لوبی
اسدالله خان د افغانستان کرکت د غوراوي کمیتې نوی مشر وټاکل شو

د افغانستان کرکت بورد د دوشنبې پر ورځ اعلان وکړ، چې اسدالله خان د نورالحق ملکزي پر ځای د افغانستان کرکت بورد د غوراوي کمیتې د مشر په توګه ټاکل شوی دی.
د افغانستان کرکت بورد ويلي، نورالحق ملکزي د کورنیو ستونزو له کبله له خپلې دندې ګوښه شوی دی.
اسدالله خان له دې مخکې د افغانستان کرکت بورد د مشر، د غوراوي کمیتې د مشر او د ویدیو شنونکي په توګه کار کړی دی.
اسدالله خان وایي: زه ویاړم، چې د لوبغاړیو د غوراوي کمیتې مشري پر غاړه اخلم. د افغانستان کرکت بورد زما لپاره کومه نوې اداره نهده؛ ځکه، چې زه د دې عالي ادارې لپاره د کار کولو بډایه تجربه لرم. زه ژمن یم، چې تکړه لوبغاړي وپېژنم او هغوی د هېواد د استازیتوب او په نړیواله کچه د بریا ترلاسه کولو فرصتونه برابر کړم.
د افغانستان کرکت بورد مشر میرویس اشرف د غوراوي کمیتې د مشر په توګه د نورالحق ملکزي له دندو او هڅو ستاینه وکړه.
دغه راز یې د ملي لوبډلې لپاره د تکړه لوبغاړیو په ټاکلو او د ځوانو استعدادونو په روزلو کې د ملکزي هڅې وستایلې.
اشرف غني اسدالله خان ته هم مبارکي وویله او د غوراوي کمیتې د رهبري کولو لپاره یې د هغه پر وړتیا باور څرګند کړ، په نړیوالو سیالیو کې یې د بریا پر ترلاسه کولو او افغانستان ته د ویاړ پر راوړلو ټینګار وکړ.
د غوراوي کمیتې پخواني مشر نورالحق ملکزي د خپلې دورې په اوږدو کې د کرکت بورد له مشرتابه څخه د ملاتړ او باور له کبله مننه وکړه او وایي: دا د ویاړ ځای دی، چې د افغانستان کرکت بورد د غوراوي کمیتې د مشر په توګه مې دنده ترسره کړې. د شخصي او کورنیو ستونزو له کبله نور نشم کولی دا اړینې هڅې روانې وساتم. ما د کمیتې د یوه غړي په توګه له کرکت بورد سره د خپلو همکاریو د دوام غوښتنه کړې او له اسدالله خان او بورد سره به هر اړخیزې همکارۍ ته ژمن وم.