تازه خبرونه
استخبارات دې له کره شواهدو پرته څوک نه نیسي

د اسلامي امارت مشرتابه مولوي هبة الله آخوندزاده په مرکز او ولایاتو کې د استخباراتو مسوولینو ته سپارښتنه کړې، چې د کره شواهدو او معلوماتو له لرلو پرته خلک ونه نیسي.
د اسلامي امارت مشرتابه د دوشنبې پر ورځ د مرکز او ولایتونو د استخباراتو د عمومي ریاست له مسوولینو سره څلور ساعته ترسره کړه. په دې غونډه او کتنه کې د سترې محکمې ریيس او د چارو اداې عمومي رییس مولوي عبدالحکيم حقاني هم حضور درلود.
د اسلامي امارت د ویاند له دفتره په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي؛ په دې غونډه کې د اسلامي امارت مشرتابه د استخباراتو عمومي ریاست ته ځانګړې لارښوونې وکړې.
د خبرپاڼې د څرګندونو له مخې؛ د اسلامي امارت رهبر امر کړی، چې استخبارات دې له کره شواهدو پرته څوک نه نیسي.
مولوي هبة الله آخوندزاده ویلي؛ کشفي ارګانونه بايد د هېوادوالو د حقونو، معنوي، ديني او مادي ارزښتونو ساتنه وکړي او د اسلامي شريعت او د رهبرۍ د احکامو د عملي کولو لپاره دې بنسټیز ګامونه پورته کړي.
مولوي هبة الله آخوندزاده څرګنده کړې، چې د استخباراتو اداره په مستقیمه توګه د اسلامي امارت تر رهبرۍ لاندې ده او له رهبرۍ څخه لارښوونه ورته کیږي.
ده ویلي، چې دا اداره د اسلامي شریعت او د اسلامي امارت د رهبرۍ د احکامو په پلي کولو مکلفه ده.
هغه وایي: تاسې ته مي هدایت دا دی، چې خلک په شبهاتو مه بندیانوئ، بلکې د مؤثقو دلائلو په صورت کې یې نیسئ او محکمې ته یې د فیصلې لپاره وړاندې کوئ. د اسلامي نظام ټول اصول او قانون به نافذوئ او عملي کوئ.
د پوځي چارو یو شمېر کارپوهان د اسلامي امارت د رهبر دغه فرمان له حکومت سره د ملت د نږدې کولو لپاره ښه ګام بولي او زیاتوي، چې دا ډول سپارښتنې باید پوره عملي شي.
د کندهار اوسیدونکيو هم ويلي، چې د امنيتي ځواکونو دنده بايد د اسلامي احکامو او د اوسني نظام پر بنسټ ولاړه وي، چې بې ګناه کسان ونه نيول شي او مجازات هم نشي.
ویل کیږي، چې دا د استخباراتو د عمومي ریاست له مسوولینو سره د مشرتابه لومړۍ غونډه ده.
تازه خبرونه
په هرات کې د ټاپي نللیکې ۱۴ کیلومټره کار بشپړ شو – عبدالله یوف
د هرات والي دفتر نن (پنجشنبه) په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې عبدالله یوف د ټاپي پروژې د پرمختګ په اړه یو لنډ راپور له والي اسلام جار سره شریک کړ.

په افغانستان کې د ټاپي پروژې مشر بګنج عبدالله یوف د هرات له والي نور احمد اسلام جار سره وکتل او په دې ولایت کې یې د نللیکې د غځولو د بهیر له چټکتیا خبر ورکړ.
د هرات والي دفتر نن (پنجشنبه) په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې عبدالله یوف د ټاپي پروژې د پرمختګ په اړه یو لنډ راپور له والي اسلام جار سره شریک کړ.
د یادې خبرپاڼې له مخې، د ټاپي پروژې مشر د اړینو آسانتیاوو په برابرولو کې د دې ادارې له همکارۍ ستاینه وکړه او اعلان یې وکړ، چې د ۱۴ کیلومټره پایپ ایښودلو کار بشپړ شوی او سربېره پردې د پروژې ۲۴ کیلومټره لار هم پخه شوې ده.
په دې غونډه کې د هرات والي هم د دې پروژې د کار د پرمختګ په برخه کې د ټاپي پروژې د چارواکو له هڅو هرکلی وکړ او په افغانستان کې یې د ټاپي پروژې مشر ته د کار د چټک پرمختګ لپاره د اړینو اسانتیاوو په برابرولو کې د سیمهییزې ادارې له بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.
تازه خبرونه
طارق علي بخیت د افغانستان په اړه له جاپاني چارواکو سره وکتل
د اسلامي همکاریو ټولنې په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې ناسته کې په ټولیزه توګه د افغانستان پر اوسني وضعیت راوڅرخېدل او د دې ټولنې او جاپان ترمنځ یې د بشري همکاریو د زیاتولو لارې چارې وارزول شوې.

د افغانستان د چارو لپاره د اسلامي همکاریو ټولنې ځانګړي استازي طارق علي بخیت د افغانستان په اړه د جاپان د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال کامډا ماسایوکي پر مشرۍ له جاپاني پلاوي سره خبرې اترې کړې دي.
د اسلامي همکاریو ټولنې په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې ناسته کې په ټولیزه توګه د افغانستان پر اوسني وضعیت راوڅرخېدل او د دې ټولنې او جاپان ترمنځ یې د بشري همکاریو د زیاتولو لارې چارې وارزول شوې.
د دې خبرپاڼې له مخې؛ دواړو خواوو د افغانانو د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د پرلهپسې همکارۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.
په دې رسنیزې خبرپانه کې راغلي، چې په جده کې د جاپان جنرال قونسل او د هغه مرستیال هم په پلاوي کې برخه لرله.
دا په داسې حال کې ده، چې دا ناسته د سعودي عربستان په جده ښار کې د افغانستان د چارو لپاره د اسلامي همکاریو ټولنې د ځانګړي استازي په دفتر کې شوې ده.
تازه خبرونه
افغان بېسیم د ننګرهار په کوزکوڼر ولسوالۍ کې یو نوی سایټ فعال کړ
د افغان بېسیم چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د دې سایټ پر جوړولو زرګونو کورنیو مخابراتي او انټرنیټي خدماتو ته لاسرسی موندلی دی.

د افغان بېسیم مخابراتي شرکت چارواکو ويلي، چې د ننګرهار ولایت په کوزکوڼر ولسوالۍ کې یې یو نوی سایټ فعال کړی دی.
د افغان بېسیم چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د دې سایټ پر جوړولو زرګونو کورنیو مخابراتي او انټرنیټي خدماتو ته لاسرسی موندلی دی.
دوی زیاته کړې، چې افغان بېسیم به ډېر ژر په دې سیمو کې د ۴جي 4G انټرنیټي خدمتونه هم فعال کړي.
دغه راز د ننګرهار مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست چارواکو ويلي، چې د دې ولایت لرې پرتو سیمو ته د مخابراتي خدمتونو د غځولو لپاره هڅې روانې دي.
له بلې خوا په ننګرهار کې د اټرا ادارې مشر رحیم الله شینواري ویلي، چې د افغان بېسیم د نوي سایټ له فعالیدو سره به ۲۵ زره کورنیو ته مخابراتي او انټرنیټي خدمتونه وړاندې شي.
د کوزکوڼر ولسوالۍ اوسېدونکو د مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو ته د لاسرسي له کبله خپله خوښي څرګنده کړې او په ننګرهار کې یې د مخابراتي خدمتونو د نورې پراختیا غوښتنه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کلونو کې د افغان بېسیم مخابراتي شبکې خپل مخابراتي او انټرنیټي خدمتونه د هېواد ډېرو لرې پرتو سیمو ته غځولي دي.
-
تازه خبرونه5 days ago
د افغانستان لپاره د امریکا نوې استازې یوه افغانيالاصله میرمن غوره شوه
-
لوبی3 days ago
د افغانستان الف کرکټ لوبډلې د سریلانکا پر وړاندې ماتې وخوړه
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
په هندي کشمیر کې وسلوالو له ۲۰ ډېر سیلانیان ووژل
-
سوداگري3 days ago
د پاکستان او ازبکستان استازو پر افغان – ټرانس پروژې خبرې وکړې
-
تازه خبرونه5 days ago
په روسیه کې د افغانستان محصولات نندارې ته وړاندې کېږي
-
د هوا حالاتو بدلونونه4 days ago
یوې ۶.۲ درجې زلزلې استانبول ولړزاوه
-
تازه خبرونه3 days ago
طارق علي بخیت د افغانستان په اړه له جاپاني چارواکو سره وکتل
-
تازه خبرونه3 days ago
افغان بېسیم د ننګرهار په کوزکوڼر ولسوالۍ کې یو نوی سایټ فعال کړ