Connect with us

سیمه ییز خبرونه

اسرائیلو په سوریه کې د ایران پر کونسلګرۍ هوايي برید کړی

خپور شوی

د

د ایران حکومت ته نږدې ځینو رسنیو خبر ورکړی، چې د دوشنبې پر ورځ ( د وري دیارلسمه ) د سوریې په پلازمېنه دمشق کې اسرائیلو د ایران د کونسلګرۍ پر ودانۍ او د سفیر پر استوګنځي هوایي بریدونه کړي دي.

د دغو رسنیو د راپورونو له مخې؛ په دغه برید کې د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قومندان محمد رضا زاهدي او د زاهدي د مرستیال حاجي رحیمي په ګډون اووه کسان وژل شوي دي.

د ایران دولتي ټلویزیون دا پېښه تائید کړې او څرګندوي، چې په وژل شویو کې ډیپلوماتان هم شته دي. دغې رسنۍ په دې برید کې د ۱۲ کسانو له ټپي کېدو هم خبر ورکړی دی. په دې پيښه کې د نورو وژل شويو او ټپيانو هويت تراوسه پورې څرګند شوی ندى.

د سوریې او ایران په دولتي رسنیو کې خپاره شوي انځورونه او ویډیوګانې یوه ودانۍ ښيي، چې په بشپړه توګه ویجاړه شوې ده.

محمد رضا زاهدي د ایران- عراق د جګړې پر مهال د سپاه پاسداران د منځنۍ رتبې له قومندانانو څخه و؛ خو د ۱۳۸۴ او ۱۳۸۷ کلونو ترمنځ یې د انقلابي ګارډ د ځمکنیو ځواکونو او د ۱۳۸۴ او ۱۳۸۵ کلونو ترمنځ د ثارالله د کمپ مشري هم په غاړه درلوده.

د ایران تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی، چې محمد رضا زاهدي له ۱۳۹۵ څخه تر ۱۳۹۸ پورې د سپاه پاسداران عملیاتي مرستیال و او له ۱۳۸۷ کال راپدیخوا یې د سپاه پاسداران په قدس ځواک کې کار کړی او د سوریې او لبنان د سپاه پاسداران قومندان و.

که څه هم د ایران حکومت د برید پړه پر اسرائیلو اچولې؛ خو د اسرائیلو د پوځ ویاند د رویټرز خبري اژانس د دې پوښتنې په ځواب کې، چې د ایراني رسنیو د راپور په اړه د دې برید د مسوولیت او تلفاتو په اړه څه ویل شوي ویلي، چې هغه په ​​دې اړه د بهرنۍ رسنیو د راپورونو په اړه تبصره نکوي. په وروستیو کلونو کې اسرائیل ډېر لږ په سوریه کې د ترسره شویو بریدونو مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

په سوریه کې د ایران د حکومت سفیر حسین اکبري ادعا کړې، چې د اسرائیلو د پوځ اف‌۳۵ جنګي الوتکې په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ شپږ توغندي توغولي دي.

اکبري زیاته کړې؛ د برید پر مهال نوموړی د ایران د سفارت په مرکزي دفتر کې و، چې کونسلګرۍ ته څېرمه پروت دی.

اکبري، چې ټپي شوی ندی ویلي، چې په برید کې لږ تر لږه پېنځه کسان وژل شوي او د تهران غبرګون به “ډېر بد ” وي.

د سوریې دفاع وزارت هم اعلان کړی، چې دغه برید پر ځايي وخت ماښام شاوخوا پېنځه بجې په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ شوی دی.

سیمه ییز خبرونه

په سوریه کې دوه امریکایي سرتېري او یو ژباړونکی ووژل شول

د امریکا مرکزي قومندانۍ (CENTCOM) ویلي، چې په دې پېښه کې درې نور سرتېري هم ټپیان شوي او بریدګر د همکارو ځواکونو له‌خوا وژل شوی دی.

Published

on

دوه امریکایي سرتېري او یو ملکي ژباړونکی د شنبې پر ورځ د داعش ډلې له‌خوا په یوه برید کې ووژل شول. دا برید هغه وخت ترسره شو، چې یو وسلوال کس په پالمیرا ښار کې د امریکایي او سوري ځواکونو پر کاروان برید وکړ.

د امریکا مرکزي قومندانۍ (CENTCOM) ویلي، چې په دې پېښه کې درې نور سرتېري هم ټپیان شوي او بریدګر د همکارو ځواکونو له‌خوا وژل شوی دی.

امریکایي چارواکو ویلي؛ د لومړنيو ارزونو له مخې؛ شونې ده، چې د برید تر شا د داعش ډلې لاس وي. که څه هم دې ډلې تر اوسه د دې برید مسوولیت ندی منلی.

د سوریې چارواکو ویلي، چې بریدګر د سوریې د امنیتي ځواکونو غړی و؛ خو د مشرتابه رول یې نه‌درلود. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا برید “وحشتناک” وباله او د “ډېر سخت غچ” ژمنه یې وکړه.

په سوریه کې د امریکا پر مشرۍ ائتلاف له وروستیو میاشتو راپدېخوا د داعش د شکمنو غړو پر وړاندې هوایي بریدونه او ځمکني عملیات ترسره کړي، چې ډېر یې د سوریې د امنیتي ځواکونو په ګډون تر سره شوي دي.

سوریې تېره میاشت هم په ټول هېواد کې عملیات ترسره کړل، چې له ۷۰ ډېر کسان له دې ډلې سره د اړیکو په شک ونیول شول.

امریکا د سوریې په شمال ختیځ کې د کردانو پر مشرۍ له ځواکونو سره د مرستې لپاره د یوې لسیزې هڅې د یوې برخې په توګه پوځي شتون لري.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

د آی‌اس‌آی پخوانی مشر فیض حمید پر ۱۴ کاله بند محکوم شو

د پاکستان پوځ ویلي، چې، فیض حمید په سیاسي چارو کې د لاسوهنې پر تور  محکوم شو.

Published

on

 رویټرز راپور ورکړی، چې د پاکستان یوې پوځي محکمې د پنجشنبې پر ورځ د استخباراتو پخوانی مشر فیض حمید په یو لړ تورونو کې پر ۱۴ کلونو بند محکوم کړی دی.

د پاکستان پوځ ویلي، چې، فیض حمید په سیاسي چارو کې د لاسوهنې په ګډون پر بېلابېلو تورونو پر بند محکوم شوی دی.

د نوموړي محکمه د ۲۰۲۴ کال د اګست پر دولسمه د پوځي محکمې له‌خوا پر څلور جدي تورونو پیل شوه.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې ویلي، چې نوموړی په سیاسي فعالیتونو کې پر لاسوهنه سربېره د رسمي رازونو له قانون، چې له پوځي چلند او امنیتي پروتوکولونو سرغړونه ده؛ تورن شوی دی.

 

 

 

 

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

په پاکستان کې ۱۰ پوځیانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

د امنیتي سرچینو د څرګندونو له مخې؛ دا برید تېره شپه د کرمې د مناتو په اړوند سیمه کې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ترسره کړی دی.

Published

on

تحریک طالبان پاکستان د کرمې په اړوند سیمه کې د خپلو ځانګړو عملیاتو پر مهال ۶ پوځیان وژلي او څلور نور ټپیان دي.

د امنیتي سرچینو د څرګندونو له مخې؛ دا برید تېره شپه د کرمې د مناتو په اړوند سیمه کې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ترسره کړی دی.

پولیسو زیاته کړې په دې نښته کې د ټي‌ټي‌پي دوه وسلوال هم وژل شوي دي.

پولیس وایي؛ په دې برید کې د ټي ټي پي یو سیمه‌ییز قومندان عثمان خیبري نومی هم وژل شوی دی.

اسلام آباد په پاکستان کې د تاوتریخوالي پر زیاتېدا نیوکه کړې او لکه تل څرګندوي، چې وسلوال له افغان خاورې څخه پر امنیتي ځواکونو د برید لپاره کار اخلي؛ خو کابل دا تورونه ردوي او څرګندوي، چې د پاکستان امنیت یوه داخلي مسله ده.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!