Connect with us

انځوريز خبرونه

اجرائیه رييس د ټاکنو کمیسیون پر غړیو د فشارونو پر زیاتیدو نیوکه کوي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ټاکنو لپاره د پیل شوي چمتوالي په لړ کې داسې ښکاري، چې د ملي وحدت حکومت رهبران  په روانو چارو کې د نظر یوالی نه لري.

اجرائيه ريیس عبدالله عبدالله د وزیرانو شورا په غونډه کې ویلي، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون په چارو کې د لاسوهنې حق نلري.

نوموړی دا څرګندونې په داسې وخت کې کوي، چې ویل کیږي: ارګ او د ټاکنو خپلواک کمیسیون هوکړې ته رسیدلي، چې د تذکرو پر کاپي پاڼو به په ټاکنو کې د ګډون ځانګړي ستیکرونه نښلوي.

اجرائيه رييس عبدالله عبدالله وایي، چې د تذکرو پر کاپي پاڼو د ستيکرونو د نښلولو پرېکړه په داسې حال کې شوې، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون څلور غړیو له دغه کار سره مخالفت درلود.

د ولسمشرۍ ویاند هارون چخانسوري وايي، چې د تذکرو پر کاپي پاڼو د ستیکرونو د نښلولو طرحه د لومړي ځل لپاره د اجرائيه ریاست لخوا وړاندې شوه؛ خو اوس بل څه څرګندوي. نوموړی زیاتوي، چې حکومت د ټاکنو په چارو کې لاسوهنه نه کوي.

ټاکنو ته د نوملیکنې لپاره د تذکرو ثبتول او پر اصلي تذکرو د ځانګړیو پاڼو یا ستیکرونو نښلول ضروري وه؛ خو دغه  بهیر هغه وخت له ستونزو سره مخ شو، چې خلکو ته امنیتي اندېښنې پیدا شوې. اوس پرېکړه دا ده، چې د تذکرو پر کاپي پاڼو به ځانګړې پاڼه یا ستیکر لګول کیږي. دا هغه څه دي، چې د ټاکنو د څارونکیو بنسټونو د اندېښنې وړ هم ګرځيدلي دي.

خبریال: لیدا نیازی

Advertisement

انځوريز خبرونه

د افغانستان سیاسي او اقتصادي بحران ته یوه لنډه کتنه

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۲۵, ۱۴۰۰)

Continue Reading

انځوريز خبرونه

آریانا نیوز: دري خبرونه د سلواغې ۱۱ کال ۱۳۹۹

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۱۲, ۱۳۹۹)

Continue Reading

انځوريز خبرونه

روبینا جلالي د اتلتیک د فدراسیون د رئیسئ په توګه وګمارل شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

آغلې روبینا جلالي د افغانستان د ملي اتلتیک فدراسیون په ټول ټاکنو کې د ډیرئ رائیو په ګټلو سره، د دغه فدراسیون ریاست ته د څلور کالو لپاره وټاکل شوه.

نن پنج شنبه د مرغومې ۱۹، د افغانستان د ملی اتلتیک د فدراسیون د ریاست ګټلو په موخې ټول ټاکنې ترسره شوې چی په پایله کې یی میرمن جلالي تولو دیرشو رائیو په ګټلو سره بریالې شوه.

آغلې جلالي د طالبانو د دولت له سقوط څخه وروسته د المپیک لوبو لومړنې ښځینه ګډونکونکې ګڼل کیږي.

هغې د اتلتیک او د المپیک لوبو تجربه په ۲۰۰۴ او ۲۰۰۸ میلادي کلونو کې ترلاسه کړې ده.

نوموړې د اتلتیک فدراسیون د ریاست د دندو د پرمخوړلو ترځنګ د المپیک د ملي کمیټې د ښځو د بخش مرستیاله او په پارلمان کې د کابل ښاریانو استازې هم ده.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!