لوبی
آیا د افغان ملي لوبډلې اتلان به د انګلستان پر وړاندې بریالي شي؟! لنډه کتنه
د افغانستان ملي لوبډله او انګلستان نن شنبه د شل آوریز نړیوال جام په سیالۍ کې مخ کیږي، چې دا به د اړوند سیالیو د سوپر دولس دوه یمه لوبه وي.
لنډه کتنه
افغانستان به د دغو لوبو په دوه یم پړاو کې د لوبو پر مهال د ځلېدنې لپاره هڅې کوي.
اوس افغان ملي لوبډله لیواله ده، چې د نیمه پایلوبې پر لوري ډاډمن ګام پورته کړي؛ خو دا کار خورا ستونزمن دی، ځکه په یوه ګروپ کې د آسترالیا، نیوزیلیند او انګلستان په څیر سیالې لوبډلې راغلې دي.
افغان ملي لوبډلې تر دې دمه له دې درې لوبډلو څخه یوه هم ماته کړې نده. دوی ته اړینه ده، چې لږ تر لږه له دې درې لوبډلو څخه د یوې پر وړاندې بریا ترلاسه کړي.
د افغانستان د ملي لوبډلې هڅې په روزنیزو ( تمریناتي ) سیالیو کې هیله بښونکې وې.
محمد نبي او ملګرو یې بنګله دېش ته په ۶۲ منډو ماتې ورکړه او د لوبې له لغوه کېدو مخکې یې د پاکستان پر وړاندې د ۶ لوبغاړیو له سوځېدو سره ۱۵۴ منډې جوړې کړې؛ ځکه، نو ټوله ډله باید د انګلستان پر وړاندې د لوبې له پیل مخکې د لوړې روحیې لرونکې وي.
انګلستان هم پر لږ څه ترکیبې بڼه دې تورنمنت او سیالیو ته راوړاندې کیږي.
دوی سږکال له دې لویې سیالۍ څخه مخکې ۲۱ شل آوریزې لوبې کړي، چې یوازې ۱۰ یې ګټلي. په داسې حال کې، چې ډېرې لوبې یې بایللې هم دي.
دا به پوره توګه عادلانه نه وي، چې د لوبډلې په توګه د دوی پر څرنګوالي شکمن شو؛ ځکه دوی هڅې کړي، له بدلون سره مخ شوي او له دې سترې لوبې لپاره یې د ډاډ وړ تجربه تر لاسه کړې ده.
د افغانستان اړین لوبغاړي
محمد نبي: د بشپړې هر اړخیزې تجربې لرونکی دی او په دې سیالیو کې به د افغانستان لپاره برخلیک ټاکونکې او اړین لوبغاړی وي. هغه په روزنیزو لوبو کې زړه راکښونکی لیدل شوی دی.
نبي د بنګله دېش پر وړاندې پر ۱۷ توپونو ۴۱ ناسوځېدلې منډې وکړې او بیا یې په درې آورونو کې ۱/۱۱ منډې جوړې کړې.
هغه د پاکستان پر وړاندې له دې هم ښه لوبه وکړه، چې یوازې په ۳۷ توپونو یې ۵۱ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې او خپله لوبډله یې سیالۍ ته ورسوله.
راشد خان: راشد هغه پټه وسله ده، چې لوبډلمشر یې د اړتیا په وخت کې کاروي. راشد خان په ۷۱ لوبو کې له 14.21 او 6.25 اقتصادي نرخ سره ۱۱۸ ویکتې اخیستي دي. راشد د آسترالیا په بیګ باش لیګ کې د آډلاید سترایکرز لپاره د ۱۶.۷۰ په اوسط سره ۹۲ ویکتې اخیستي دي.
راشد کولی شي د افغانستان په ټیټ او منځني ترتیب کې له نرخ پورته له بیت سره هم ولوبیږي.
رحمان الله ګربز: ګربز په دې وروستیو کې د افغانستان لپاره یو ښه توپ وهونکی وځلېد. هغه په ۲۰۲۲ کې په ۱۴ پاڼیو کې د ۱۳۶.۸۷ سترایک نرخ سره ۲۹۷ منډې جوړې کړي.
نوموړي په آاسیا جام سیالیو کې د سریلانکا پر وړاندې پر ۴۷ توپونو ۸۴ منډې وکړې. ګربز د دې اونۍ په پیل کې د شاهین افریدي لخوا په چپه پښه له ټپي کیدو وروسته له انګیستان سره د افغانستان په لومړۍ لوبه کې د لوبېدو لپاره مناسب اعلان شو.
په ژوندۍ بڼه وګورئ
د دې په زړه پورې لوبې ژوندۍ خپرونه نن ماسپښین ۳:۳۰ له آریانا تلویزیون تڅخه مه هیروئ.
لوبی
افغانستان له زیمبابوې څخه د یو ورځنیو لوبو لړۍ وګټله
په دې لوبه کې کرکټ ملي لوبډلې کوربه لوبډلې ته په ۳۰.۱ اورونو کې پر ۱۲۷ منډو وسوځول.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د یو ورځنیو نړیوالو لوبو د لړۍ په درېیمه او وروستۍ لوبه کې زمبابوې ته د ۸ ویکټو پر ماتې ورکړه او دغه لړۍ یې وګټله.
په دې لوبه کې کرکټ ملي لوبډلې کوربه لوبډلې ته په ۳۰.۱ اورونو کې پر ۱۲۷ منډو وسوځول.
په دې جالبه لوبه کې یوازې الله محمد غضنفر ۵ ویکټې واخیستې. راشد خان درې، عظمت الله عمرزي او فرید احمد یوه - یوه ویکټه واخیسته.
د دې لړۍ لومړۍ لوبه د باران له کبله لغو شوه.
دوهیمه لوبه هم د ۲۳۲ منډو پر توپیر د افغانستان پر ګټه پای ته ورسېده.
له دې سیالیو مخکې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې له زیمبابوې څخه د نړیوالو شل اوریزو سیالیو لړۍ ګټلې وه.
لوبی
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د زیمبابوې پر وړاندې ستره بریا خپله کړه
په دې لوبه کې، چې نن (پنجشنبه د لیندۍ نههویشتمه ) ترسره شوه؛ د افغانستان لوبډلې ۲۸۷ منډې هدف وټاکه، چې له ډلې یې ۱۰۴ منډې د صدیق الله اتل او ۸۴ منډې عبدالمالک ترسره کړې.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې له زیمبابوې څخه د یو ورځنیو لوبو د لړۍ دوهیمه لوبه د ۲۳۲ منډو پر توپیر وګټله.
په دې لوبه کې، چې نن (پنجشنبه د لیندۍ نههویشتمه ) ترسره شوه؛ د افغانستان لوبډلې ۲۸۷ منډې هدف وټاکه، چې له ډلې یې ۱۰۴ منډې د صدیق الله اتل او ۸۴ منډې عبدالمالک ترسره کړې.
د زیمبابوې لوبډلې خپل ټول لوبغاړي په ۱۷.۵ اورونو کې له لاسه ورکړل او ۵۴ منډې یې جوړې کړې، چې په دې توګه هدف ته په رسیدو کې پاتې راغله.
الله محمد غضنفر او نوید ځدراڼ درې درې لوبغاړي وسوځول؛ فضل الحق فاروقي دوه او عظمت الله عمرزي یوه ویکټه ترلاسه کړه.
دا د افغانستان او زمبابوې تر منځ د یو ورځنیو لوبو د لړۍ دوهیمه لوبه وه. لومړۍ سیالي د باران له کبله لغو شوې وه.
درېیمه او وروستۍ لوبه به د شنبې پر ورځ ترسره شي.
لوبی
د افغانستان او زمبابوې کرکټ لوبه د باران له کبله لغو شوه
د افغانستان کرکټ بورډ ويلي، چې د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي به سبا پنجشنبه ( د لیندۍ تههویشتمه) د دغو سیالیو په دوهیمه لوبه کې بیا سره مخامخ شي.
د افغانستان او زمبابوې ترمنځ لومړۍ یو ورځنۍ لوبه د پرلهپسې باران له کبله بې پایلې پای ته ورسېده.
د افغانستان کرکټ بورډ ويلي، چې د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي به سبا پنجشنبه ( د لیندۍ تههویشتمه) د دغو سیالیو په دوهیمه لوبه کې بیا سره مخامخ شي.
ټاکل شوې وه،، چې دا لوبه د سېشنبې پر ورځ ( د لیندۍ اووه ویشتمه ) د کابل پر وخت شاوخوا ۱۲ بجې پیل شي.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پچه وګټله او لومړی یې د توپاچونې پرېکړه وکړه.
د Iaspian Creek Info د معلوماتو له مخې، د افغانستان او زمبابوې ترمنځ لومړۍ ۵۰ اوریزه لوبه د باران له کبله ۲۸ اورونو ته راکمه شوه.
حشمت الله شهیدي د زیمبابوې خلاف په یو ورځنیو سیالیو کې د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر دی.
دا لوبې د زیمبابوې په پلازمېنه هرارې کې ترسره کېږي.
-
تازه خبرونه3 days ago
مونږ او اسلامي امارت ډېر توپيرونه لرو – د سوریې واکمن
-
تازه خبرونه4 days ago
آریانا ټلویزیون د کرکټ ټست نړیوالې اتلولۍ د پایلوبې د خپراوي حق ترلاسه کړ
-
نړۍ5 days ago
ناټو ته د اوکراین د پوځي مرستو د همغږۍ دنده وروسپال شوه
-
لوبی5 days ago
د افغانستان او زمبابوې کرکټ لوبه د باران له کبله لغو شوه
-
تازه خبرونه4 days ago
د کابل- کندهار پر لويه لار د دوه ترافيکي پېښو له کبله له ۱۰۰ ډېرو کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
لوبی3 days ago
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د زیمبابوې پر وړاندې ستره بریا خپله کړه
-
روغتيا3 days ago
د هرات حوزوي روغتون د اسانتیاوو د نشتوالي ستونزه لري
-
نړۍ13 hours ago
په برازیل کې د یوې ترافیکي پېښې له کبله ۳۰ کسان مړه شول