تازه خبرونه
اسلامي امارت دوه نیول شوي بهرني خبریالان خوشې کړل

د اسلامي امارت چارواکي د هغو دوه خبریالانو له خوشي کیدو خبر ورکوي، د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) لپاره یې کار کاوه.
د پخواني حکومت له سقوط او په کابل کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د اقتصادي ستونزو له کبله د رسنیو فعالیت محدود شوی دی.
اسلامي امارت ویلي؛ ېر ژر به د رسنیو د سرغړونو د څېړلو لپاره یو کمیسیون جوړ کړي، چې ورسره به د ټولو رسنیو ستونزې حل شي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) پرون د دوه بهرنیو خبریالانو او څو سیمه ییزو افغان کارکوونکیو له نیولو خبر ورکړ.
د اسلامي امارت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد د دغو خبریالانو د خلاصون په اړه په یوه ټویټ کې ویلي، چې دغه خبریالان له دې کبله نیول شوي وه، چې اسناد یې نلرل.
نوموړي ویلي؛ هغه بهرني اتباع، چې ځانونه یې له یوې نړیوالې موسسې سره پېژندلي وه؛ ځکه یې ونیول، چې لازم هویت کارتونه، جوازونه او اسناد یې نلرل.
په همدې حال کې يو شمېر خبريالان د حکومت لخوا د کورنيو او بهرنيو خبريالانو نيول د اندېښنې وړ بولي او وایي، چې د حکومت له لوري د خبریالانو نیول سم کار ندی.
د افغانستان د خبریالانو خپلواکه ټولنه هم د رسنیو د نړیوال قانون له پلي کېدو خبر ورکوي او وايي، چې له مخې به یې ټول خبریالان له کاري خوندیتوبه برخمن شي.
د ښځو د حقونو هڅاندې میرمنې وایي؛ د تمنا زریاب پریانۍ او د هغې د درې خویندو، دغه راز د پروانه ابراهیم خېل، مرسل عیار او زهرا محمدي د خوشې کیدو راپورونه خپاره شوي دي. دا نجونې څه موده مخکې په کابل کې لادرکه شوې وې.
اسلامي امارت د دې نجونو د خوشې کیدو راپورونه نه تائیدوي او نه یې رودي.
په کابل کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو سره په تېرو ۶ میاشتو کې له یوشمېر رسنیو سره د نړیوالو مرستو د د بندېدو له کبله ۸۰ سلنه رسنۍ بندې شوې او ۴۰ سلنه کارکوونکیو یې خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.
په همدې حال کې یو شمېر معترضو ښځو په کابل کې لاریونونه وکړل او له اسلامي امارته یې د کار، تحصیل او آزادۍ غوښتنې وکړې.
اسلامي امارت وايي، چې د ټولو اتباعو حقوقو ته په مساوي توګه ژمن دی.