Connect with us

سوداگري

ازبکستان او پاکستان د افغان ټرانس اوسپنې‌پټلۍ پروژې پر پیلېدا ټینګار څرګند کړ

خپور شوی

د

د ازبکستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د ازبکستان، افغانستان او پاکستان د اوسپنې پټلۍ پروژې پر ژر عملي کېدو ټینګار کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له خپل ازبک سیال بختیار سیدوف سره په لیدنه کې د ازبکستان، افغانستان او پاکستان یا افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې ده.

د دې وزارت خبرپاڼې له مخې؛ په دې ليدنو کې د دوه اړخيزو سوداګريزو اړيکو د پراختيا، د پانګونې او مخابراتي پروژو په اړه بحثونه وشول.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو لوریو د "افغان ټرانس" پروژې عملي کېدل د سیمې د هېوادونو پر ګټه وګڼل او څرګندوي، چې دا پروژه به د جنوبي او مرکزي آسیا ترمنځ د سوداګرۍ پر لنډې او ډاډمنه  لار بدله شي.

 په دې کتنه کې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژې د ژر تر ژره عملي کېدو لپاره د هڅو پر چټکتیا ټینګار څرګند کړ.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر په اسلام‌آباد کې له خپل ازبک سیال بختیار سیدوف سره په کتنه کې د ازبکستان، افغانستان او پاکستان د اوسپنې پټلۍ پروژې د چټکتیا غوښتنه وکړه. دواړو لوریو د "افغان ټرانس" پروژې پلي کېدل د سیمې د هېوادونو په ګټه وګڼل.

د دغې خبرپاڼې له مخې؛ د پاکستان بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر بختیار سیدوف سره د پراخو دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو، پانګونې، امنیت، د خلکو تر منځ د اړیکو او ارتباطي پروژو پر ټولو اړخونو خبرې وکړې او د ازبکستان د ژر تر ژره تطبیق لپاره یې د افغانستان او پاکستان د اوسپنې پټلۍ پر پروژې ټینګار وکړ.

له دې مخکې د ازبکستان چارواکو داسې ټینګار کړی و: د افغانستان له لارې د اوسپنې پټلۍ، چې منځنۍ آسیا د افغانستان له لارې له پاکستان سره نښلوي، د ۲۰۲۷ کال تر پایه بشپړه شي.

تمه ده، چې دا ۷۶۰ کیلومټره د اوسپنې پټلۍ به د ازبکستان او پاکستان ترمنځ د کارګو د لېږد وخت هم راکم کړي. د "افغان ټرانس" پروژې یوه بله ګټه د توکو د لېږد رالېږد په لګښت کې ۴۰ سلنه کموالی دی.

  اقتصادي شنونکي  شبیر بشیري ویلي؛ د ازبکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوسپنې پټلۍ جوړول د سیمې د هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو په پراخولو او اسانتیا کې اغېزمن رول لري.

د يادونې وړ ده، چې د افغانستان، پاکستان او ازبکستان تر منځ د اوسپنې پټلۍ د جوړولو پلان په ۲۰۱۸ کال کې طرحه شو، چې څه باندې څلور نيم ميليارډ ډالر لګښت لري. په دې وروستیو کې اسلامي امارت ویلي، چې قطر هم د دې پروژې مالي ملاتړ اعلان کړی دی.

سوداگري

ترکي عالمان او د خیریه موسسو چارواکي په افغانستان کې د پانګونې امکانات ارزوي

د انرژۍ او اوبو وزارت د څرګندونو له مخې؛ عبداللطیف منصور په افغانستان کې د ادیف خیریه بنسټ له بشردوستانه هڅو ستاینه وکړه او د انرژۍ د تولید لپاره یې د هېواد کافي سرچینې ورپر ګوته کړې.

Published

on

د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت چارسمبالي عبداللطیف منصور د سې‌شنبې پر ورځ د ترکیې د عالمانو او د ادیف خیریه بنسټ له مسوولینو سره پر بېلابېلو سیاسي، دیني او ټولنیزو مسایلو خبرې وکړې.

د انرژۍ او اوبو وزارت د څرګندونو له مخې؛ عبداللطیف منصور په افغانستان کې د ادیف خیریه بنسټ له بشردوستانه هڅو ستاینه وکړه او د انرژۍ د تولید لپاره یې د هېواد کافي سرچینې ورپر ګوته کړې.

هغه ټینګار وکړ، چې افغانستان اوسمهال په ټولو برخو کې د پانګونې لپاره مناسب چاپېریال برابرکړی دی او ترکيې پلاوي ته یې د پانګونې او د هغوی د شتمنیو د خوندیتوب ډاډ ورکړ.

ویل کیږي، چې د ادیف بنسټ چارواکو د ترکي پانګوالو د هڅولو  ژمنه وکړه او هغوی غواړي، چې په افغانستان کې د پانګونې فرصتونه وارزوي او پانګونه وکړي؛ ځکه، چې اوس د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او پرمختیایي همکاریو د ودې لپاره مناسب چاپېریال برابر شوی دی.

Continue Reading

سوداگري

د پاکستان مرکزي بانک افغانستان ته د صادراتو له زیاتېدو خبر ورکړ

Published

on

د پاکستان مرکزي بانک خبر ورکړی، چې د روان کال د جولای او اکتوبر ترمنځ په څلورو میاشتو کې افغانستان ته د دغه هېواد صادرات ۲۹۱ میلیون ډالرو ته رسېدلي دي.

د دغه بنسټ د څرګندونو له مخې، د تېر کال په همدې موده کې افغانستان ته د پاکستان د صادراتو ارزښت څه باندې ۱۸۲ میلیون ډالره و.

د پاکستان مرکزي بانک وايي، د افغانستان په ګډون د سیمې اووه هېوادونو(چین، بنګله دیش، سریلانکا، هند، نیپال او مالدیپ ) ته د دغه هېواد صادرات څلور سلنه ډېر شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو ګډې خونې په دې وروستیو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ د کچې د ټیټېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې مرستیال ضیاءالحق سرحدي ويلي، پخوا د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۲ اعشاریه میلیارډ ډالرو ته نږدې وه؛ خو اوس ۷۰۰ ​​میلیون ډالرو ته راټیټه شوې ده.

Continue Reading

سوداگري

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ خونې د سوداګرۍ پر کمېدا اندېښنه څرګنده کړه

د پاکستان رسنیو راپور ورکړی، چې د چارشنبې پر ورځ په یوه مطبوعاتي څرګندونه کې سرحدي د خېبر پښتونخوا ایالتي حکومت لخوا افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د صادراتي بار وړلو لپاره د بېخبنا پر پراختیا د دوه سلنې مالیې پلي کول د سوداګرۍ د کچې د کمېدو یو لامل وباله.

Published

on

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې مرستیال ضیاالحق سرحدي د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ د کچې د ټېټېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د پاکستان رسنیو راپور ورکړی، چې د چارشنبې پر ورځ په یوه مطبوعاتي څرګندونه کې سرحدي د خېبر پښتونخوا ایالتي حکومت لخوا افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د صادراتي بار وړلو لپاره د بېخبنا پر پراختیا د دوه سلنې مالیې پلي کول د سوداګرۍ د کچې د کمېدو یو لامل وباله.

هغه د دې يادونه هم وکړه، چې پخوا د پاکستان او افغانستان تر منځ د دوه اړخيزې سوداګرۍ کچه شاوخوا ۲ اعشاریه ۵ ميليارډ ډالره وه؛ خو اوس ٧٠٠ ميليون ډالرو ته راټيټه شوې ده.

ضیاالحق سرحدي همداراز د تورخم د لارې پرله‌‌پسې تړل کېدا، د بار وړونکیو موټرو د تګ راتګ لپاره د لنډمهالي سند د صادرولو د پلان نه عملي کېدل او د کراچۍ په بندر کې محدودیتونه پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ د کچې د راټیټېدو نور لاملونه وبلل.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!