ساینس او ټیکنالوژي
اسرائيلو د هېواد پر دولتي ويبپاڼو له ستر سايبري بريده خبر ورکړ

اسرائیلي رسنیو تېره شپه (د کب ۲۳ ) راپور ورکړ، چې د دغه هېواد پر وړاندې تر ټولو ستر سایبري برید شوی، چې په کې د وزارتونو او دولتي ادارو اوبپاڼې هک شوې دي.
د اسرائیلو په حکومت کې چارواکو پرته۹ له دې، چې د کوم هېواد واخلي په ډاګه کړې، چې د برید تر شا کوم لوی حکومت یا ټولنه لاس لري. د نیټ بلاکز ډلې، چې د نړۍ انټرنیټي محدودیتونه څاري؛ په اسرائیلو کې انټرنیټ ته لاسرسی له خنډونو ډک بولي او وایي، چې نړیوال لاسرسی ورته ناشونی شوی دی.
د اسرائيلي رسنیو د څرګندونو له مخې، د مخابراتو وزير یوعاز هانډل له بريد وروسته له اسرائيلي اړوند مسوولینو سره ځانګړې غونډه کړې ده.
د یادونې ده، چې تر دې دمه د کورنیو چارو، بهرنیو چارو، عدلیې، کار او ټولنیزو چارو، روغتیا وزارتونو او ان د لومړي وزیر د دفتر په اوبپاڼو کې د ګډوډۍ راپورونه ورکړ شوي؛ خو د دفاع وزارت، پوځ او د اسرائیلو د امنیتي ادارو رسنۍ ترې؛ ځکه خوندي پاتې ديو چې له دې بېل سیسټمونه لري.