تازه خبرونه

اروپايي اتحادیې او مرکزي آسیا په افغانستان کې پر بېړني اوربند ټینګار وکړ

Published

on

(Last Updated On: )

د سې شنبې پر ورځ د اروپايي اتحادیې، قزاقستان، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان او قرغزستان چارواکو د اروپايي اتحادیې او مرکزي آسیا د وزیرانو شپاړسمه ناسته ترسره کړه او د افغانستان د وضعیت په اړه یې خبرې وکړې.

چارواکو په دې ناسته کې هوکړه کړې، چې د افغانستان د سولې بهیر پرمختګ لپاره بېړني اوربند ته اړتیا ده او زیاته وي، چې یو سوله ییز، هوسا او غیر تروریستي افغانستان د ټولې سیمې د پرمختګ لپاره اړین دی.

په دې ناسته کې د قزاقستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان د بهرنیو چارو وزیرانو، د قرغزستان د بهرنیو چارو وزیر لومړی مرستیال او همدارنګه د بهرنیو چارو او امنیت د پالیسۍ لپاره د اروپايي اتحادیې لوړپوړي استازي او د اروپایي اتحادیې مرستیالې ګډون درلود.

دغو استازیو  یو ځل بیا د ګډو ګټو پر بنسټ سولې، امنیت، نړیوالو بشري حقونو، دیموکراسۍ او دوامداره پرمختګ لته د ګډ لید لوري پر جوړولو ټینګار وکړ.

اروپايي اتحادیې په ډاګه کړې: د غونډې ګډونوالو د همکارۍ د پیاوړتیا لپاره پخپلو ګډو ژمنې بیا ټینګار کړی، چې د سولې جامع بهیر، د ټولو افغانانو لپاره نړیوال بشري حقونو او په افغانستان کې دوامداره پرمختګ ته وده ورکوي.

Trending

Exit mobile version