تازه خبرونه
اسلامي امارت د اسلامي اصولو په چوکاټ کې د رسنیو ازادۍ او فعالیت ته ژمن دی
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د چارشنبې پر ورځ ( د لړم درویشتمه ) رسنیو په مرکز کې د یو شمېر رسنیو او رسنیو د ملاتړو بنسټونو له مسوولینو سره په کتنه کې د دولتي ادارو او رسنیو ترمنځ د همکارۍ پر زیاتوالي ټینګار وکړ.
ذبیح الله مجاهد وایي، اسلامي امارت په اوسني عصر کې د رسنیو د ارزښت پر بشپړ درک د اسلامي اصولو په چوکاټ کې د رسنیو ازادۍ او فعالیت ته ژمن دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د چارشنبې پر ورځ ( د لړم درویشتمه ) رسنیو په مرکز کې د یو شمېر رسنیو او رسنیو د ملاتړو بنسټونو له مسوولینو سره په کتنه کې د دولتي ادارو او رسنیو ترمنځ د همکارۍ پر زیاتوالي ټینګار وکړ.
هغه زیاته کړې، چې اسلامي امارت په هېواد کې د رسنیو د فعالیتونو لپاره د یو ښه چاپېریال د چمتو کولو په هڅه کې دی.
د رسنیو مرکز د دې ناستې په اړه ویلي، چې د رسنیو مسوولینو اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې شته ستونزې له ذبیح الله مجاهد سره شریکې کړې او د دغو ستونزو د حل غوښتنه یې وکړه.