نړۍ

اسرائیلو د فلسطیني دولت له یو‌اړخیزې تپنې سره مخالفت څرګند کړ

Published

on

(Last Updated On: )

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې اسرائیلو د یکشنبې پر ورځ د فلسطیني دولت له “یو اړخیزه رسمیت پېژندلو سره خپل مخالفت څرګند کړ او وایي، چې دغه راز هوکړه باید د مخامخ خبرو اترو له لارې رامنځته شي.

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په کابینه کې دا خبرتیایي پرېکړه د رای ورکولو لپاره وړاندې کړه، چې د رایو پر اتفاق یې ومنله.

نتانیاهو د خپلې اوونیزې غونډې په پیل کې ویلي؛ په نړیواله ټولنه کې له هغې وروسته پر اسرائیلو د فلسطیني دولت د یو اړخیزې تپنې پرېکړه وشوه، چې د خبرو اترو په اړه هڅې رامنځته شوې.

په دې راپور کې راغلي، چې د اسرائیلو ترڅنګ  په لویدیځه غاړه کې د یو فلسطیني دولت د رامنځته کولو هڅې له ۲۰۱۴ کال راپدیخوا پر ټپه درېدلې دي.

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن په منځني ختیځ کې د یوې پراخې هوکړې د ترلاسه کولو هڅه کوي او غواړي، چې د سعودي عربستان او نورو عربي هېوادونو اړیکې نه یوازې له اسرائیلو سره عادي کړي، بلکې یو فلسطیني دولت هم رامنځته شي.

د نتانیاهو د دفتر د څرګندونو له مخې؛ د اسرائیلو رسمي بیان دا حقیقت رابرسېره کوي، چې: اسرائیل له فلسطین سره د دایمي تړون په اړه نړیوال فرمانونه پر کلکه ردوي؛ خو که له شرط پرته د اړخونو ترمنځ د مخامخ خبرو اترو له لارې رامنځته شي.

د غزې روانه جګړه د اکتوبر پر اوومه پر اسرائیلي ټولنې د حماس له برید پیل شوې؛ خو د اسرائیلو او فلسطینیانو تر منځ جګړه له تېرو اووه لسیزو راپدیخوا روانه ده، چې اوس یې منځنی ختیځ هم بې ثباته کړی دی.

Trending

Exit mobile version