تازه خبرونه

اتمر او د تاجکستان ولسمشر د افغانستان پر سوله او اقتصادي همکاریو وغږېدل

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي حنیف اتمر د پنجشنبې پر ورځ له غرمې وروسته دغه هېواد ته د خپل سفر پر مهال د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره وکتل او د افغانستان د سولې پر خبرو او اقتصادي همکاریو بحث او خبرې کړې دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د جمعې پر ورځ په ډاګه کړې، چې امام علی رحمان د افغانستان د سولې خبرو له پیل هرکلیوکړی او اتمر ته یې د افغانستان د سولې له بهیر او اصولي دریځ څخه د تاجک حکومت د ملاتړ ډاډ څرګند کړ.

دغه راز دواړو لوریو د افغانستان او تاجیکستان تر منځ د سوداګرۍ، اقتصادي او فرهنګي اړیکو پر پراختیا خبرې او ټینګار څرګند کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي؛ امام علي رحمان ټینګار کړی، چې د تاجکستان په بهرني سیاست کې له افغانستان سره همکاري له لومړیتوبونو څخه ده.

دواړو لوریو سیمه ییزو جوړښتونو ته په نغوته کې د انرژۍ بېخبنایي  پروژو پلي کول  د سیمې لپاره مهم بولي او زیاتوي، چې سیمه ییزې همکارۍ ته د افغانستان راجلبول به دغه بهیر نور هم پراخ کړي.

دواړو لوریو د بېخبنایي پروژو پلي کول، سوداګري او ترانزیت پراختیا، د انرژۍ لیږد، له تروریزم سره مبارزه او افراطیت پروړاندې مبارز، د تنظیم شويو جرمونو کنټرول، د سرحدي همکارۍ پیاوړتیا، د فرهنګي او علمي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.

اتمر د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ژورو تاریخي او فرهنګي اړیکو سربېره د ستراتیژیکو همکاریو کچې ته د دوه اړخیزو اړیکو پراخولو غوښتنه ههم وکړه.

Trending

Exit mobile version