تازه خبرونه

اسلامي امارت د اسلامي همکاریو ټولنې په راتلونکې غونډه کې د ګډون غوښتنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: )

د ریاست الوزراء اداري مرستيال عبدالسلام حنفي د اسلامي همکاريو ټولنې څخه د دې ټولنې په راتلوونکې غونډه کې د اسلامي امارت استازو ته د بلنې غوښتنه وکړه، چې نظريې او مشورې یې واورېدل شي او د افغانستان واقعيتونه پخپله وړاندې کړي.

عبدالسلام حنفي دغه غوښتنه د شنبې پر ورځ په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې له مرستیال طارق علي بخیت او په بشري، فرهنګي او ټولنیزو چارو کې د دې ټولنې د مرستیال له ځانګړي استازي او مل پلاوي سره په کتنه کې وکړه.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ریاست الوزراء اداري مرستیال په دې کتنه کې ویلي، چې اسلامي امارت د اسلامي همکاریو ټولنې ته درناوی لري او د دې ټولنې د مسوولینو د مشورو درناوي کوي او غواړي له افغانستان سره خپلې اړیکې پراخې کړي.

هغه هیله څرګنده کړه، چې دغه ټولنه به د افغانستان ستونزې او رښتینی انځور هم نړۍ ته وځلوي.

حنفي د اسلامي همکاریو ټولنې عمومي منشي ته د افغانستان د سفر بلنه ورکړه او څرګندوي؛ د اسلامي نړۍ درد او کړاو یو دی او اسلامي هېوادونه باید د دغو ستونزو د حل لپاره ګډې هڅې وکړي.

هغه زیاته کړې؛ افغانستان د جګړې له پړاو څخه د حکومتدارۍ پر لوري ګام اخیستی، نو په بېلابېلو برخو کې د اسلامي همکاریو د ټولنې مرستې ته اړتیا لري.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د اسلامي امارت د واکمنۍ پر مهال په بېلابېلو برخو کې ښځو ته د میراث د حق ورکولو او نورو شرعي او اسلامي حقونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

هغه ټینګار کړې؛ د اسلامي امارت پالیسي دا ده، چې له افغانستان څخه به هیڅ هېواد ته ګواښ نه رامنځته کیږي او پر اقتصاد محوره پالیسۍ له راڅرخېدو سره به د هیڅ هېواد په چارو کې لاسوهنه نه‌کوي او نور هېوادونه هم باید د افغانستان په کورنیو چارو کې له لاسوهنو ډده وکړي.

په دې کتنه کې د اسلامي همکاریو ټولنې د بشري حقونو خپلواک کمیسیون اجرائیوي رییسې ډاکټرې نوره الرشود، د دې ټولنې د کلتوري، ټولنیزو او کورنیو چارو عمومي رییسې امینه الحجیري او د ښځو د پراختیا ټولنې اجرائیوي رییسې افنان الشعیبي خبرې وکړې.

دوی د خپلو اړوند ادارو د فعالیتونو په اړه د بشپړو معلوماتو وړاندې کولو پر مهال ویلي، مونږ په افغانستان کې ښه پرمختګونه ولیدل؛ دا د هغه منفي انځور برعکس دي، چې د افغانستان په اړه په رسنیو کې خپریږي. مونږ له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکارۍ ته چمتو یوو.

ياد پلاوي څرګنده کړې، چې د اسلامي همکاريو ټولنې د ترکيې له ټيکا او د آذربايجان له پراختيايي انسټيټوټونو سره تړونونه لاسليکوي او افغانستان به د مرستو په لومړي سر کې وي. دغه پلاوي هيله څرګنده کړې، چې په افغانستان کې به زيات پرمختيايي کارونه ترسره شي.

ټاکل شوې د اسلامي همکاریو ټولنې د غړیو هېوادونو د مشرانو غونډه د غویی پر پېنځلسمه او شپاړلسمه/ د مې پر څلورمه او پېنځمه په ګامبیا هېواد کې جوړه شي.

Trending

Exit mobile version