تازه خبرونه
اردوغان د قره باغ د بریاوو په نمانځغونډه کې د ګډون لپاره باکو ته رسېدلی

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د پنجشنبې پر ورځ( د لیندۍ ۲۰) د ناګورنو قره باغ د بریا په نمانځغونډه کې د ګډون لپاره د آذربایجان پلازمېنې باکو ته رسېدلی دی.
د بریا دغه مراسم د آذربایجان ولسمشر الهام علی یف لخوا په باکو کې ترسره شوي دي.
د آزربايجان دفاع وزارت نن د دغه هېواد په پلازمېنه باکو کې د د ناګورنو قره باغ د بریا ستره نمانځغونډه د ۳۰۰۰ سرتېرو او ۱۵۰ هغو پوځي تجهیزاتو په ګډون نندارې ته وړاندې کړي، چې تېره مياشت يې له آرمنستان نيولي دي.
د ترکیې ولسمشر په داسې حال کې له آذربایجان لیدنه کوي، چې څلور اوونۍ مخکې آرمنستان او دې هېواد د ناګونا قره باغ جګړه پای ته ورسوله د روسیې په منځګړیتوب یې اوربند وکړ.
اردوغان ته د آذربایجان تاریخي بری ژیوپلیتیکي ارزښت لري، چې د قفقاز په اړوند سیمه کې د ترکیې ځواکمنتیا ښیي.
ترکیې په دې ۶ اوونیزه جګړه کې، چې ۵۰۰۰ کسان په کې ووژل شول؛ له آذربایجان ملاتړ کړی او ان ترکیه په کې د سرتېرو پر لیږدولو هم تورنه شوې، خو دې هېواد دا ادعا رد کړې ده.
له اردوغان سره په دې سفر کې د هغه میرمن او یو شمېر چارواکي مل دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د بښنې نړیوال سازمان په ډاګه کړې، چې آذربایجان او آرمنستان په دې څو اوونیزه جګړه کې پر جنګي جنایتونو تورن شوي دي.