازونه ترسره کړي، د بلیک هاګ الوتکو بیا رغونه، د هوايي چلند پوهنتون فعالول او د طبیعي پېښو له کبله د ۷۷ شهیدانو او ۵۶۷ ټپیانو لېږدول، چې د هوايي ځواک له مهمو دندو څخه دي.

دغه راز د حضرت معاذ بن جبل ملي نظامي اکاډمۍ ته د دولسم ټولګي ۵۰۰ فارغان، د هوايي ځواک اکاډمۍ ته ۱۲۰، د حضرت نعمان بن ثابت ملي نظامي اکاډمۍ ته ۳۹۰ کسان معرفي شوي دي. دغه راز د حضرت عبیده بن جراح ملي پوهنتون څخه ۵ زره ۴۱۴ کسان فارغ شوي. همدارنګه قطعاتو او جزوتامونو ۱۲ زره ۷۸۱ منسوبان له روزنیزو کورسونو او د نظامي طب د بېلابېلو څانګو څخه د ۷۳ زده‌کړیالانو په ګډون فارغ شوي دي.

د دغه وزارت چارواکي وايي، په تېر یوه کال کې د مالي، اداري او تدارکاتي برخې اصلاح او بهیر یې  بشپړ روڼ شوی دی.

د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان له فتحې سره په هېواد کې بشپړ امنیت تامین شوی، جنګي فعالیتونه د پام وړ کم شوي او د ملکي تلفاتو ګراف صفر ته رسېدلی دی.

همدارنګه د ۶ اصولي اسنادو بیا کتنه او د پروسې لپاره عدلیې وزارت ته استول شوي او همدارنګه د دغه وزارت اړوند د جوړښتونو او څانګو د تنظیم لپاره د ۵۴ پالیسیو او طرزالعملونو تعدیل تر سره شوی دی.

ویل کیږي، چې د معلوماتو پر بنسټ د وسلو، جنګي تخنيکونو او پوځي تجهيزاتو برابرول، د هېواد په اووه امنيتي حوزو کې د عملياتو ترسره کول، د ملي اسلامي اردو د وړتیاوو لوړول، د ملي اردو د کشفي ظرفيتونو لوړول او د همغږۍ ډاډ ورکول شامل دي. د هېواد له دفاعي او امنیتي ارګانونو سره د تقنیني سندونو ترتیب او بیا کتنه، د جوړښتونو اصلاح، د تاسیساتو جوړول او د لوژستیکي، روغتیايي او تدارکاتي اسانتیاوو برابرول د دغه وزارت د روان کال له نورو لومړیتوبونو څخه دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

متقي د اسلامي همکاریو ټولنې په پنځوسمه غونډه کې د ګډون لپاره کامرون ته ولاړ

د تکل د څرګندونو له مخې؛ متقي به د کوربه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر او د اسلامي همکاریو ټولنې د ځینو غړو هېوادونو له استازو سره دوه اړخیزې ناستې هم ولري.

Published

on

(Last Updated On: )

د بهرنيو چارو وزارت چارسمبالي امير خان متقي د اسلامي هېوادونو د همکارۍ ټولنې د بهرنيو چارو وزيرانو په پنځوسمه غونډه کې د ګډون لپاره د کامرون پلازمېنې ياونده ښار ته سفر وکړ.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد تکل زیاته کړې؛ امیرخان متقي به د روان اګست له نهه‌ویشتمې تر دېرشمې په دې غونډه کې ګډون وکړي.

د تکل د څرګندونو له مخې؛ متقي به د کوربه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر او د اسلامي همکاریو ټولنې د ځینو غړو هېوادونو له استازو سره دوه اړخیزې ناستې هم ولري.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اقتصاد او اتصال پر مرکز د افغانستان د بدلولو عملي هڅې روانې دي – امیر خان متقي

امیر خان متقي په دې ناسته کې ویلي؛ د ترکمنستان له هېواد سره پر ځینو لویو پروژو( ټاپي، اوسپنې پټلۍ او برښنا لېږد ) کار روان دی، چې د افغانستان پر اقتصاد به پراخ او مثبت اغېز ولري.

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د ټاپي او افغان – ترکمن د اقتصادي دهلیز او انرژۍ د لېږد پروژو د عملي چارو پېلېدو ته د چمتووالي په ناسته کې ویلي، چې د اقتصاد او اتصال پر مرکز د افغانستان د بدلولو لپاره عملي هڅې روانې دي.  

امیر خان متقي په دې ناسته کې ویلي؛ د ترکمنستان له هېواد سره پر ځینو لویو پروژو( ټاپي، اوسپنې پټلۍ او برښنا لېږد ) کار روان دی، چې د افغانستان پر اقتصاد به پراخ او مثبت اغېز ولري.

 هغه وایي: ټاپي د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند تر منځ د ګاز نللیکه ده؛ ټول اوږدوالی یې ۱۸۴۰ کیلومټره دی، چې تر اوسه پورې ۲۱۴ کیلو مټره په ترکمنستان کې رغول شوې او پاتې کار یې له دې وروسته پیلیږي.

نوموړي زیاته کړې؛ د ټاپي نللیکه به په کلني ډول ۳۳ میلیارډ مټر مکعبه ګاز ولېږدوي، چې ۵ میلیارډ مټر مکعب به په افغانستان کې او پاتې ۱۴ – ۱۴ میلیارډ مټر مکعب ګاز په پاکستان او هندوستان کې ولګول شي.

امیرخان متقي وایي: د ټاپي نللیکې ټول لګښت ۱۰ میلیارډ ډالر اټکل شوی؛ هر کال به شاوخوا ۴۵۰ میلیون امریکایي ډالر افغانستان ته د ټرانزیټ فیس په توګه ورکول کیږي. دا نللیکه به افغانانو ته د رغولو پرمهال او وروسته د عملیاتي کېدو پر مهال د حفظ او مراقبت او امنیت په برخو کې زرګونه دندې په مستقیم او غیر مستقیم ډول رامنځته کړي.

دغه راز وایي؛ افغانستان به وکولی شي له ګاز څخه پر ګټه اخیستنې سلګونه میګاواټ برښنا هم تولید کړي، چې ورسره به د افغانستان ملي بودجې ته هر کال سلګونه میلیون ډالر جذب شي. د برښنا او ګاز له راتګ سره زمونږ داخلي صنعت او تولیدات هم ښه وده کولی شي. دا پروژه په سیمه کې د افغانستان د اقتصاد محوره سیاست او اقتصادي اتصال تر ټولو څرګنده او کامیابه بېلګه کېدلی شي.

هغه وایي: تاسې ته معلومه ده، چې افغانستان اوس ولسونو ته ګاز نلري او خپل دومره تېل هم نلري، چې ټولوته بسنه وکړي. د برښنا په برخه کې هم ستونزې شته؛ نو د ګازو راتګ به په څو برخو کې خپل مثبت اغېز ولري؛ لومړي دا، چې ټوله نړۍ له اقلیمي بدلون سره مخ ده او د هغو لوی اغېز دادی، چې د ځمکې پر سر ځنګلونه او شنه بوټي وهل کیږي، چې په پایله کې یې سیلابونه ډېریږي او هم هوا بدلون مومي؛ نو که ګاز د افغانستان خلکو ته ورسیږي د افغانستان ځنګلونه او بوټي به خوندي شي. سر بېره پر دې ګاز له تېلو او لرګو ورته ارزانه تمامیږي.

نوموړي ټینګار کړی: دا لویه پروژه د نړۍ څلورمهمې سیمې سره نښلوي، چې دا نه یوازې سیاسي اغېرې لري، بلکې ډېرو کسانو ته ورسره کاري زمینه هم برابریږي، دغه باارزښته پروژه اوس د پیلېدو په حال کې ده او دواړه لوري ورته چمتو دي. ډېر ژر به د دې پروژې د پیلېدو خبر تر لاسه کړو.

دغه راز هغه ویلي؛ بله د اوسپنې پټلۍ پروژه ده، دا پروژه له تورغونډۍ څخه هرات ته غځول کیږي. بیا به وروسته همدا پټلۍ  کندهار، بولډک او چمن ته وغځول شي، چې ورسره به نه یوازې افغانستان، بلکې سیمه له نورو هېوادونو سره ونښلول شي.

امیر خان متقي وایي؛ همدارنګه به له دې پټلۍ سره د اربکستان پټلې هم ونښلول شي.

دغه راز امیر خان متقي د برښنا پروژې په اړه ویلي: دا دوه برخې لري؛ یوه هغه برښنا ده، چې اوس افغانستان ته راغلې او په هرات کې وېشل شوی ده. څرنګه، چې دا برښنا کمزرورې ده؛ نو د نور الجهاد سب تټیشن له فعالېدو سره به د برښنا وېش زیات شي.

همدارنګه څرګندوي؛ بله له دې سره تړلې د ټاپ ۵۰۰ میګاواټه برښنا ده، چې له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان ته غځول کیږي.

امیر خان متقي وايي: دا ډول لویې پروژې افغانستان له سیمې سره او سیمه له افغانستان سره نښلوي او ګټې مو ورسره تړل کیږي او یو بل ته به له زیان رسولو لاس واخیستل شي.

ویل کیږي، چې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې په اړه نړیوال بانک چمتووالی ښودلی او له ترمز څخه افغان ـ ټرانس اوسپنې پټلۍ به هم له دې نورو سره ونښلول شي او ډاډه یوو، چې افغانستان د اقتصاد او اتصال پر مرکز د بدلېدو په حال کې دی.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!