تازه خبرونه
اسلامي امارت د اصولو له مخې د بیان ازادۍ ته ژمن دی – مولوي عبدالکبیر

(Last Updated On: )
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د آریانا نیوز له رییس مجیب الرحمن بهیر سره په هېواد کې د خصوصي رسنیو پر وضعیت خبرې کړې دي.
په دې کتنه کې مولوي عبدالکبیر د دولتي رسنیو ترڅنګ د خصوصي رسنیو فعالیتونه هم مهم وبلل او وایي؛ اسلامي امارت د خپلو اصولو له مخې د بیان ازادۍ ته ژمن دی او په دې برخه کې یې د امکان تر حده خصوصي رسنیو ته اسانتیاوې برابرې کړي او د دوی د ستونزو حلولو ته لومړیتوب ورکوي.
مجیب الرحمن بهیر زیاته کړې؛ خصوصي رسنیو د خپلو اصولو پر بنسټ د دولت او ملت ترمنځ اړیکې ساتلي او اوس هم هڅه کوي، چې د افغانستان رښتیني انځور نړۍ ته وړاندې کړي.
دغه راز ویل کیږي، چې حکومت د رسنیو ځینې ستونزې اوارې کړي او تمه ده، چې په دې برخه کې به نور کار هم وشي.