Connect with us

تازه خبرونه

استشهادي بریدونه سپیڅلي دي- حکمتیار

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د حزب اسلامي رهبر انجنیر ګلبدین حکمتیار آریانا نیوز ته په ډاګه کړې، چې په یو لړ بریدونو کې د بېګناه خلکو وژل حرام دي؛  خو استشهادي بریدونه سپیڅلي دي.

ښاغلي حکمتیار د هغو بریدونو په اړه، چې په کې عام وګړي وژل کیږي ویلي: ټول هغه بریدونه، چې په کې بېګناه او بې وسلې خلک وژل کیږي؛ حرام دي، اسلام رد کړي او مونږ یې هم په سختو ټکو کې غندو.

د حزب اسلامي رهبر انتحاري بریدونه حرام بولي؛ خو وایي: استشهادي بریدونه، چې موخه یې عام وګړي نه وي په اسلام کې سپیڅلي دي.

د حزب اسلامي کسانو هم د سولې له بهیر سره له یوځای کیدو مخکې ځانمرګي بریدونه تر سره  کړي؛ خو د حزب رهبر حکمتیار په دې اړه داسې رڼا اچولې: تاسې وایئ انتحاري؛ خو مونږ وایو استشهادي؛ انتحاري هغه بریدونه دي، چې یو چاته ژوند تریخ شوی وي او له ژوندانه تېریږي او ځانوژنه کوي- انتحاري یعنې ځانوژنه. استشهادي هغه بریدونه دي، چې په کې مړه کیدل حتمي او سل په سلو کې یقیني وي؛ خو ابته سپیڅلو موخو ته. مونږ له دې بریدونو بشپړ ملاتړ کوو.

ده دا هم ویلي، چې داعش د ایران له ملاتړه برخمن دی او د ایران لخوا افغانستان ته رالیږدول کیږي.

د نوموړي په باور؛ وسلوال بریدګر د امنیتي ځواکونو په موترو کې رالیږدول کیږي او موخې یې هم په وسلوال پوځ کې د نفوذي کسانو لخوا ښکاره او ځانګړې کیږي.

ښاغلی حکمتیار ملي وحدت حکومت ته په نغوته کې وویل، چې نه یوازې په خپلو کړنو کې ناکام دی، بلکې په نظام، حکومت او اداره کې دننه ځینې داسې کړۍ هم شته، چې په خپلو د تورو ښیښو موترو کې بریدګر له وسایلو سره رالیږدوي؛ ورته د بریدونو زمینه برابروي او د دولت له مخالفینو سره نه یوازې نېغه مرسته کوي، بلکې ملاتړ هم ترې څرګندوي.

د حزب اسلامي رهبر ګلبدین حکمتیار له اوږدو خبرو اترو وروسته د ۱۳۹۵ کال د تلې په میاشت کې له ملي وحدت حکومت سره سیاسي هوکړې ته رسیدلی او دمګړۍ په کابل کې اوسیږي.

د حزب اسلامي د بندیانو آزادیدل، د حزب د قومندانانو قضایي مصئونیت او د ښاغلي حکمتیار خوندیتوب د دغې سیاسي هوکړې غوره برخې ګڼل شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو دوه میاشتو راهیسې په ځانمرګو او ترهګریزو پېښو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ډېر ملکي وګړي قرباني شوي دي.

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!