Connect with us

تازه خبرونه

آلمان د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د خبرو منځګړیتوب ته چمتووالی ښکاره کړ

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر له خپل امریکایي سیال سره په لیدنه کې ویلي؛ آلمان چمتو دی، چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو پیل لپاره رغنده رول ولوبوي.

که څه هم له یوې مودې راپدیخوا د سولې خبرو د بیا پیل خبرې کیږي؛ خو تمه ده، چې د سولې خبرو له بیا پیل سره د طالبانو او افغان دولت تر منځ خبرو ته هم زمینه برابره شي.

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر نه یوازې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې خبرو د بیا پیل غوښتنه لري، بلکې غواړي، چې د افغانستان کړکېچ دې له سیاسي لارې حل شي.

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر کلیپ هیکو ماس ویلي، چې مونږ د یوې سیاسي حل لارې ملاتړي یو؛ له طالبانو سره د سولې خبرې باید له سره پیل شي او آلمان په دې برخه کې فعال رول لولوبو ته چمتووالی لري.

ځینې کارپوهان د حکومت دننه د یوې  هر اړخیزې اجماع نه شتون د افغانانو خپلمنځي خبرو په وړاندې لویه ننګونه یادوي.

ښاغلي ماس له خپل سیال ښاغلي پمپیو سره په لیدنه کې ژمنه کړې، چې آلمان د افغان حکومت او طالبان تر منځ د خبرو منځګړیتوب ته چمتووالی لري.

په ولسي جرګه کې د غزني استازي عبدالقیوم سجادي ویلي؛ تر هغې، چې مونږ د حکومت او مدني فعالانو تر منځ سیاسي هوکړ رامنځته نکړو؛ مونږ نشو کولی یوه ځواکمنه پرېکړه له طالبانو سره په خبرو کې ولرو.  

د افغانستان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي وروستيو سفرونو د سولې خبرو د بيا پیل لپاره هیلې را ټوکولي؛ خو تر اوسه د دې خبرو بیا پیلیدو کره نېټه معلومه نده.

مخکې له دې ویل شوي وه، چې د طالبانو پلاوی به د دولت له ځینو استازیو سره د جمعې پر ورځ( د لړم پر ۱۷) وویني؛ خو دا ناسته د نامعلومو دلایلو له کبله ځنډیدلې ده.

تازه خبرونه

ایران او پاکستان د افغانستان په اړه ګډه اعلامیه خپره کړه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

ایران او پاکستان په یوه ګډه اعلامیه کې د یو سوله‌ییز، متحد، خپلواک او له ترهګرۍ او نشه‌یي توکو قاچاق څخه د پاک افغانستان په اړه پخپلو ژمنو ټینګار څرګند کړی دی.

دواړو لوریو د ترهګریزو ډلو شتوالي ته په افغانستان کې نغوته کړې، چې سیمې او نړۍ ته امنیتي ګواښ دی؛ نو پر وړاندې یې پر مبارزه، همکارۍ او متحدې جبهې جوړولو ټینګار کړی دی.

دوی دغه راز د سیمې د امنیت او ثبات د ډاډمنولو لپاره د سیمه‌ییزې او نړیوالې همغږۍ د اړتیاوو پر اهمیت خبرې کړې دي.

دواړه لوري د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د احترام کولو تر څنګ څرګندوي؛ د دې هېواد ټولې خواوې باید په بنسټیزو پرېکړو کې ونډه ولري، چې په هېواد کې د سولې او ثبات لامل شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له ۱۰۰۰ ډېر افغان مهاجرین له پاکستان څخه جبري وایستل شول

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

د مهاجرینو چارو وزارت ویلي، چې د غویي پر څلورمه د سپین بولدک له فرضي کرښې څخه ۱۰۰۱ افغان مهاجرین پر جبري بڼه خپل هېواد ته راستانه شول.

د کندهار سپین بولدک سرحدي آمریت د راپور له مخې؛ ۱۹۱ کورنۍ، چې ۹۹۸ کسان دي او درې کسان نور، چې له بنده ازاد شوي؛ په جبري توګه له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شول.

د مهاجرینو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د مهاجرینو چارو له ریاست سره له نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت او د خوړو نړیوالې ټولنې دفترونو ته ور وپېژندل شول.

دغه راز له ۱۸ کلونو کم عمره دوه کسان، چې بندیان ول د مرستې لپاره OMPO موسسې ته ور پېژندل شوي.

ویل کیږي، چې له هرې کورنۍ سره د حکومت له لوري لس – لس زره افغانۍ نغدي مرسته هم شوې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د ازبکستان په شپږ اړخیزه غونډه کې ګډون وکړ

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي حميدالله اخوندزاده پرون (سې شنبه د غویی څلورمه) د يوه پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته سفر کړی او د دې هېواد پر کوبتوب یې د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ په شپږ اړخيزه غونډه کې ګډون وکړ.

د افغانستان پلاوي په دې کتنه کې د نورو هېوادونو له استازیو سره د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ د شپږ اړخيز دهليز له لارې د راکړې ورکړې د پراختيا په اړه خبرې وکړې.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ويلي، چې د دې غونډې په څنډه کې د دغه وزارت چارسمبالي د روسیې او بلاروس د ټرانسپورټ له مرستیالانو سره هم وکتل.

دغه راز د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د روسيې او بېلاروس د ټرانسپورټ وزارتونو له مرستيالانو سره د افغانستان او روسيې، افغانستان او بېلاروس ترمنځ د ټرانزيټي لارو د پراختيا او د ټرانسپورټي اسانتياوو د برابرولو په اړه خبرې وکړې.

ویل کیږي، چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي او د ټرانسپورټ له وزیر سره دوه اړخیزې ناستې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانزیټ پر پراختیا بحث او خبرې کړې دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!