تازه خبرونه
اسلامي امارت دې د نجونو لپاره منځني ښوونځي، لیسې او پوهنتونونه پرانیزي – یوناما

(Last Updated On: )
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر یا یوناما ويلي، چې تر یوې بلې میاشتې به د افغانستان په یخو کې ښوونځي او پوهنتونونه پرانیستل شي؛ خو میلیونونه نجونې ترې بې برخې دي.
یوناما نن (سې شنبه د کب دوهیمه ) په یوه تویت کې له اسلامي امارته غوښتي، چې په افغانستان کې د نجونو او ښځو د ژوندانه، معیشت او راتلونکي د ملاتړ لپاره همدا اوس هڅې وکړي.
یوناما د نجونو پر زدهکړو بندیز له بشري حقونو څخه سرغړونه او ځان ته زیان رسول نومولي دي.
اسلامي امارت واک ته له راتګ وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د منځنيو ښوونځيو، لیسو او پوهنتونونو دروازې لنډمهاله وتړلې.