تازه خبرونه

اتمر په تاجکستان کې د افغانانو ستونزو ته پر پاملرنه ټینګار څرګند کړ

Published

on

(Last Updated On: )

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالی حنیف اتمر د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې د افغانستان له یو شمېر افغان  کډوالو، زدکړیالانو او سوداګرو سره وکتل.

د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې کتنه کې، چې د جمعې مبارکې پر ماښام د وږي د میاشتې پر ۲۸ تر سره شوې، د ناستې ګډونوالو پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې او خپلې ستونزې یې نوموړي ته وړاندې کړې؛ د پوهنې وزارت په چوکاټ کې د سامانیانو د لیسې رسمي کیدل، د کرونا په بهیر کې د زدکړیالانو تګ راتګ او د سوداګریزو توکو د آسانه لیږد لپاره په پوله کې د خنډونو او ستونزو لرې کیدل، د دغې ناستې د بحث وړ ټکي وه.

د افغان کډوالو د استازیو خبرو، غوښتنو او وړاندیزونو له اوریدلو څخه وروسته د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي په دوشنبه ښار کې د افغانستان سفیر ته سپارښتنه وکړه، چې له مرکز سره په اړیکه کې د دوی ستونزې حل کړي او ژمنه یې وکړه، چې یادو مسایلو ته به پخپله په کابل کې هم پام راواړوي.

حنیف اتمر تاجکستان ته د خپل سفر د لاسته راوړنو په اړه هراړخیزې خبرې وکړې او په تاجکستان کې یې د میشت افغان کډوالو ونډه د دواړو دوست، هم تاریخه او هم فرهنګه هېوادونو ترمنځ د هراړخیزو اړیکو د پراختیا په برخه کې مهمه وبلله.

نوموړي زدکړې او تحصیل د وطن د سوکالۍ او آبادۍ لامل وباله او له افغان محصلینو یې وغوښتل، چې د زدکړو له بشپړولو وروسته هېواد ته راستانه شي او د افغانستان په آبادۍ او پرمختګ کې ونډه واخلي.

Trending

Exit mobile version