نړۍ
اسرائیلو په لویدیځه غاړه کې د الجزیرې دفتر بند کړ
اسرائیلي پوځیان د یکشنبې پر سهار ( د تلې لومړۍ ) په رامالله کې د الجزیرې ودانۍ ته ننوتل او د یوې ژوندۍ خپرونې پر مهال ورته د بندولو امر وشو.
اسرائیلي ځواکونو په نیول شوې لویدیځه غاړه کې د الجزیرې خبري شبکې پر دفتر برید وکړ او دا شبکه یې د ۴۵ ورځو لپاره بنده کړه.
اسرائیلي پوځیان د یکشنبې پر سهار ( د تلې لومړۍ ) په رامالله کې د الجزیرې ودانۍ ته ننوتل او د یوې ژوندۍ خپرونې پر مهال ورته د بندولو امر وشو.
په رامالله کې د الجزیرې د دفتر مشر ولید العمري ویلي، اسرائیل غواړي له دې کړنو سره حقیقت پټ او د حقیقت اورېدلو مخه ونیسي.
د قطر د دې ټلویزیوني کانال او اسرائیلو ترمنځ اړیکې له اوږدې مودې راپدېخوا ترینګلې وې؛ خو په غزه کې د جګړې له پیله د پام وړ خړې پړې شوې دي.
اسرائیلي ځواکونو د می په میاشت کې د الجزیرې د ناصرې او ختیځ بیت المقدس پر دفترونو هم بریدونه کړي دي.
د غزې تړانګې ته د بهرنیو خبریالانو پر ننوتلو له بندیز وروسته د الجزیرې میشت کارکونکي یوازني خبریالان دي، چې کولی شي روانه جګړه له سیمې څخه تر پوښښ لاندې راولي.
اسرائیلو دا شبکه د خپل ملي امنیت لپاره ګواښ او یوه ترهګره رسنۍ پېژندلې ده. دا هغه تور دی، چې الجزیرې رد کړی دی.
نړۍ
په بیروت کې د هوایي برید له کبله د حزب الله د یوه لوړ پوړي قومندان په ګډون ۱۴ کسان ووژل شول
حزب الله له نیمې شپې وروسته په یوه خبرپاڼه کې د عقیل مړینه تائید کړه او هغه یې د خپل لوړ پوړیو مشرانو څخه وبله؛ پرته له دې، چې د هغه د مړینې په اړه جزئیات ورکړي.
اسرائیلو ويلي؛ د لبنان په پلازمېنه بیروت کې د یوه هوايي برید له کبله د حزب الله یو لوړ پوړی قومندان ابراهیم عقیل د دغې ډلې له نورو لوړ پوړو غړیو سره ووژل شو.
د لبنان د روغتیا وزارت د ۱۴ کسانو مړینه تائید کړې ده.
دا برید د جمعې پر ورځ (د وږي دېرشمه) د بیروت د جنوبي ښارګوټي په هغه سیمه کې رامنځته شو، چې د اسرائیلو او حزب الله ترمنځ د یوې کلنې جګړې د زیاتېدو نښه ده.
د رویټرز خبري سرچینو د راپور له مخې؛ د اسرائیلو پوځ او په لبنان کې یوې امنیتي سرچینې ویلي، چې په دې هوايي برید کې ابراهیم عقیل د حزب الله د نورو لوړ پوړیو غړیو سره یوځای وژل شوی دی.
حزب الله له نیمې شپې وروسته په یوه خبرپاڼه کې د عقیل مړینه تائید کړه او هغه یې د خپل لوړ پوړیو مشرانو څخه وبله؛ پرته له دې، چې د هغه د مړینې په اړه جزئیات ورکړي.
حزب الله له خبرپاڼې وروسته د عقیل لنډ ژوندلیک خپور کړ او په دې اړه یې وویل، چې هغه د بیروت د سویل په ضاحیه ښار کې د نوموړي وژل د اسرائیلو خاینانه وژنه وبلله.
د لبنان د روغتیا وزارت ویلي، چې د جمعې د ورځې په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي دي.
تر اوسه څرګنده نده، چې په دغو تلفاتو کې عقیل او د حزب الله نور قومندانان هم شامل دي او که نه.
یوې بلې امنیتي سرچینې ویلي، چې د حزب الله لږ تر لږه شپږ نور قومندانان هغه مهال ووژل شول، چې څو راکټونه د ودانۍ پر ګراج ولګېدل.
دا په څه کم دوه میاشتو کې دوهیم ځل دی، چې اسرائیل په بیروت کې د حزب الله یو پوځي قومندان وژني. د جولای په میاشت کې د اسرائیلو په یوه هوايي برید کې د حزب الله یو لوړ رتبه پوځي قومندان فواد شکر ووژل شو.
اسرائیلي چارواکي وايي؛ تر هغې به دا نوي پوځي بریدونو روان وي، چې د لبنان پولې ته څېرمه سیمه خوندي نکړي.
نړۍ
موساد د حزب الله په ۵ زره پیجرونو کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي وه – رویټرز
د لبنان یوې امنیتي سرچینې ویلي: هغه پیجرونه، چې حزب الله یې د پېرودلو امر کړی و؛ ګولډ آپولو نومي تایواني شرکت جوړ کړي او لبنان ته لیږلي وه.
د رویټرز خبري سرچینې د راپور له مخې؛ اسرائیلو ۵۰۰۰ پیجرونه الوځولي، چې له کبله یې تر اوسه د حزب الله له ۱۰ ډېر کسان وژل شوي او نږدې درې زره ټپیان دي.
رویټرز په لبنان کې د یوې لوړ پوړې امنیتي سرچینې او یوې بلې سرچینې د څرګندونوله مخې په یوه راپور کې ویلي، چې د سې شنبې د ورځې له چاودنو مخکې د اسرائیلو د استخباراتو او ځانګړو عملیاتو ادارې موساد د حزب الله لخوا کارېدونکیو ۵۰۰۰ پیجرونو کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي وه.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ دا عملیات، چې په ټول لبنان کې د زرګونه پیجرونو د چاودنې لامل شول او یو شمېر خلکو ته یې مرګ او ژوبله اړولې، د حزب الله یوه بې ساري امنیتي ناکامي ده.
د لبنان یوې امنیتي سرچینې ویلي: هغه پیجرونه، چې حزب الله یې د پېرودلو امر کړی و؛ ګولډ آپولو نومي تایواني شرکت جوړ کړي او لبنان ته لیږلي وه.
د دې شرکت چارواکو ویلي، چې دوی دا پیجرونه پخپله نه تولیدوي؛ خو «ګولډ آپولو» نومي یوه اروپايي کمپنۍ د دغو وسایلو جوړونکې ده.
اسرائیلو تر اوسه په رسمي توګه د حزب الله د غړو د پیجرونو په چاودنه کې د دوی د استخباراتي ادارې لاس لرلو تورونو ته غبرګون ندی ښودلی.
که څه هم په لبنان کې د ایران ملاتړي وسلهوال په دې باور دي، چې اسرائیل په مستقیم ډول پدې عملیاتو کې ښکېل ول او باید د حزب الله غچ اخیستونکي ځواب ته پر تمه اوسي.
رویټرز په خپل راپور کې د څو سرچینو د څرګندونو له مخې ویلي؛ داسې ښکاري، چې دا عملیات څو میاشتې مخکې پلان شوي وه.
د دغه راپور له مخې؛ حزب الله مخکې له دې د تایوان له یوې کمپنۍ سره، چې د روان کال په لومړیو کې لبنان ته ورسېدل؛ د ۵۰۰۰ پیجرونو د پېرودلو غوښتنه کړې وه.
دوه سرچینو رویټرز ته ویلي، چې د حزب الله وسلهوالو له دې پیجرونو څخه یوازې د متني اړیکو د ټیټې تخنیکي وسیلې په توګه کار اخیسته، چې اسرائیل دوی ونهڅارلی شي.
د لبنان لوړ پوړیو سرچینو دا ادعا هم کړې، چې د اسرائیلو جاسوسي ادارې د تولید په مرحله کې د پیجر وسایلو کې لاسوهنه کړې.
د دې سرچینې د څرګندونو له مخې؛ موساد په دې پیجرونو کې داسې تختې لګولې وې، چې ان سکنرونو هم کشفولی نشوې او یوازې پخپل ځانګړي شفر فعالېدل.
دې سرچینې زیاته کړې، چې د دې پیجرونو ۳۰۰۰ وسیلې په یوه وخت کې د شفري پیغام پر لیږلو چاودنه کړې.
یوې بلې امنیتي سرچینې رویټرز خبري سرچینې ته ویلي، چې په نویو پېرودل شویو پیجرونو کې تر درې ګرامه پورې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای شوي وه.
د حزب الله یوه چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي رویټرز ته ویلي، چې دا چاودنې د اوکتوبر پر اوومه د اسرائیلو او حماس ترمنځ د غزې د جګړې له پیل راپدېخوا د دې ډلې لویه امنیتي نیمګړتیا پرګوته کوي، چې د لبنان جنوبي سرحدونو ته هم غځول شوې ده.
د رویټرز سره په خبرو کې د منځني ختیځ لپاره د ملي استخباراتو پخواني مرستیال جوناټن پانکوف دا چاودنې په وروستیو لسیزو کې د حزب الله تر ټولو ستره استخباراتي او ضد استخباراتي ناکامي یاده کړې ده.
نړۍ
کامالا هریس په غزه کې د جګړې د پای او د فلسطین د نه نیولو غوښتنه وکړه
هغې ټینګار کړی، چې د شاوخوا یوې کلنې جګړې له پای ته رسېدو وروسته اسرائیل باید د فلسطین محاصره شوې خاوره بیا لاندې نکړي.
د سې شنبې پر ورځ ( د وږي اووویشتمه / د سپتمبر اووهلسمه) د جوبايډن مرستيالې او د امريکا د ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماندې کامالا هریس د غزې پر ضد د اسرائيلو د جګړې او د فلسطيني ځمکو د نه لاندې کولو د پای ته رسولو غوښتنه وکړه.
هغې ټینګار کړی، چې د شاوخوا یوې کلنې جګړې له پای ته رسېدو وروسته اسرائیل باید د فلسطین محاصره شوې خاوره بیا لاندې نکړي.
هغې، چې په فلاډیلفیا کې د تورپوستو ژورنالستانو ملي ټولنې ته وینا کوله؛ د حماس او اسرائیلو تر منځ یې د داسې اوربند، د دوه دولتونو حل او په منځني ختیځ کې د ثبات رامنځته کولو غوښتنه وکړه، چې ایران پیاوړی نکړي.
هریس د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې ویلي: مونږ په ښکاره ویلي، چې په سیمه کې د ټولو د ګټو لپاره باید یوه هوکړه وشي.
د فلسطین روغتیا وزارت د غزې تړانګې د قربانیانو وروستی شمېر خپور کړې او وایي، چې د ۲۰۲۳ کال د اوکتوبر له اوومې راپدېخوا په دې سیمه کې ۴۱ زره ۲۵۲ کسان وژل شوي دي.
واشنګټن به په غزه کې د اوربند د هوکړې اصلاح شوې طرحه مصري او قطري اړخونو ته وړاندې کړي.
اوسمهال د لانجې یو تر ټولو مهم ټکی د غزې او مصر پر پوله د اسرائیلو د لومړي وزیر د پاتې کېدو ټینګار دی. په داسې حال کې، چې حماس له دې سیمې څخه د اسرائیلي پوځیانو پر بشپړ وتلو ټینګار کوي.
-
لوبی5 days ago
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې جنوبي افریقا ته تاریخي ماتې ورکړه
-
لوبی5 days ago
په فوټسال نړیوال جام کې افغانستان ارجنټاین ته لوبه بایلوله
-
لوبی2 days ago
د افغانستان کرکټ لوبډلې یو ځل بیا سویلي افریقا ته ماتې ورکړه
-
تازه خبرونه4 days ago
سږ کال په افغانستان کې ۲۳ اعشاریه ۷ میلیون کسان بشري مرستو ته اړتیا لري – روزا اتنبایوا
-
نړۍ1 day ago
په بیروت کې د هوایي برید له کبله د حزب الله د یوه لوړ پوړي قومندان په ګډون ۱۴ کسان ووژل شول
-
سیمه ییز خبرونه22 hours ago
د ایران د ډبرو سکرو په کان کې د چاودنې له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه شول
-
تحول5 days ago
تحول: له افغانستان سره د تعامل لپاره د منځنۍ آسیا هېوادونو غوښتنه
-
لوبی15 hours ago
افغانستان په ازبکستان کې د فوټسال د نړیوال جام غوراوي پړاو ته لار وموندله