Connect with us

تازه خبرونه

اسلامي امارت دې تر یوې میاشتې زمونږ د اوبو حق راکړي – ایران

خپور شوی

د

(Last Updated On: )

د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي او د دغه هېواد د سفارت چارسمبالي له اسلامي امارت غوښتي، چې د یوې میاشتې په دننه کې دې د اوبو حق ورکړي.

په کابل کې د ایران سفارت چارسمبالي کاظمي قُمي په یوه تلویزیوني مرکه کې ویلي: که اوبه وي او اسلامي امارت یې نه‌ورکوي؛ دا د ایران لپاره بشپړ حجت دی، چې دا مسله د ملت د حق یوه برخه ده او دا، چې څنګه باید پرې عمل وکړي.

د ایسنا د راپور له مخې؛ قُمي ویلي؛ اسلامي امارت باید د ۱۳۵۱ لمریز لېږدیز کال د تړون په چوکاټ کې اوبه ورکړي، خو که اوبه ولري او دوی یې نه‌ورکوي بیا باید د نه‌ورکولو حساب ورسره وشي.

هغه څرګنده کړې؛ د اسلامي امارت چارواکي پوهېږي، چې که په دې هېواد کې د یوه باثباته او قوي حکومت غوښتونکي وي، چې د خلکو ټول استازي په کې برخه ولري او د ودانولو، ثبات، خپلواکۍ، ځمکني بشپړتیا او سوکالۍ پر لور روان شي؛ باید له ګاونډ هېوادونو سره رغنده تعامل ولري.

په تېرو څو ورځو کې د دغه هېواد د ولسمشر په ګډون ایراني چارواکو د اوبو د حق په اړه ناندریزې څرګندونې کړې دي.

اسلامي امارت په وار وار ټینګار کړی، چې د هلمند د اوبو تړون ته ژمن دی؛ خو په کمال خان بند کې اوبه لږ دي او که د کجکي بند اوبه هم خوشي کړ شي؛ ایران ته نه‌رسيږي… ایران باید ځان پر واقیعتونو پوه کړي.

تازه خبرونه

د پاکستان ځانګړي استازي له امیر خان متقي سره ولیدل

د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو مشر ضیا احمد تکل په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې امیر خان متقي د دې غونډې په بهیر کې د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د اړیکو په ځانګړي توګه د افغان کډوالو د جبري ایستلو په اړه، خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړه.

Published

on

(Last Updated On: )

په کابل کې د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق د افغانستان او پاکستان د همغږۍ ګډې کمېټې د پلاوي پر مشرۍ د بهرنیو چارو وزارت له چارسمبالي( سرپرست) امیر خان متقي سره ولیدل.

د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو مشر ضیا احمد تکل په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې امیر خان متقي د دې غونډې په بهیر کې د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د اړیکو په ځانګړي توګه د افغان کډوالو د جبري ایستلو په اړه، خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړه.

امیرخان متقي ټینګار کړی، چې دواړه هېوادونه باید خپلې ستونزې د متقابل باور په فضا کې د خبرو اترو له لارې حل کړي او له هر هغه عمل یا څرګندونو څخه ډډه وکړي، چې د خلکو د کرکې لامل کیږي یا د خلکو احساسات راپاروي.

د پاکستان ځانګړي استازي دا هم ویلي، چې افغانستان او پاکستان ژورې اړیکې لري او دا اړینه ده، چې ستونزې وارزول شي، چې څنګه حل شي.

هغه زیاته کړې، چې په نږدې راتلونکي کې به د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار کابل ته سفر وکړي او هیله من شو، چې دا سفر به د دواړو خواوو لپاره مثبتې پایلې ولري.

Continue Reading

تازه خبرونه

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالی  پاکستان ته ولاړ

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت نن( چارشنبه) ویلي، چې د دې سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو، ټرانزیټي او ټرانسپورټي خنډونو لرې کول او په پاکستان کې د میشتو افغان کډوالو  پر اړوند ننګونو بحث دی.

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالی(سرپرست) نورالدین عزیزي د یو لوړ پوړي پلاوي پر مشرۍ پاکستان ته ولاړ.

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت نن( چارشنبه) ویلي، چې د دې سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو، ټرانزیټي او ټرانسپورټي خنډونو لرې کول او په پاکستان کې د میشتو افغان کډوالو  پر اړوند ننګونو بحث دی.

پویل کیږي ، چې د نوموړي پر مشرۍ پلاوی به ن د افغان کډوالو او سوداګرو له یو شمېر استازو سره د سفارت پر کوربتوب وګوري.

Continue Reading

تازه خبرونه

 پاکستان ممکن د داعش د نفوذ لپاره افغانستان ته د مهاجرو له شړلو کار واخلي – خلیلزاد

زلمي خلیلزاد نن (چارشنبه) په ایکس پاڼه کې ولیکل: “باخبره افرادو راته ويلي؛ دوی له دې اندېښمن دي، چې پاکستان ممکن د افغان کډوالو د جبري ایستلو تر چتر لاندې داعش ترهګر افغانستان ته ولیږدوي. “زه هم دا اندېښنه لرم.”

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد د دې احتمال په اړه اندېښنه څرګنده کړې، چې پاکستان به د کډوالو د ایستلو پر پلمه د داعش جنګیالي افغانستان ته واړوي.

زلمي خلیلزاد نن (چارشنبه) په ایکس پاڼه کې ولیکل: “باخبره افرادو راته ويلي؛ دوی له دې اندېښمن دي، چې پاکستان ممکن د افغان کډوالو د جبري ایستلو تر چتر لاندې داعش ترهګر افغانستان ته ولیږدوي. “زه هم دا اندېښنه لرم.”

خلیلزاد پدې اړه نور څه ندي ویلي او دا یې هم روښانه کړې نده، چې له “باخبره افرادو” څخه یې مطلب څوک دی.

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت له ډېرې مودې راپدېخوا له داعش سره مبارزه کوي او پخوا یې پاکستان له دې ډلې پر ملاتړ تورن کړی و.

د روان کال د جنورۍ په میاشت کې اسلامي امارت څرګنده کړې وه، چې د داعش ډله د پاکستان په خاوره کې روزنیز مرکزونه لري.

د خلیلزاد وروستۍ څرګندونې په داسې حال کې رابورته شوې، چې پاکستان د سلګونو زره افغان کډوالو د ایستلو لپاره د دوه‌یم پړاو هڅې ګړندۍ کړې دي.

پاکستان د ۲۰۲۳ ز.کال په اوکټوبر کې د بې اسنادو افغان کډوالو د ایستلو بهیر پیل کړ؛ خو په ډسمبر کې یې د نوي برېکړې له مخې د اپریل پر لومړۍ د جبري ایستلو بهیر چتک کړ.

د یادونې ده، چې یوازې د روانې میاشتې په لومړیو دوه اوونیو کې له ۴۵ زره څخه ډېر افغانان هېواد ته جبري راستانه شوي دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!