سیمه ییز خبرونه

احمد ضیا مسعود له ډاکټر اشرف غنی احمدزي سره يو ځاى شو

Published

on

(Last Updated On: )

3

د ټاكنيزو كمپاينو لومړۍ ورځ، د لويې جرگې تالار او د تحول او تداوم تيم د پلويانو له شور او ځوږ سره پرون پيل شوه.

د ولسمشر پخواني مرستیال او د زلمي رسول لومړى مرستيال احمد ضیا مسعود د ټاکنو په دوه یم پړاو کې له اشرف غني احمدزي څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

ښاغلى مسعود وايي، له اوږدو سلا مشورو وروسته دې نتيجې ته ورسيدو، چې د تحول او تداوم تيم يوازنۍ ډله ده، چې د هېواد اوسنى وضعيت مديريت كړي.

داكتر اشرف غني احمدزى وايي، تحول او تداوم تيم منځ لارى دريځ لري، چې ټاكنو كې به بريا هم ور په برخه وي.

حضرت صبغت الله مجددي وايي، له استخارې وروسته مي له اشرف غني احمدزي څخه د ملاتړ پرېكړه كړې ده.

 

د اشرف غني احمدزي لومړى مرستيال عبدالرشيد دوستم د خپلو پلويانو په غونډه كې ځوانانو ته له خوښۍ ډك خبر وركړ.

 

په دې ورځو كې د ملگرو د لټون هڅې گړندۍ شوي، خو تر اوسه عبدالرب رسول سياف، قطب الدين هلال او هدايت امين ارسلا هغه كانديدان دي، چې غلي پاتې شوي دي.

Trending

Exit mobile version