نړۍ

اسرائیلو ته سره کرښه نه‌کاږو – امریکا

Published

on

(Last Updated On: )

که څه هم اسرائیلو په غزه کې خپل پوځي عملیات پراخه کړي؛ خو سپینې ماڼۍ د جمعې پر ورځ ویلي، چې امریکا به پر اسرائیلو د بندیزونو د لګولو هڅه ونهکړي.

د رویترز د څرګندونو له مخې؛ د اسرائیلو نوی پوځي برید په داسې حال کې تر سره کیږي، چې امریکا د غزې ملکي وګړیو ته د سونګ توکو او مرستو لیږلو لپاره د بشري وقفې د تنظیم هڅه کوي. دا، چې پراخ ځمکني عملیات به د وقفې پر هڅو څه اغېزه وکړي؛ معلومه نه‌ده.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي په یوه خبري کنفرانس کې د اسرائیلو د پراخو ځمکنیو عملیاتو په اړه څه ونه‌ویل؛ خو څرګندوي: واشنګتن د اسرائیلو د دې حق ملاتړ کوي، چې د اکتوبر پر اوومه د حماس وسله‌والو د اسرائیلو په جنوبي سیمو کې ۱۴۰۰ کسان ووژل.

هغه څرګنده کړې: مونږ د اسرائیلو لپاره سره کرښه نه‌کاږو.

کربي دا ټینګار هم کړی، چې امریکا له اسرائیلو سره د خپلو عملیاتو پر اهدافو، په غزه کې د ملکي وګړیو د خوندیتوب، د اسرائیلي یرغمل شویو د بېرته ستنولو د هڅو او په غزه کې له ځمکنیو عملیاتو وروسته د بیا کتنې د اړتیا په اړه خبرو ته دوام ورکوي.

نوموړي ویلي: له پیل څخه، مونږ د دې کار د څرنګوالي په اړه له دوی سره خبرې اترې درلودې او دوام به ورکوو. مونږ د ملکي تلفاتو، جانبي زیانونو او د دوی د چلند په اړه د خپلې اندېښنې په څرګندولو کې شرم نه‌ لرو. دا هغه څه دي، چې ملګري یې ترسره کولی شي او مونږ یې هم ملګري یوو.

Trending

Exit mobile version