تازه خبرونه

اردوغان په افغانستان کې د ترکي ځواکونو د ماموریت غزولو غوښتنه کړې

Published

on

(Last Updated On: )

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوان پرون (چارشنبه د لیندۍ ۲۶) د ترکیې پارلمان ته وړاندیز کړی، چې په افغانستان کې د ناټو تر څارنې لاندې خپل پوځي ماموریت د نورو ۱۸ میاشتو لپاره وغزوي.

په دغه وړاندیز کې راغلي: ترکیه له افغانستان سره د ملګرتیا نږدې اړیکې لري او تل یې د افغانستان له یووالي، بشپړتیا او خپلواکۍ ملاتړ کړی دی.

د ترکیې د رسنیو د څرګندونو له مخې؛ د ترکیې په پارلمان کې به پر یاد وړاندیز بحث او خبرې وشي.

د راپورونو له مخې؛ ترکیه د پرېکنده ملاتړ ماموریت ځواکونو د یوې برخې په توګه په افغانستان کې ۱۲۰۰ سرتېري لري.

راپورونه څرګنده کړې، چې ترکیې په ۲۰۱۹ کال کې له ناتو اجازه ترلاسه کړه، چې د پرېکنده ملاتړ ماموریت ځواکونو د برخې په توګه افغانستان ته سرتېري ولیږي.

دغه قانون په لومړی ځل په ۲۰۱۵ کال کې تصویب شو، چې له مخې یې ترکیې اجازه ترلاسه کړه، چې د دغه هېواد له لارې افغانستان ته بهرني ځواکونه لیږل یا ایستل کیږي.

Trending

Exit mobile version