تازه خبرونه
ارګ په کابل کې نوي معیاري کرکټ لوبغالي ته ۶۰ جریبه ځمکه ځانګړې کړه

ارګ په ډاګه کړې؛ د ولسمشر اشرف غني د حکم له مخې، د کابل د الوخېل په اړوند سیمه کې د یوه معیاري کرکټ لوبغالي د جوړېدو لپاره ۶۰ جریبه ځمکه ځانګړې شوې، چې د لومړنیو رسمي چارو له بشپړېدو وروسته به یې د رغونې چارې پیل شي.
د ارګ د څرګندونو له مخې؛ د دغه لوبغالي ځمکه، چې ولسمشر اشرف غني یې د شپږیزې کرکټ لیګ اووم پړاو سیالیو د پرانیستې په مراسمو کې د ځانګړې کولو ژمنه کړې وه؛ د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر فرهان یوسفزي د هلو ځلو په پایله کې نن ځانګړې او رسمي بهیر یې بشپړ شو.
په دې اړه د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر فرهان یوسفزي ویلي؛ په کابل کې د یوه معیاري لوبغالي د جوړېدو لپاره ولسمشر اشرف غني ۶۰ جریبه ځمکه ځانګړې کړه.
فرهانیوسفزي زیاته کړې: پدې اړوند خپلو ټولو هېوادوالو ته زېری ورکوم، چې کابل به په نږدې راتلونکي کې د یوه معیاري او نړیوال کرکټ لوبغالي درلودونکی وي او هېوادوال به مو له نږدې څخه ترې خوند اخلي او خپل اتلان به له نږدې هڅوي.
نوموړي دا هم په ډاګه کړې: د لومړنیو رسمي چارو له بشپړېدو وروسته به یې د رغېدو چارې هم ډېرې ژر پیل شي او زه ژمنه کوم، چې په ډېر ښه کیفیت به یې ټول کارونه پر مخ ولاړ شي.
ویل کیږي، چې دغه کرکټ لوبغالی به پر نړیوالو معیارونو نه یوازې برابر وي، بلکې سربېره پر دې به د کورنیو او بهرنیو لوبغاړیو لپاره د پېنځه ستوري لرونکي میلمستون، معیاري حوض، سرپټې او سرلوڅې روزنځایونو یا اکاډمیو، نندارچیانو ته د سیوري، لوبغاړیو ته روغتیايي مرکز، جومات، موټر تمځي، اداري ودانۍ او نورو اړوند آسانتیاوو لرونکی وي.
د یادونې وړ ده، چې د دغه کرکټ لوبغالي له جوړېدو سره به د کرکټ ۳۵ زره نندارچیان په یاد لوبغالي کې سیالۍ له نږدې ننداره کړی شي او همدارنګه به د کورنيو لپاره هم ځانګړی ځای ولري.