سیمه ییز خبرونه

اسرائیلو په لبنان کې یوشمېر سیمې بمبارډ کړې

Published

on

(Last Updated On: )

له هغې وروسته، چې د یکشنبې پر سهار حزب الله د اسرائیلو یوه بې پیلوټه الوتکه وویشتله؛ نو اسرائیلي ځواکونو د لبنان په ختیځ کې هوایي بریدونه پیل کړل او د دې ډلې بېخبناوې یې پر نښه کړې.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د اسرائیلو پوځ څرګنده کړې، چې اسرائیلي جنګي جټ الوتکو د لبنان د ختیځ په بعلبک ښار کې پر پوځي ودانیو او د حزب الله اړوند درې نورې بېخبتاوې پر نښه کړې دي.

د اسرائيلي پوځ د څرګندونو له مخې؛ دا تازه بريد يې د لبنان په هوايي قلمرو کې د حزب‌الله له لوري د دوی د يوې بې پيلوټه الوتکې د رانسکولولو په غبرګون کې کړی دی.

حزب الله د تېر کال د اکټوبر له اتمې راپدیخوا د لبنان په جنوبي پولو کې له اسرائیلو سره له هغې یوه ورځ وروسته ډزې وکړې، چې حماس پر اسرائیلو برید وکړ.

ویل کیږي، چې اسرائیلو د حماس د برید په غبرګون کې پر غزه له برید وروسته لږ تر لږ ۳۳ زره فلسطینیان وژلي دي.

Trending

Exit mobile version