تازه خبرونه
اروپايي ټولنې او یوناما په کابل کې د کډوالو چارو وزارت پر چارسمبالي برید وغانده
اروپایي ټولنې ویلي؛ دا ټولنه د تاوتریخوالي ټول عملونه کلک غندي، چې په کې د مهاجرینو او راستنېدونکیو چارو وزارت د چارسمبالي په ګډون ګڼو کسانو ته ځاني زیان اوښتي دي.
اروپايي ټولنې د پنجشنبې پر ورځ په کابل کې د کډوالو او راستنیدونکو چارو په وزارت کې د چارشنبې د ورځې برید، چې په کې د دې وزارت چارسمبالی خلیل الرحمن حقاني شهید شو؛ پر کلکو ټکو وغانده.
اروپایي ټولنې ویلي؛ دا ټولنه د تاوتریخوالي ټول عملونه کلک غندي، چې په کې د مهاجرینو او راستنېدونکیو چارو وزارت د چارسمبالي په ګډون ګڼو کسانو ته ځاني زیان اوښتي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) هم دغه برید غندلی او وايي؛ افغانان د ثبات په لټه کې دي او په دې هېواد کې د هرهګرۍ لپاره هیٍ ځای نشته او مونږ مونږ له زیانمنو شویو کورنیو سره خواخوږي څرګندوو.
د کډوالو چارو وزارت پر چارسمبالی خلیل الرحمن حقاني د برید پړه داعش ډلې منلې ده.