تازه خبرونه
اروپايي ټولنه ۴۰ زره نور افغان کډوال مني

اروپايي هېوادونو ته د افغان کډوالو له راتګ وروسته اوس د اروپايي ټولنې ۱۵ غړیو هېوادونو د ۴۰ زره نورو افغانانو د منلو او مېشتېدو هوکړه کړې ده.
د اروپايي اتحادیې د کورنیو چارو کمیشنرې ایلوا یوهانسون د اروپايي اتحادیې د کورنیو چارو وزیرانو له غونډې وروسته له دې اقدام هرکلی کړی دی.
ایلوا جوهانسون ویلي؛ دا د پیوستون یو اغېزمنه هڅه ده، چې نورو ډېرړ افغانانو ته څارل شوې کډوالۍ اجازه ورکړو او په دې توګه یې اروپا ته د نامنظمو راتلو مخه ونیول شي.
د فرانس پرس خبري آژانس د یوه سند له مخې؛ آلمان به ۲۵۰۰۰، هالنډ ۳۱۵۹، هسپانیه او فرانسه ۲۵۰۰ او پاتې نور هېوادونه به لږ شمېر نور افغانان ومني.
د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون ویلي؛ افغانانو ته د پناه ورکولو او له لارې مونږ د دوی د بیا مېشتېدنې لپاره زمینه برابروو؛ ځکه، چې مونږ ټول د خپلو اتباعو پر ساتنې باور لرو.
د دغه سند له مخې ۴۰ زره افغانان د بشري مرستو او د ۶۰ زره کسانو د بیا مېشتیدنې یوه برخه ده، چې د اروپايي ټولنې غړیو هېوادونو یې د منلو ژمنه کړې ده.
د اګسټ په میاشت کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو او کابل ته د اسلامي امارت له بېرته راتګ راپدیخوا د اروپايي ټولنې ۲۴ غړیو هېوادونو ۲۸ زره افغانان له افغانستان ایستلي دي.