تازه خبرونه
اسلامي امارت د افغانستان د ثبات لپاره کار کړی ـ لاوروف

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د چارشنبې پر ورځ په مسکو کې د غونډه پرمهال ویلي، چې اسلامي امارت د افغانستان د ثبات لپاره کار کوي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د مسکو جوړښت غونډې ته ویلي، چې د داعش او القاعدې په ګډون ترهګرې ډلې غواړي په افغانستان کې له بې ثباتۍ ګټه پورته کړي.
لاوروف ویلي؛ څو ترهګرې ډلې غواړي په افغانستان کې له بې ثباتۍ ګټه پورته کړي. په لومړي سر کې داعش او القاعده یو ځل بیا هڅه کوي خپل سر پورته کړي او د هېواد په بېلابېلو برخو کې خونړي بریدونه ترسره کړي.
د لاوروف د څرګندونو له مخې؛ د ځواک له نوي توازن وروسته په افغانستان کې وضعیت د ثبات وړ نه ښکاري.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، چې په افغانستان کې د واک و ځواک د توازن لپاره هیڅ بدیل په راتلونکي کې نه لیدل کیږي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی، چې د افغانستان اسلامي امارت نه یوازې له ټولنیزو، اقتصادي، مالي او بشردوستانه ستونزو سره مخ دی، بلکې د رسمي نړیوالې پېژندنې له نشتوالي سره هم مخ شوی دی.
ښاغلي لاوروف له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې له افغانستان سره بشري مرستې وکړي.