تازه خبرونه
اروپایي ټولنې د داعش پر وړاندې د اسلامي امارت مبارزه وستایله

اروپايي ټولنه په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د ځپلو لپاره د اسلامي امارت له هڅو راضي ده.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي د اسلامي امارت چارواکي وستایل، چې د خبرو لپاره لیوالتیا لري او د ترهګرو ډلو؛ په ځانګړي توګه د داعش د ځپلو هڅې کوي.
توماس نیکلاسون وايي، چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو له شتون څخه د نړیوالې ټولنې او ګاونډیانو څارنه نده شوې او اسلامي امارت باید د څارنې په لټه کې شي.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړى استازى وايي، له اسلامي امارت څخه د نړيوالې ټولنې او د افغانستان د ګاونډيانو يوه اساسي او اړینه غوښتنه د تروريستي ډلو ځپل دي، چې امارت يې په ښه توګه سمبالوي.
توماس نیکلاسون له آریانا نیوز سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، چې ترهګري په ځانګړې توګه داعش د افغانستان او نړۍ امنیت ته ګواښ دی، نو سرپرست حکومت باید په دې برخه کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکلاسون وایي: د ترهګرو ډلو په ځانګړي توګه د داعش ډلې او د دغې ډلې د خراسان څانګې پر وړاندې د طالبانو مبارزه د پام وړ ده. سره له دې، چې د افغانستان د ګاونډیانو اندېښنې شته؛ خو طالبان هڅه کوي، چې داعش وځپي او دغه اندېښنې له منځه یوسي. په عین حال کې له بده مرغه، چې نړیوالې ټولنې له طالبانو څخه کومې هیلې درلودې؛ نه پوره شوي او نه هم طالبانو په دې برخه کې کوم ګام پورته کړی دی.
اسلامي امارت په ځلونو ویلي، چې داعش د افغانستان امنیت ته ګواښ ندی او دوی نه غواړي، چې دغې ډلې ته اجازه ورکړ شي، چې له افغانستان څخه بهر سیمې او ګاونډ هېوادونو ته ګواښ پېښ کړي.
نیکلاسون پرون په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې اروپايي ټولنه په افغانستان کې د وسلوالو مخالفانو ملاتړ نهکوي.
هغه دا هم ویلي، چې د اروپايي ټولنې لپاره د وسلهوالو ډلو د ملاتړ او یا پوځي مداخلې د مخنیوي لپاره له خبرو یا د میز له سره پرته بله لاره نشته.
هغه زیاته کړې، چې نظامي حل لارې به د افغانانو څلوېښت کلن دردونه نور هم زیات کړي.
د یادونې ړخ، چې امریکا هم د افغانستان د وسلهوالو مخالفانو ملاتړ رد کړی دی.