تازه خبرونه
اروپايي ټولنې په افغانستان کې د اقتصادي ودې لپاره نږدې ۲۰ میلیون یورو ځانګړي کړل
اروپايي ټولنې نن (دوشنبه د لیندۍ شپږویشتمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې پروژې ټولیز ارزښت ۲۲ میلیون یورو دی او موخه یې د خلکو د بېړنیو اړتیاوو پوره کول دي.

اروپايي ټولنې اعلان کړې، چې په افغانستان کې د هراړخیزې او دوامداره اقتصادي ودې لپاره یې د آغا خان بنسټ او د آغا خان فرهنګي خدمتونو ته ۱۹ اعشاریه ۸ میلیون یورو ځانګړي کړي دي.
اروپايي ټولنې نن (دوشنبه د لیندۍ شپږویشتمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې پروژې ټولیز ارزښت ۲۲ میلیون یورو دی او موخه یې د خلکو د بېړنیو اړتیاوو پوره کول دي.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې ویرونیکا بوسکوویچ پوهر ویلي: په افغانستان کې میلیونونه خلک په بېوزلۍ کې ژوند کوي او ښځې په نامتناسب ډول دا بار پر اوږو وړي.
هغې زیاته کړې، چې نوی نوښت به د خلکو په ځانبسیا کیدو کې مرسته وکړي او د کارموندنې، عایداتو او تولیداتو له زیاتوالي سره به د خلکو ژوند ښه کړي. په ځانګړي توګه د ځوانانو، راستنېدونکیو، داخلي بېځایه شویو او بزګرانو په ګډون د ښځو او نورو زیان منونکیو ډلو ژوند د کوکنارو د بندیز له کبله اغېزمن شوی دی.
میرمن بوسکوویچ پوهر ټینګار وکړ، چې دا پروګرام به د سمارټ اقلیم ټکنالوژیو له معرفي کولو سره د اقلیم د بدلون له کبله رامنځته شوې ستونزې حل کړي.
دا پروګرام به د ۳۶ میاشتو په موده کې پلی شي او ۳۴ زره ۲۰۰ کورنۍ به ترې مستقيمه ګټه پورته کړي.
اروپايي ټولنې ویلي، چې د ښځو اقتصادي پیاوړتیا د دې پروګرام مهمه برخه ده او څه باندې ۲۶ زره ښځې به په مستقیمه توګه ترې ګټه واخلي.