Connect with us

تازه خبرونه

اروپايي ټولنې بیا هم له افغانستان څخه خپل ملاتړ څرګند کړ

خپور شوی

د

د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو شورا په افغانستان کې د سولې، امنیت، ثبات، ډیموکراسۍ، سوکالۍ، په ځان بسیاینې او له خلکو خپل ملاتړ او ژمنې بیا هم تصدیق کړې.

دغې ټولنې په یوه خبروینا کې وویل چې اروپايي ټولنه به خپل راتلونکي سیاسي او مالي ملاتړ ته شرایط برابر کړي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې د جمهوریت، دیموکراتیت او د ارزښتونو پراساس چارې خوندي او لا وده ورکړي.

 

په خبروینا کې راغلي: "پایلې هم د خبرو اترو سیاسي جوړجاړي لپاره د اروپايي ټولنې ملاتړ تکراروي چې دا به دوامداره سولې او روغې جوړې ته لاره هواره کړي، کوم چې باید د تیرو ۱۹ کلونو د دیموکراتیک او بشري حقونو لاسته راوړنو ته وده ورکړي."

په خپلو پایلو کې، دغې ټولنې پر طالبانو غږ کړې چې باور او اعتماد رامینځته کړي، ترڅو د خوشې شویو زندانیانو د شمیر پراساس افغان خپلمنځي خبرې اترې پیل شي.

په دغه خبروینا کې راغلي: "طالبان باید د متحده ایالاتو له حکومت سره د دوی دوه اړخیزه تړون روحیه او لیک دواړو ته درناوی وکړي چې د فبروري په ۲۹ مه په دوحه کې لاسلیک شوی. په دې برخه کې، اروپايي ټولنه په بشردوستانه او طبي پرسونل او تاسیساتو بریدونه په کلکه غندي؛ لکه د مئی په ۱۲مه د کابل د دښت برچي په روغتون کې برید."

د یادې ټولهې د ارزونو د پایلو ټینګار په لاندې ډول ښودل شوې:

۱. د ژنیوا د وزارتي ژمنې کنفرانس ملاتړ.

۲. د کوویډ-۱۹ ناروغۍ کنټرول لپاره د اروپایي ټولنې د مرستو پیاوړي کول.

۳. د ملګرو ملتونو، ناټو او سیمه ایزو همکارانو سره په بشپړه همکارۍ او حمایت کې موجود ټولو شتمنیو څخه د هیواد ثبات په مرسته کې کار اخیستل.

۴. د دیموکراتیک حکومتدارۍ او بشري حقونو د اصولو پر بنسټ د امنیت او دفاع په برخو کې د سازماني اصلاحاتو او د ظرفیتونو د لوړولو ملاتړ کول.

۵. د پخوانیو جنګیالیو او د هغوی کورنیو سره د بیا یوځای کیدو، د شخړو قربانیان او خورا زیان لیدونکیو سره، د ماشومانو د خوندیتوب ځانکړو برنامو په شمول، مرسته کول.

۶. د "اروپا او آسیا ترمنځ همغږي – د اروپايي اتحادیې د ستراتیژۍ لپاره د چارو جوړول" سره له سیمه ییزې همکارۍ، ثبات، سولې، سوداګرۍ او دوامداره ارتباط پیاوړتیا لکه څنګه چې د ۲۰۱۸ د اکتوبر په میاشت کې د بهرنیو چارو شورا لخوا تصویب شوی.

Advertisement

تازه خبرونه

د حکومت او رسنیو ترمنځ باید واټن نه‌وي –  ستانکزی

شېرمحمد عباس ستانکزي په کابل کې د اسلامي نظام په ټینګښت کې د رسنیو رول تر سرلیک لاندې په یوه سیمینار کې زیاته کړې؛ رسنۍ د نړۍ په تبلیغاتي جګړه کې بنسټیز رول لوبوي او پر اسلامي امارت لازمه ده، چې پرې له فشارونو ډډه وکړي او پرېږدي، چې رسنۍ د هېواد په پرمختګ او هوساینه کې خپل رول په آزاده توګه ولوبوي.

Published

on

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي ويلي، له رسنیو باید داسې ملاتړ وشي، چې د حکومت او دوی ترمنځ واټن رامنځته نشي.

شېرمحمد عباس ستانکزي په کابل کې د اسلامي نظام په ټینګښت کې د رسنیو رول تر سرلیک لاندې په یوه سیمینار کې زیاته کړې؛ رسنۍ د نړۍ په تبلیغاتي جګړه کې بنسټیز رول لوبوي او پر اسلامي امارت لازمه ده، چې پرې له فشارونو ډډه وکړي او پرېږدي، چې رسنۍ د هېواد په پرمختګ او هوساینه کې خپل رول په آزاده توګه ولوبوي.

نوموړي په دې اړه ویلي: " د دوی (رسنیو) ستونزې باید واورېدل شي، د دوی غږ باید واورېدل شي، د دوی لپاره باید داسې چاپېریال برابر شي، چې په ازاده توګه خپل کارونه ترسره کړي."

ستانکزي زیاته کړې، د هېواد د رسنیو په اړه باید داسې نظر وي، چې دواړه لوري یو بل ته د اجنبی په سترګه ونه‌ګوري او اسلامي امارت پر رسنیو له فشار راوړلو ډډه وکړي او رسنیو ته اجازه ورکړي، چې په خلاص لاس کار وکړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولينو هم په دې سيمينار کې ويلي، چې له ازادو رسنيو سره يې د ټکر لار نده غوره کړې او دغه وزارت له دوى سره هر راز همکارۍ ته ژمن دى.

د سیمینار برخه‌والو له رسنیو هم وغوښتل، چې نړۍ ته د افغانستان د مثبت انځور په ځلولو او انعکاس کې له هیڅ راز هڅې ډډه ونکړي.

دا سیمینار په داسې حال کې جوړیږي، چې رسنۍ د ملي ګټو او اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې د بیان ازادۍ او مثبتو فعالیتونو انعکاس ته ژمنې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له ازبکستان سره د ۲۰۲۵ ز.کال لپاره د برښنا د پېرودلو تړون لاسلیک شو

دغه تړون تاشکند ته د دغه شرکت د عمومی رییس عبدالباری عمر پر مشرۍ د اسلامی امارت د پلاوي له سفر او د دغه هېواد له چارواکو سره له خبرو اترو وروسته لاسلیک شو.

Published

on

د افغانستان برښنا شرکت څرګنده کړې، چې له ازبکستان سره د ۲۰۲۵ ز. کال لپاره د برښنا د پېرودلو تړون لاسلیک شوی دی.

دغه تړون تاشکند ته د دغه شرکت د عمومی رییس عبدالباری عمر پر مشرۍ د اسلامی امارت د پلاوي له سفر او د دغه هېواد له چارواکو سره له خبرو اترو وروسته لاسلیک شو.

د افغانستان برښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي ویلي: " د افغانستان برښنا شرکت عمومي رییس د یوه پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته تللی و او په ازبکستان کې یې د برښنا له مسوولانو سره په کتنه کې د ۲۰۲۵ ز.کال لپاره د برښنا د پېرودلو تړون لاسلیک کړ."

یو شمېر پانګوال له اسلامي امارت څخه غواړي؛ د ۵۰۰ کیلو ولټ برښنا په اړه دې له ازبکستان سره خبرې وکړي او دغه پروژه ژر تر ژره بشپړه کړي، چې په هېواد کې د برښنا د کمښت ستونزې یوه برخه اواره شي.

د افغانستان برښنا شرکت ویلي، چې افغان پلاوي له ازبکستاني چارواکو سره د ۵۰۰ کیلو ولټ برښنا د لېږد پروژې په اړه، چې د سرخان- پلخمري- دشت الوان څخه د کابل تر ارغندي او د ننګرهار شیخ مصري ته، چې د ۸۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ میګاواټه برښنا د لېږد ظرفیت لري په اړه هم خبرې کړې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

څار: د مهاجرو نولواله ورځ

Published

on

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!