نړۍ
اسرائیلو پر تېروتنه د حماس په بند کې خپل درې کسان ووژل

د اسرائیلو پوځ څرګنده کړې، چې په غزه کې یې د حماس لهخوا نیول شوي درې کسان له هغې وروسته وژلي، چې پر تېروتنه یې د یوه ګواښ په توګه وپېژندل.
رویترز راپور ورکړی، چې د اسرائیلو پوځ د جمعې پر ورځ په جګړه کې د وژل شویو یرغملو کورنیو ته خپله خواخوږي څرګنده کړه او وایي، چې د پېښې په اړه به رڼې څېړنې ترسره شي.
د اسرائیلو پوځ ویلي، چې د حماس لهخوا د وژل شویو درې نورو بندیانو جسدونه یې موندلي دي.
اسرائیلو ويلي؛ باور لري، چې د غزې په تړانګه کې تر اوسه له ۱۳۰ یرغمل شویو بندیانو څخه ۲۰ کسان وژل شوي دي.
د اوکټوبر پر اوومه د حماس ځواکونو د اسرائیلو پر پوله پر اسرائیلي ښارونو په یوه ناڅاپي برید کې ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۴۰ یې ونیول.
د غزې د روغتیايي چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د دې برید په غبرګون کې اسرائیلو شاوخوا ۱۹ زره کسان وژلي او زرګونه نور یې تر خاورو لاندې شوي دي.
د امریکايي چارواکو د څرګندونو له مخې: د ولسمشر جوبایډن د ملي امنیت سلاکار جیک سالیوان، چې د پنجشنبې او جمعې پر ورځو یې اسرائیلو ته سفر کړی و؛ اسرائیلو ته یې پیغام درلود، چې پراخ پوځي عملیات کم کړي او د حماس د مشرانو پر ضد او هدفي عملیات پیل کړي.
د یوې اوونۍ اوږده اوربند له ماتېدو وروسته په تېرو دوه اوونیو کې اسرائیلو جګړې ته زور ورکړی دی.
د اسرائیلو ویاند ایلون لوی پر اسرائیلو د توغندیو د توغولو کمیدو ته په نغوته(اشاره ) ادعا کړې، چې اسرائیلو جګړه ګټلې او حماس کمزوری شوی دی.
په تېرو دوه میاشتو کې د غزې د ۲.۳ میلیون ډېر وګړي د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.
مرستندویه سازمانونو، چې د پراخې لوږې او ناروغۍ خبرداری ورکړی، په وار وار له اسرائیلو غوښتي، چې د مصر، اسرائیل او غزې ترمنځ په پوله کې د کرم ابو سالم بندر پر پرانیستلو د مرستو رسولو لړۍ چټکه کړي.