لوبی

ارجنټاین د نړیوال جام نیمه پایلوبې ته لار وموندله او برازیل پاتې شو

Published

on

(Last Updated On: )

په قطر نړیوال جام سیالیو کې ارجنتاین بریالی شو، د لوبې په دوه یم پړاو کې هالیند ته هم ماتې ورکړي او نیمه پایلوبې ته لار ومومي؛ خو برازیل له کروشیا ماتې وخوړله او په دې توګه دواړه لوبډلې د لوبې له ډګره ووتل.

د ارجنتاین او هالینډ ترمنځ لوبه د نړیوال جام د غوراوي پړاو یوه له حساسو او په زړه پورې لوبو څخه وه، چې دا لوبه د عادي او اضافي وخت په پای کې ۲-۲ مساوي شوه؛ خو ارجنتاین خپل سیال ته په پینالتي کې د یو ګول پر توپیر ماتې ورکړه.

له دې بریا سره د ارجنتاین لوبډلې د نړیوال جام نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړه او د سې شنبې پر ورځ به له کرواسي یا کرویشیا سره مخ شي.

د ارجنتاین لوبډلمشر لیونل میسي ویلي: ارجنتاین د نړۍ له ۴ غوره لوبډلو یوه لوبډله ده؛ مونږ پوهیږو، چې څنګه هره لوبه له لیوالتیا ډکه ترسره کړو.

هغه زیاته کړې: مونږ ډېر خوښ یوو او باید اضافي وخت ته نه وای تللي؛ خو په پای کې مونږ بریالي شوو او دا حیرانوونکې ده.

د کرواسي یا کرویشیا لوبډله بیا هم برازیل ته له ماتې ورکولو سره د نړیوال جام نیمه پایلوبې ته ورسیده. دا لوبه په نورمال وخت کې له کوم ګول پرته پای ته ورسېده؛ خو د اضافي وخت په ۱۰۶مه دقیقه کې نیمار او پیتکوویچ  لس دقیقې وروسته یو – یو ګول ترسره کړ؛ خو په پینالتي کې بیا کروشیا لوبډله بریالۍ شوه، چې برازیل ته ۴ د دوه پر وړاندې ماتې ورکړي او د پېنځم ځل نړیوال جام اتلولۍ ته لار ومومي.

د کرویشیا ساتونکي بورنا سوسا وویل: مونږ پوهیږو، چې که لوبه پینالتي ته لاړه شي؛ ښه لوبه به ترسره کړو. دومینیک لیواکوویچ) څو ځله ښودلې، چې هغه یو ښه ګول کیپر دی.

په راتلونکې دوه تېرو سیالیو کې به نن (شنبه) مراکش له پرتګال او انګلستان به له فرانسې سره مخ شي.

Trending

Exit mobile version