نړۍ

اسرائیلي ځواکونو بیت المقدس ته نږدې د الجزیرې پر رسنیز دفتر چاپه ووهله

Published

on

(Last Updated On: )

رویټرز د یوه اسرائیلي چارواکي او د الجزیرې سرچینې د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې اسرائیلي ځواکونو د یګشنبې پر ورځ د قطري ټلویزیون الجزیرې د تړلو له ګواښ وروسته د بیت المقدس په یوه هوټل د دې خپرونې پر دفتر برید وکړ.

د پېښې له ځایه آنلاین خپره شوې ویډیو ښیي، چې پر شخصي جامو سمبال ځواکونه د ختیځ بیت المقدس د یوه هوټل په خونه کې د دې رسنۍ د کمرې تجهیزات له منځه وړي.

د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو کابینې د غزې د جګړې تر پای تهرسېدو دا شبکه وتړله او څرګندوي، چې خپرونې یې د دوی ملي امنیت ته ګواښ دی.

الجزیرې ویلي: د اسرائیلي ځواکونو دا کار یوه وحشیانه هڅه ده او دا تور، چې شبکې د اسرائیلو امنیت ته ګواښ رامنځته کړی؛ خطرناک او خندوونکي درواغ دي، چې خبریالان یې له خطر سره مخ کړي دي. دوی حق لري، چې په دې اړه قانوني ګامونه پورته کړي.

دغې شبکې په غزه کې د اسرائیلو پر پوځي عملیاتو نیوکه کړې، چې د دې جګړې په بهیر کې یې راپورونه وړاندې کړي دي.

نتانیاهو د کابینې له ګډې رایې وروسته ټولنیزو رسنیو ته وسپارل، چې د الجزیرې هڅوونکې هڅې به په اسرائیلو کې وتړل شي.

د حکومت په یوه خبرپاڼه کې راغلي، چې د اسرائیلو د مخابراتو وزیر د “سمدستي عمل کولو” امرونه لاسلیک کړي؛ خو لږ تر لږه یو وکیل، چې د بندیدو ملاتړ یې څرګند کړ ویلي، چې الجزیره اوس هم هڅه کولی شي په محکمه کې یې د بندېدا مخه ونیسي.

د اسرائیلو په دې هڅه کې د الجزیرې د دفترونو تړل، د نشراتي وسایلو ضبطول، د کیبل او سپوږمکۍ شرکتونو څخه د خپرونو پرې‌کېدا او د اوبپاڼو بندول شامل دي. په دې کې د الجزیرې د غزې له خپرونو یادونه نده شوې.

د اسرائیلو د سپوږمکۍ او کیبل ټلویزیون چمتو کوونکیو د حکومت له پرېکړې وروسته د الجزیرې خپرونې وځنډولې.

په دې اړه د قطر حکومت کومه رسمي تبصره نده کړې.

دې شبکې تېره میاشت نیوکه وکړه، چې په اسرائیلو کې د الجزیرې د تړلو لپاره سیستماتیکې هڅې روانې دي.

قطر په ۱۹۹۶ز. کال کې الجزیره جوړه کړه او دا د خپل نړیوال پروفایل پیاوړي کولو لپاره خپله تګلاره بولي.

دې خپرونې څرګنده کړې: د الجزیرې رسنۍ دغه جنایتکارانه عمل، چې بشري حقونو او معلوماتو ته د لاسرسي اساسي حق تر پښو لاندې کوي پر کلکو ټکو غندي او خپلو نړیوالو لیدونکیو ته د خبرونو او معلوماتو چمتو کولو روان ساتل خپل حق بولي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر هم د الجزیرې پر بندولو نیوکه کړی ده.

دې سر چینې په ایکس پاڼه کې لیکلي: مونږ په اسرائیلو کې د الجزیرې د بندولو لپاره د اړوند کابینې پر پرېکړه خواشینی یوو. یوه آزاده او خپلواکه رسنۍ د شفافیت او حساب ورکوولو د تضمین لپاره اړینه ده. اوس له غزې څخه د راپور ورکولو په اړه نور هم بندیزونه سخت شوي. د بیان ازادي یو اساسي بشري حق دی. مونږ له حکومت څخه غوښتنه کوو، چې لګېدلي بندیزونه لغو کړي.

د اسرائیلو پارلمان تېره میاشت یو قانون تصویب کړ، چې په اسرائیلو کې د ملي امنیت د ګواښونو د مخنیوي لپاره بهرنۍ خپرونې لنډمهاله تړل کیږي.

دا قانون نتانیاهو او د هغه امنیتي کابینې ته اجازه ورکوي، چې په اسرائیلو کې د خپرونو دفترونه د ۴۵ ورځو لپاره وتړي او شونې ده، چې د جولای تر پایه یا په غزه کې د لویو پوځي عملیاتو تر پایه پورې وغځول شي.

قطر، چې د حماس څو سیاسي مشران په کې میشت دي؛ هڅه کوي په غزه کې د جګړې د درولو لپاره د اوربند او د یرغمل خوشې کولو د تړون منځګړیتوب وکړي.

Trending

Exit mobile version