Connect with us

نړۍ

اسرائیلو د حماس د مشر کور بمبارد کړ

خپور شوی

د

(Last Updated On: غویی ۲۶, ۱۴۰۰)

رویټرز څرګنده کړې؛ اسرائیلو د یکشنبې پر سهار / د غویی ۲۶ / په غزه کې د حماس د مشر پر کور بمبارد کړی او حماس هم په تل ابیب کې د اسرائیلو برجونه پر توغندیو ویشتي دي.

د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ د اسرائیلو په بمبارد کې څلور فلسطینیان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

فلسطیني رسنیو خبر ورکړی، چې اسرائیلي الوتکو نن د حماس د مشر یحیی السنوار کور بمبارد کړی دی.

د رسنۍ د څرګندونو له مخې، اسرائیلوړ په یوه بل برید کې یو ډاکټر وژل شوی؛ میرمن او لور یې ټپیان دي.

د اسرائیلو او فلسطین شخړه، چې تېره دوشنبه پیل شوې او تر ننه روانه ده؛ تر دې دمه د ۴۱ ماشومانو په ګډون  ۱۴۹ فلسطینیان وژل شوي دي.

اسرائیلو ويلي، چې د لس کسانو په ګډون د دوی دوه ماشومان وژل شوي دي.

د امریکا، ملګرو ملتونو او مصري ډیپلوماټان هڅه کوي وضعیت بېرته عادي حالت ته راولي؛ خو تر دې دمه کوم پرمختګ ندی شوی.

ټاکل شوې، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اړوند شخړې په اړه یوه غونډه وکړي.

پرون اسرائیلو په غزه کې یوه ۱۲ پوړیزه ودانۍ بمبارد کړه، چې د اسوشیټیډ پریس او الجزیرې دفترونه هم په کې ول.

اسرائیلو څرګنده کړې، چې په دې ودانۍ کې فلسطیني سرتېري اوسېدل او ملکي وګړیو ته یې د وتلو خبرداری ورکړی و.

اسوشیټیډ پریس د اسرائیلو دا کړنه غندلې او زیاتوي، چې په ودانۍ کې هیڅ فلسطیني سرتېري نه و.

حماس د غزې د دغې ودانۍ د ړنګولو په غبرګون کې د تل ابیب پر ښار توغندي توغولي دي.

د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ویلي، چې بریدونه پای ته ندي رسیدلي او دوام به ولري.

تېره دوشنبه د اسرائیلو او فلسطین تر منځ تاوتریخوالی هغه وخت نور هم ترینګلی شو، چې فلسطینیان له خپلو کورونو وشړل شول او اسرائیلي پولیسو فلسطینیان مسجدالاقصی ته نږدې هم لمانځه ته نه پریښودل.

د حماس مشر اسماعیل هنیه پرون په دوحه کې ویلي، چې د نښتو اصلي لامل بیت المقدس دی.

نوموړي پدې اړه ویلي؛ صهیونیسټان فکر کوي، چې دوی کولی شي د الاقصی جومات ویجاړ کړي. دوی فکر کوي، چې خلک مو د شیخ جراح سیمې ته بې ځایه کړي.

هغه په دې اړه زیاته کړې: زه نتنیاهو ته وایم، چې له اور سره دې لوبی نکوي. د نن ورځې د دې شخړې سرلیک د دې جګړې سرلیک دی، چې بیت المقدس، بیت المقدس او بیت المقدس.

اسرائیلو ویلي، چې له غزې څخه پر اسرائیلو سلګونه توغندي توغول شوي؛ خو ډېر یې په هوا کې شنډ شوي دي.

ویل کیږي، چې اسرائیلو پر غزه له ۱۰۰۰ ډېر هوایي بریدونه کړي، چې ګڼ خلک یې وژلي او ټپیان دي.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د دواړو لوریو روانه دښمني اوومې ورځې ته غزیدلې؛ خو د بریاوو هیڅ نښه نه لیدل کیږي.

نړۍ

د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د مالزیا بحري ځواکونو د خبرپاڼې له مخې؛ د سې شنبې پر ورځ ( د غویی څلورمه ) د مالیزیا د بحري ځواکونو دوه چورلکې د روزنیزو هڅو پر مهال په هوا کې ټکر شوي، چې په کې سپاره ټول ۱۰ کارکوونکي مړه شوي دي.

د دغه هېواد بحري ځواکونو ویلي؛ پېښه د سې شنبې پر سهار ۹:۳۲ د لویدیځ ایالت پراک د لوموت په بحري اډه کې رامنځته شوې ده.

رویټرز د مالیزیا د بحري ځواکونو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې ټول زیانمن کسان د پېښې په ځای کې مړه شوي او د لوموت بحري اډې پوځي روغتون ته د پېژندلو لپاره لېږدول شوي دي.

په سیمه ییزو رسنیو کې خپره شوې ویډیو ښیي؛ ښکاري، چې څو چورلکې په هوا کې الوتنې کوي. مخکې له دې، چې دواړه چورلکې ځمکې ته راکښته شي؛ د چورلکې روټور بله هغه پرې کړه.

سیمه‌ییزو پولیسو تائید کړې، چې ویډیو رښتینې ده.

رویټرز راپور ورکړی، چې سمندري ځواکونو ویلي؛ دوی به د پېښې د علت په اړه څېړنې کړې دي.

د مالیزیا دفاع وزیر محمد خالد نوردین ویلي؛ دا چورلکې یوه بحري عملیاتو او یوه فینیک پوځي چورلکې دي، چې د مالیزیا د شاهي بحري ځواکونو د نوي‌یمې کلیزې د لمانځلو لپاره یې روزنیزې هڅې کولې، چې ټاکل شوې د شنبې پر ورځ ترسره شي.

محمد خالد خبریالانو ته ویلي؛ د چورلکو مړه شویو کارکوونکیو د پېژندنې د تائید لپاره هڅې روانې دي، چې عمرونه یې له ۴۰ کلونو ټيت ول.

Continue Reading

نړۍ

د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲, ۱۴۰۳)

د جاپان دفاع وزیر څرګنده کړی، چې د دې هېواد د بحري ځواکونو دوه چورلکې د روزنیزو هڅو پر مهال په بحر کې لوېدلي او د ۸ سپرو کارکوونکیو څخه یې لږ تر لږه یو کس مړ شوی دی.

رویټرز راپور ورکړ، چې د شنبې پر شپه د جاپان توریشیما ته نږدې سویلي ساحل ته څیرمه په لرې پرتو ایزو ټاپوګانو کې د جاپان دوه اس اچ – ۶۰ ډوله چورلکې، چې اوبتل ضد جنګي روزنیزې هڅې یې تر سره کولې؛ راوغورځېدې.

د جاپان دفاع وزیر مینورو کیهارا د یکشنبې پر ورځ ( د غویی دوه‌یمه ) په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې د الوتکې د غورځیدو د علت په اړه یې څېړنې پیل کړي دي.

 هغه زیاته کړې؛ د الوتنې دوه ریکارډرونه یو بل ته نږدې موندل شوي، چې د دواړو چورلکو ترمنځ د ټکر شونتیاوې ډېره ده.

د جاپان ذاتي دفاع ځواک او ساحل ساتونکي د چورلکو د پاتې اووه کارکوونکیو په لټه کې دي.

د شنبې پر ورځ د جاپان د ذاتي دفاع ځواکونو لوی درستیز یوشیتاکا ساکای ویلي؛ هغه باور نلري، چې بل کوم هېواد په دې پېښه کې لاس ولري.

په جاپان کې د امریکا سفیر رام امانویل په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ هېواد یې چمتو دی، چې د لټون او ژغورنې په عملیاتو کې مرسته وکړي.

 

Continue Reading

نړۍ

د جمعې په ورځ به د م.م امنیت شورا په م.م کې د فلسطین د بشپړ غړیتوب په اړه رای ورکړي

Published

on

(Last Updated On: وری ۳۰, ۱۴۰۳)

ډیپلوماټانو ويلي، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا به د جمعې پر ورځ ( د وري یو‌دېرشمه ) په ملګرو ملتونو کې د فلسطین د بشپړ غړیتوب غوښتنې ته رای ورکړي.

د امنیت شورا، چې ۱۵ غړي لري؛ د جمعې پر ورځ د ماسپښین پر ۳:۰۰ بجو د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته وړاندیز کوي، چې د ملګرو ملتونو د غړي په توګه د فلسطین دولت ومني.

دا مسوده د تصویب لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غړیو لږ تر لږه نهه مثبتو رایو ته اړتیا لري. په داسې حال کې، چې د ملګروملتونو، بریټانیا، فرانسې، روسیې او چین په ګډون د ویټو د حق له پېنځه هېوادونو څخه هیڅ یو یې هم مخالفت نکوي.

د ډیپلوماټانو د څرګندونو له مخې؛ دا مسوده د امنیت شورا د ۱۳ غړیو ملاتړ لري او امریکا مجبوروي، چې د ویټو حق وکاروي.

الجزایر، چې د امنیت شورا د یوه غړي په توګه یې د دې پرېکړه لیک مسوده چمتو کړې؛ غوښتنه یې کړې، چې د پنجشنبې پر ورځ د منځني ختیځ په اړه د امنیت شورا له غونډې سره سم په دې اړه رای اچونه وشي.

امریکا ټینګار کړی چې د یوه خپلواک فلسطیني دولت جوړول باید د ښکېلو خواوو ترمنځ د مستقیمو خبرو اترو له لارې وشي نه په ملګرو ملتونو کې.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې لینډا ټوماس ګرینفیلډ هم د چارشنبې پر ورځ ( د وري نهه‌ویشتمه ) ویلي: مونږ باور نلرو، چې د امنیت شورا د یوه پرېکړه لیک تصویب به مونږ داسې یو ځای ته ورسوي، چې وکولی شو د یوه پرېکړه لیک دوه دولتی حل پلي کړي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!